ملګري ملتونه وايي میانمار کې د تریاکو تولید پام وړ ډېر شوی

ملګري ملتونه وايي میانمار یا برما کې د اپیمو تولید ډېر شوی.

د دغه سازمان مالومات ښيي چې میانمار کې تېر کال د تېرو نهو کلونو پرتله تر ټولو ډېر تریاک یا اپیم تولید شوي.‌

د نشه يي توکو او جرمونو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو ادارې 'یو این او ډي سي' موندنې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال میانمار کې نږدې اته سوه مټریک ټنه تریاک تولید شوي چې تر دوو میلیاردو پورې ډالر ترې ترلاسه شوي.

دغه هېواد کې د ۲۰۲۱ کال له پوځي کودتا وروسته کورنۍ جګړه پيل شوې.‌

د 'یو این او ډي سي' لخوا خپاره شوي مالومات ښيي چې په میانمار کې د تېر پرتله پر ډېرو ځمکو کوکنار کرل شوي.

دې ادارې په نړیواله کچه د هیروینو د بیې لوړوالي ترڅنګ میانمار کې اقتصادي ستونزې او کورنۍ جګړه د تریاکو تولید د ډېروالي لاملونه په ګوته کړي دي.

 تر دې وړاندې پرله پسې اووه کاله میانمار کې د اپیمو تولید ورو ورو په کمېدو و.

د یو این او ډي سي سیمه ییز استازی جرمي ډګلیس وايي میانمار کې د تریاکو د تولید ډېریدو ته اندېښمن دي.

 نوموړی زیاتوي "له ډېر کلونو وروسته موږ لېدل چې د اپیمو تولید کم شوی خو اوس یو ناڅاپه بیا ډېر شوی چې له امله یې موږ په ژوره توګه اندېښمن یو ...‌ که د میانمار اقتصاد همداسې وي چې اوس دی بیا نو د دې ډېر احتمال شته چې د اپیمو تولید هم همداسې ډېر پاتې شي." 

ښاغلي ډګلیس زیاته کړه چې دمګړۍ په میانمار کې تولید شوي اپیم چین، ویتنام، تایلنډ، مالیزیا او ان استرالیا کې کارول کېږي خو که تولید یې همداسې ډېر پاتې وي نو نورو هېوادونو ته به هم له میانماره د اپیمو لېږد پیل شي.

د دې ادارې یوې بلې چارواکې 'انګیلا مي' له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې په میانمار کې اقتصادي ستونزو او کورنۍ جګړې کروندګر د کوکنارو کرولو ته اړل کړل، نو اړتیا ده چې له بزګرانو سره مرستې وشي چې د کوکنارو پر ځای بدیل فصلونه وکري.

نوموړې وايي "موږ پروګرامونه لرو چې له بزګرانو سره په کې مرسته کېږي چې بدیل فصلونه وکري او په دې توګه د کوکنارو له کرلو لاس واخلي. خو دا د لنډې مودې کار نه دی، نو ځکه اړتیا ده چې له کروندګرو سره د اوږدې مودې لپاره د مرستې پروګرامونه او سرچینې ولرو. مرستندویه ټولنه کولای شي چې په دې برخه کې مرسته وکړي او میانمار کې کروندګر د کوکنارو له کرلو لاس په سر شي."

د یادونې ده چې میانمار کې د ۲۰۲۱ کال له پوځي کودتا او کورنۍ جګړې مخکې اقتصادي غوړېدنې خلکو ته د عاید ترلاسه کولو نورې سرچینې برابرې کړې وې او په دې توګه میانمار کې د اپیمو تولید پام وړ کم شوی و.