تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تخار کې د سرو زرو کان کیندنې پر سر خونړۍ نښتې
د تخار په چاهآب ولسوالۍ کې سیمهییزو سرچینو بيبيسي ته منلې چې د کان کيندنې د یوه شرکت اړوندو ځینو کسانو او د سیمې د یو شمېر خلکو ترمنځ شخړه کې د همدې سیمې درې کسان وژل شوي دي.
د تېرې جمعې ورځې د نښتې اصلي ځای د چاهآب ولسوالۍ لبه راغي سیمه ده.
د سرچینې په خبره په دې نښتو کې د شرکا یو کارکوونکی هم وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان له بيبيسي سره په خبرو کې هلته په نښتو کې د مالي او ځاني زیانونو د اوښتو خبرونه تایید کړل او وايي، یو پلاوی د پېښې د ښې څېړنې په موخه سیمې ته لېږل شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بيبيسي ته ویلي، د مرګژوبلې په تړاو د شرکت یو کارکوونکی او د سیمې یو اوسېدونکی نیول شوي دي. د ښاغلي قانع په خبره اوس هلته وضعیت ښه شوی دی.
ښاغلی قانع وایي، په دې نښتو کې د دخیل شرکت فعالیت ځنډول شوی او د پېښې په اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.
د سیمهییزو سرچینو په خبره، د لبه راغي کلي خلک د یوې درې په دواړو خواوو کې اوسېږي او دوی هغه وخت په غوسه او غبرګون ښودو ته اړ شول چې یو شرکت د دوی کورونو ته ډېر نژدې د سرو زرو کان کيندنې هڅې پیل کړې.
د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې قراردادي شرکتونه له قراردادي سیمو ور ها خوا د نورو ځمکو نیولو او پلټلو هڅه کوي چې د سیمې خلک یې د کورونو نړېدو او کرنیزو ځمکو خرابېدو په اړه اندېښمن کړي دي.
د سیمې یو اوسېدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وايي "خلکو د کیندنې اجازه ورنه کړه ځکه چې دا زموږ چاپېریال ته زیان اړوي." دی زیاتوي " که شرکتونه هغه څه ته پرېښودل شي چې دوی یې غواړي نو سېلابونه به دلته ټول کورونه یوسي او اوبه به کمې شي."
څو سرچینو بيبيسي ته وویل کانونه د چاپېریال ساتنې معیارونو ته له پاملرنې پرته کيندل کېږي او له داسې ماشینونو استفاده کېږي چې کرنیزو ځمکو او استوګنې ته ګواښ پېښوي.
د سرچینو له قوله د سیمې د خلکو د خپګان او غوسې یو بل دلیل دا دی چې د سرو زرو د چاڼ او کیندنې ډېر قراردادونه داسې شرکتونو ته ورکړل شوي چې پکې د سیمې اوسېدونکو ته پکې ونډه او کار نه ورکول کېږي.
ادعا کېږي قراردادي شرکتونو په ځینو سیمو کې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې او له اجاره شویو ځمکو ور ها خوا په نورو ځایونو کې هم د سرو زرو چاڼ یا کیندنې کوي.
د طالبانو حکومت د دغو شرکتونو امنیت ساتي او بیا له دوی مالیه اخلي.
د سرو زرو کان کيندنې د تخار په څو برخو لکه خواجه غار ولسوالۍ، دشت قلعه، چاهآب او پخپله د ولایت په مرکز کې روانې دي.
ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي: "لسګونه چینايي شرکتونو ان خپل عادي کارکوونکي او موټر چلوونکي له چینه راوستي دي" او په خبره یې په دې سیمه کې حضور لري او د سرو زرو کانونه کیندي.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په تخار کې د چیني شرکتونو د خپلواک فعالیت خبر ردوي.
ښاغلی مجاهد بيبيسي ته ویلي، یو شمېر "چیني مسلکي کارکوونکي" له افغان شرکتونو سره کار او همکاري کوي.
د افغانستان په شمال ختیځ کې تخار او بدخشان ولایتونه د سرو زرو لوی کانونه لري او په وروستیو کلونو کې د کان کيندنې پر سر د خلکو، د طالبانو د سیمهییزو چاروامو او د کان کيدنې د ځینو شرکتونو ترمنځ د نښتو خبرونه ورکړل شوي دي.