"د افغانستان په اقتصادي سکټور کې د شپږ میلیارډ ډالرو پانګونې تړونونه لاسلیک شوي"

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي‌بي‌سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په افغانستان کې د دوی له واک ته رسېدو وروسته د بهرنۍ پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته شوي دي.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت چارواکي ادعا کوي، چې تر دمګړۍ په افغانستان کې د څه باندې شپږنیم میلیاردو ډالرو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسلیک شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي:

"له کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره د کانونو د استخراج او پروسس او د برېښنا لېږد او زېربنا جوړولو برخه کې قرادادونه شوي چې د پانګونې ټولیز ارزښت یې شپږ میلیاردو او شپږ سوه او دوه اتیا میلیونه ډالرو ته رسېږي. "

د طالبانو په حکومت کې سرچینو بي بي سي ته وویل، د پانګونې لاسلیک شوي تړونونه په دې مانا دي چې شرکتونه د تړون له مخې، له ټولې پانګونې یوه برخه پانګونه اوس، نوره یې له اړتیا سره سمه راتلونکي کې کوي.

د بېلګې په ډول، د روان لمریز کال په تله میاشت کې یوه ازبکستاني شرکت د فاریاب د توتي میدان د ګازو د اکتشاف او استخراج تړون تر لاسه کړ چې د پانګونې ټولیز ارزښت یې یو میلیارډ ډالره دی. خو د تړون له مخې، یاد شرکت به د چارو د پیل په لومړي کال کې سل میلیونه ډالره پانګونه کوي او په لسو کلونو کې یې به یې کچه یو میلیارد ډالرو ته رسوي.

طالب چارواکي هم په بېلابېلو غونډو کې له هر فرصت څخه په استفادې کورني او په ځانګړي ډول بهرني پانګوال افغانستان کې پانګونې ته هڅوي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ چاسمبالي وزیر نور الدین عزیزي چې کابل کې د امام ابوحنیفه دویم سوداګریز نندارتون کې خبرې کولې، پانګه‌والو ته ان د ګټې تر تضمینه ټټر وواهه.

سږکال د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په بېلابېلو برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو له خوا د څه باندې پنځه میلیارډ ډالرو د پانګونې د لېوالتیا خبر ور کړی دی.

دا لا روښانه نه ده چې یاد پانګه‌وال به کله، په کومو شرایطو او کومو برخو کې پانګونه کوي، خو د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندنه، نړیوال بندیزونه او ګڼې نورې ستونزې شته چې افغانستان کې یې د پانګونې بهیر ټکنی کړی دی.

د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل او ستونزې

که څه هم طالبان وايي چې په بېلا بېلو برخو کې بهرنۍ پانګونې ته لېوالتیا شته خو د شنونکو په وینا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل، په اقتصادي او بانکي سیستم یې لګېدلي محدودیتونه او نورې ستونزې ښايي په دې مانا وي چې ډېر پانګه‌وال ورته زړه ښه نه کړي.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت وايي، دمګړۍ د چین، ایران، ترکیې، قطر، ازبکستان، ترکمنستان او ځینې نورو هېوادونو اړوند شرکتونو په افغانستان کې پانګونې کړي او ادعا کوي چې نژدې راتلونکې کې به ځینې نور بهرني پانګه‌وال هم پانګونې ته را وړاندې شي.

خو د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي په باور په افغانستان کې دمګړۍ کېدونکو پانګونو کې بهرنیان شته، خو ډېره پانګونه پکې د هغوی د افغان شریکانو ده:

"اوسمهال په افغانستان کې پخپله افغانان پانګونه کوي او د دوی شریکان چې نړیوال شرکتونه دي او په چین یا عربي او نورو هېوادونو کې دي، له ۵۱ سلنې ډېره پانګونه پکې د افغانانو ده. پاکستانیانو او چیناییانو ډېره کمه پانګونه کړې، خو لکه د مس عینک کان په څېر لویو پروژو کې یې ډېره پانګونه نه ده کړې".

افغانستان د برېښنا بندونو د جوړولو، کرنې، کانونو، ګرځندوی، ټرانزیټ او ګڼو نورو برخو کې د بهرني پانګونې د جذبولو ډېره وړتیا لري، خو د کارپوهانو په ټکیو د نړیوال رسمیت نه شتون په ګډون یو لړ ستونزې د دې لامل شوې افغانستان کې د لا زیاتي بهرنۍ پانګونې مخه ډب کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي بي بي سي ته وویل نړیوال پانګوال ضمانتونه غواړي چې اوس نشته:

"افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې ډېر خنډونه شته، د حکومت د رسمیت نه پېژندنې له کبله د بهرنیو هېوادونو نړیوال قراردادونه په ملګرو ملتونو کې نه ثبتېږي او مخکې د دوی پانګونې د نړیوال بانک په اډانه کې له ثبتولو سره تضمینېدې".

ښاغلی حافظي زیاتوي، د رسمیت نه موجودیت د دې لامل شوی چې په افغانستان کې د پانګونې لوی تړونونه د سوداګریزو او اقتصادي شخړو د حل په نړیوالو مرکزونه کې ثبت نه شي او ترڅنګ یې د بندیزونو بله امله له نړیوال اقتصادي سیستم څخه بهر دی، چې دا پکې د سترو پانګونو مخه نیسي.

پر دې سربېره، سیاسي بې‌ثباتي، بانکي محدودیتونه، د بېخبناوو لکه د منظمې برېښنا، ترانسپورتي شبکو، د په کار پوه بشري ځواک او ټیکنالوژۍ کمی او ځینې امنیتي ننګونې نور هغه عوامل دي چې د اقتصاد پوهانو په باور، بهرني پانګه‌وال یې پښه نیولي کړي دي.

د طالبانو د حکومت له خوا په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو پر ګډون لګول شوي محدودیتونه هم چې وار دمه یې پراخې نړیوالې اندېښنې پارولي، ښايي ددې لامل شي چې ځینې نړیوال شرکتونه د خپل شهرت د نه خرابولو له امله د افغانستان د بازار او پانګونې په اړه محتاط کړي.