د بدخشان لاریونونو کې دوه کسان وژل شوي؛ شخړه د 'کوکنارو فصل' له منځه وړلو پر سر پیدا شوې

لاريون

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان ولايت کې يو شمېر خلکو د یوه ولسي کس له وژل کېدو وروسته په اعتراضي ډول لاريونونه پیل کړي دي.

لومړی لاريون د جمعې پر ورځ (۳ مې) په درايم ولسوالۍ کې شوی و. د ځینو سرچینو له مخې د ارګو ولسوالۍ ځینو خلک هم نن شنبه لاریون ته وتلي‌ و او یو بل کس د لاریونونو پرمهال وژل دی.‌

د طالبانو یوې سرچینې هم تائيد کړې چې په ارګو ولسوالۍ کې هم لاریون شوی خو زیاتوي "وضعیت تر کنټرول لاندې دی."

پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې يوه ويډيو کې ښکاري چې احتجاجیان يو تابوت له ځانه سره لېږدوي او د طالبانو پر ضد شعارونه ورکوي.

ځايي سرچينې وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د طالبانو ځواکونه يادې ولسوالۍ ته د کوکنارو د کروندو له منځه وړلو لپاره ورغلي وو خو له ځايي خلکو سره يې نښته شوې او په ترڅ کې يې يو تن وژل شوی دی.

په خپره شوې ويډيو کې لاريون کوونکي ادعا کوي چې، طالبان يې کورونه ته ننوتلي او مېرمنې يې "بې ستره" شوې دي.

په افغانستان کې د يوه ځايي تلويزيون د راپور له مخې د درايم ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د يوه ملکي وګړي د وژل کېدو له امله دغه لاريون پيل کړی دی.

د طالبانو حکومت کې د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع بي بي سي پښتو ته وويل، "کله چې زموږ ځواکونه سيمې ته د کوکنارو د کښت له منځه وړلو لپاره ورغلل، هلته پرې ځينو کسانو د لرګيو او ډبرو ګوزارونه وکړل چې له امله يې په اخ او ډب کې يو کس ووژل شو."

متین قانع

د عکس سرچینه، @abdulmateenqani

نوموړی دا ردوي چې ګنې د دوی ځواکونه په خپلسر د خلکو کورونو ته ننوتي خو زیاتوي چې په ځینو سیمو کې کوکنار په کورونو کې د ننه کرل شوي وو او د هغه په ټکو ځايي چارواکي یې "د سیمې مشرانو په مشوره" ورغلي وو.‌

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د خپل مشرتابه د امر په اساس په هر ځای کې د کوکنارو فصل له منځه وړي. د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دی.‌

د طالبانو حکومت له څه مودې راهيسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کمپاين پيل کړی دی.

دوی وايي، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په تېره د ترياکو توليد نژدې په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی، خو يو شمېر نړيوالې ادارې او ځينې ګاونډي هېوادونه بيا وايي، پر کوکنارو له بنديز وروسته دغه هېواد کې د مصنوعي نشه‌يي توکو توليد زيات شوی دی.