ګانا کې د یوې وزېرې له کوره غلا شوې؛ خو پولیسو ولې پخپله هغه نیولې؟

ګانا کې پولیسو د دولت یوه وزیره تر هغې وروسته نیولې چې له خپله کوره یې د غلا رپوټ ثبت کړی دی.

د محکمې لخوا تېره پنجشنبه پر غلا د تورنو کسانو په اړه د تورونو خپره شوې پاڼه کې راغلي،‌ چې د 'سېسیلیا ابېنا داپاه' له کوره یو میلیون ډالر - ۳۰۰ زره ایرو، ۳۵۰ زره ګانايي‌ سدي‌ (د ګانا پیسې) او همدا راز د شاوخوا د ۱۳۰ زره ډالرو په ارزښت ګاڼې او ګرانبیه توکي‌ غلا شوي‌ دي.‌

اغلې سېسیلیا د دې لپاره نیول شوې چې دومره نغدې پیسې یې له کومه کړې او ولې یې په کور کې ساتلې وې.

د محکمې دغو موندنو ګانا کې پراخه غوسه راپارولې ده.

بلخوا ۶۸ کلنې ابېنا داپاه له دې انکار کړی چې له کوره دې یې دومره پیسې غلا شوې وي.‌

د ګانا پولي‌ واحد (سدي) په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې په چټکۍ پام وړ ارزښت بایلود.

د دغه هېواد د اقتصادي‌ برخې چارواکي‌ پړه د ډالرو په احتکار کوونکو اچوي.

ډېر اوس دې هک پک کړي‌ چې پخپله د دولت یوې وزیرې څنګه دومره بهرني‌ اسعار ساتلي‌ وو.‌

اغلې داپاه له تېرو پنځو کلونو راهیسې ګانا کې د حفظ الصحې او د اوبو سرچینو د مدیریت وزیره وه خو د شنبې پر ورځ‌ یې له دې رسوایۍ وروسته استعفا وکړه.‌

هغه تر وزارت مخکې د پارلمان غړې هم پاتې شوې.

نوموړې ویلي د دې لپاره استعفا کوي چې حکومت په پرانیستي‌ لاس څېړنې وکړای شي او دا چې ډاډمنه ده چې په څېړنو کې به سپینه خېژي.

خو د هغې ګوښه کېدو د عامه غوسې کمېدو سره مرسته نه ده کړې.

نوموړې بالاخره دوشنبه ونیول شوه.‌

د ګانا ځانګړې څارنوالۍ چې د جګپوړو چارواکو د اختلاس تورونو په اړه څېړنې کوي ویلي اغلې داپاه دوی نیولې او دا چې د فساد په شک او له کوره یې د زیاته اندازه غلا شویو پیسو او قیمتي توکو د اړوند جرایمو په اړه ترې څېړنې کوي.‌

سېسیلیا ابېنا داپاه د ګانا پلازمېنه آکرا کې له خپل مېړه او لور سره یوه کور کې اوسي.‌

د غلا اصلي‌ تورنې دوه ښځې دي، چې ویل کېږي په دغه کور کې یې خدمت کاوه.‌

تر اوسه مالومه نه ده چې دغه ټولې پیسې او ګرانبیه توکي په یوه ځل غلا شوي،‌ که په څو ځلو او ورځو کې وړل شوي دي.

ادعا دا ده چې له دوی یوې ښځې پیره کړې او بلې نغدې پیسې او ګرانبیه شیان وړي دي.‌

دې قضیه کې پر دوی سربېره درې نور کسان هم تور شوي.

د محکمې پاڼه کې راغلي چې د اغلې داپاه مېړه 'دانیل اوسي کوفور' د تېر کال اکتوبر میاشت کې له دغو تورنو یو کس خپله خونه کې کتلی او بیا دواړه پوهېدلي و چې غلا ترې شوې.

خوا په دې اړه جزییات نشته،‌ چې دوی ولې پولیسو ته اوس ۷ میاشتې وروسته عریضه کړې ده.

ادعا دا ده چې تورونو ښځو په دې موده کې اصراف ته مخه کړې وه او یوې ترې ان پلازمېنه آکرا کې یو کور، ګرانبیه وسایل او خپل ملګري‌ ته دوه موټرونه هم پېرلي دي.

دوی همدا راز تورن دي چې په یوه بل ښار کې یې هم یو کور او ګودام په کرایه نیولي دي.‌

اغلې داپاه د خپلې استعفا پاڼه کې لیکلي دا پراخه اندازه بهرني او ګانايي اسعار چې په رپوټونو کې یې یادونه شوه، دقیقآ همغومره نه دي چې دې او خاوند یې پولیسو ته د ورکېدو راپور ورکړی.

بلخوا دې قضیې ته د ولسمشرې 'نانا اکوفو ادو' غبرګون د فساد ضد کمپاینران خواشینې او د څېړنو پر پایلو شکمن کړې دي‌.

هغې اغلې داپاه ته لیکلي "مطمینه یم...‌ چې د کار پر مهال به مو روڼتیا بالاخره ثابته شي."

اکوفو ادو له ۲۰۱۷ کال راهیسې د ګانا ولسمشره او اغلې داپاه یې د کابینې له دریو محدودو ښځینه غړو یوه ده.‌