تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا لومړي وزیر جولای څلورمه له وخته مخکې د ټولټاکنو نېټه اعلان کړه
- Author, پال سډون
- دنده, د سیاسي چارو خبریال- بي بي سي
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د راتلونکې جولای میاشتې څلورمه ورځ په خپل هېواد کې د ټولټاکنو لپاره ځانګړې نېټه اعلان کړې ده.
ښاغلی سوناک په دې هکله وايي، ''د یوې، یوې رایې جلب لپاره'' به مبارزه وکړي. له وخته مخکې د ټولټاکنو دې ناڅاپي اعلان تر څنګ ښاغلي سوناک وویل، د محافظه کار ګوند پنځم ځل بریا لپاره به هڅې وکړي.
مخکې داسې فکر کېده، چې ټولټاکنې به د سږ کال په مني کې کېږي، چې د ښاغلي سوناک محافظه کار ګوند وکولای شي له لیبر یا کارګر ګوند سره د مقابلې لپاره کافي فرصت ومومي.
بل لور د لیبر ګوند مشر سر کیئر سټارمر ویلي، د ''بدلون'' او د محافظه کار ګوند له کبله د رامنځته شوې ''ګډوډۍ'' وروستي پړاو ته رسېدو وخت راغلی دی.
د یادونې ده، چې نظر پوښتنو کې لیبر ګوند په پاموړ کچه مخکې دی او د ټینګار کوي چې د ټاکنیزې سیالۍ لپاره بشپړ چمتوالی لري.
د بریتاینا پارلمان فعالیت به د جمعې پر ورځ موقوف شي، چې د راتلونکې پنجشنبې له ورځې د پنځه اونیز ټاکنیز کمپاین لپاره رسماً رخصت شي.
د چهارشنبې پر ورځ له ګهیځه داسې ګنګوسي وو، چې ښايي له وخته مخکې ټاکنې اعلان شي، خو په بریتانوي پارلمان کې له لومړي وزیره د پوښتنو پیل تر مهاله معلومه نه وه، چې په جولای کې به د ټاکنو لپاره نېټه وټاکله شي.
داسې احتمال څرګندېده، چې د سږ کال په اکتوبر یا نومبر میاشتو کې ښايي د ټولټاکنو لپاره یوه نېټه وټاکل شي. له ۱۹۴۵ وروسته دا لومړی ځل دی، چې په دې میاشت کې ټولټاکنې کېږي.
د سیاسي چارو لپاره د بي بي سي خبریال هنري زفمن په خپل رپوټ کې وايي، لږ تر لږه د محافظه کار ګوند ځینې غړي هم حیران وو، چې ولې ښاغلي سوناک د ټولټاکنو نېټه له هغه مخکې اعلان کړه، چې معمولاً یې انتظار کېده.
'بریتانیا د غوره څه حقداره ده'
له ښاغلي سوناک وروسته د لیبر ګوند مشر کیئر سټارمر په خپله وینا کې استدلال کاوه، چې په وینا یې د محافظه کار ګوند له لاسه رامنځته شوې ''ګډوډي'' اقتصاد ته زیان رسولی او په خبره یې د ده ګوند ته رایې ورکول به د سیاسي ثبات رامنځته کېدو فرصت په مانا وي.
نوموړي د عامې روغتیا ادارې این ایچ اېس او له جرمونو سره د حکومت مبارزې پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ''بدلون'' وخت رارسېدلی دی.
هغه زیاته کړه، که محافظه کارو ته پنځه کاله نور وخت ورکړل شي، وضعیت به لاپسې بدتر شي، بریتانیا له دې د غوره څه حقداره ده.
د ''سکاټلنډ ملي ګوند'' مشر جان سوئیني بیا په دې هکله ویلي، ټولټاکنې د محافظه کار ګوند حکومت ختمولو او سکاټلنډ ته د لومړیتوب ورکولو لپاره یو فرصت دی.
د لیبرال دیموکرات ګوند مشر سر اډ ډیوي په دې هکله وايي، دا له واکه ''د ریشي سوناک د وحشتناک حکومت ګوښه کولو'' یو فرصت دی.
د (اصلاح) ګوند ریچارډ ټایس هم وايي، ''محافظه کارو بریتانیا خرابه کړې'' خو زیاتوي چې کارګر یا ''لیبر ګوند به بریتانیا ډیوالي کړي.'' نوموړی وايي، یوازې د دوی ګوند کولای شي ''د سالم عقل پر بنسټ ولاړو سیاستونو له لارې بریتانیا وژغوري.''