روسیې کې چارواکي وايي، اپوزېسیون مشر الیکسي نوالنې په زندان کې مړ شوی دی

په تېره یوه لسیزه کې د روسیې تر ټولو زیات پاموړ اپوزېسیون مشر الیکسي نوالنې په زندان کې مړ شوی دی.

د روسیې خبري اژانسونو په رپوټونو کې د زندانونو چارواکو له قوله ویل شوي، چې ښاغلی نوالنې د روسیې ارکټیک سرکل په زندان کې مړ شوی.

ښاغلی نوالنې چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین یې خورا سختې نیوکې کولې د داسې تورونو له کبله په ۱۹ کاله زندان محکوم شوی و، چې تر ډېر حده فکر کېږي، سیاسي انګېزه یې درلوده.

نوموړي پروسږ کال دې زندان ته لېږل شوی و، چې د روسیې له خورا سختو زندانونو یو بلل کېږي.

په یامالو-نینیتس سیمه کې د دې زندان چارواکو ویلي، د جمعې پر ورځ له ګرځېدو وروسته د نوموړي روغتیا ښه نه وه. د زندان چارواکو له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي: ''هغه سملاسي بې هوښه شو''

د تاس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې ''د بېړنیو طبي مرستو څانګې د زنداني (الیکسي نوالنې) مړینه تائید کړې او د مړیني لامل یې برالا کېږي.''

د نوالنې مدافع وکیل لیونید سولوفیوف د روسیې رسنیو ته ویلي، له ده سره تر اوسه اړیکه نه ده نیول شوې، خو د هغه نژدې سلاکار لیونید ولکوف پر ایکس خواله رسنۍ ایکس لیکلي: ''روسي واکمنو یو اعتراف خپور کړی، چې وايي دوی الیکسي نوالنې په زندان کې وژلی دی. موږ داسې هېڅ لار نه لرو چې تائید کړو او یا ثابته کړو چې دا رښتیا نه دي.''

له هغه ایله څو دقیقې وروسته چې د روسیې چارواکو د الیکسي نوالنې مړینه اعلان کړه، نړیوالې ټولنې په غبرګون کې په کور دننه د ولادیمر پوتین تر ټولو لوی مخالف زړورتیا ستایلې ده.

فرانسې ویلي هغه د روسیې ''ظلم'' پر وړاندې د سر په بیه مقاومت وکړ او د ناروې بهرنیو چارو وزیر ویلي، روسي چارواکي د هغه د مړینې لوی بار پر اوږو لري.

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ (کریملین) ویاند دیمتري پیسکوف یوازې دومره وویل، چې د نوالنې مړینې ''خبر ولسمشر ته ورکړل شو'' چې چیلیابنڅک ښار ته په یوه سفر تللی.

د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا په دې هکله وايي، که د الیکسي نوالنې مړینه تائید شي، دا به یوازې د هغه سیسټم په منځ کې ضعف او وروستوالی په ګوته کړي، چې پوتین رامنځته کړی دی: ''لومړی او تر ټولو مهم که دا رپوټونه کره وي، زموږ خواخوږي د هغه له مېرمنې او کورنۍ سره ده.''

نوموړي د میونخ په امنیتي غونډه کې د دې موضوع په هکله وویل، که مړینه تائید شي ''روسیه یې مسووله ده.''

د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان هم نن ګهیځ په دې هکله د خبرو پر مهال وویل، امریکا هڅه کوي، معلومه کړي چې اصلاً څه شوي دي.

الیکسي نوالنې څوک و؟

د روسیې ولسمشر ډېری منتقدین له روسیې تښتېدلي دي، خو الیکسي نوالنې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې له څو میاشتو درملنې وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شوی و.

نوموړي ته له دې مخکې د سایبریا یوه سفر په پای کې زهر ورکړل شوي وو. د نوموړي ټیم کسان توانېدلي وو، چې د درملنې لپاره یې جرمني ته ورسوي، خو له هغه ځایه مسکو ته له ستنېدو سملاسي وروسته توقیف شوی و.

له هغه وروسته نوموړي تر ۳۷ میاشتو پورې له زندانه بهر نه شو.

نوالنې چې د مړینې پر مهال ۴۷ کلن و، له ډېره وخته هڅه کوله، چې ولادیمر پوتین ته په ټاکنو کې ماتې ورکړي، خو د ۲۰۱۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

نوالنې چې مخالفت یې د فساد پر ضد له یوه کمپاین سره پیل شوی و، د هغو مشهورو روسي مشرانو له ډلې وروستی هغه دی، چې د ولادیمر پوتین واکمني ننګولو په ترڅ کې مړه شوي دي.