تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'تاسې زموږ تر څنګ یاست'، بروکسل غونډې ته له رسېدو سره سم زېلینسکي له اروپا مننه وکړه
د اوکرایین ولسمشر په برسلز کې د خپل هېواد په تړاو د اروپايي ټولنې غونډې ته له رسېدو وروسته د ''کلک ملاتړ'' لپاره د اروپايي مشرانو مننه کړې.
د غونډې له پیل مخکې نوموړي له خبریالانو سره مرکه کې وویل: ''په دې ټوله موده کې او تېره اوونۍ تاسې له موږ سره ملګرتیا وکړه. موږ یوازې نه یوو او دا یوازې خبرې نه دي، موږ یې محسوسوو. تاسې د اوکرایین خلکو ته یو پیاوړی پیغام ورکړ او دوی یې ستاینه کوي.''
اروپايي مشران دې غونډې ته پر لار دي، چې هدف یې د امریکا له لوري له اوکرایین سره د پوځي مرستو او استخباراتي معلوماتو له بندولو وروسته له اوکرایین سره د مرستې زیاتول دي.
د غونډې له پیل مخکې د لیتوانیا ولسمشر له خبریالانو سره مرکه کې وړاندیز وکړ، چې باید له اروپايي ټولنې سره د اوکرایین یو ځای کېدو لپاره یوه موقته نېټه وټاکل شي. د ګیتاناس نایوسیدا په اند د ۲۰۳۰ کال د جنورۍ ۳۱مه د دې لپاره مناسبه نېټه ده.
نوموړی وايي، دا به قانوني تشریح نه وي، خو په خبره یې ''یو برخلیک به وټاکي او د اوکرایین لپاره به یوه څرګنده تګلاره وي.''
په ورته مهال د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره برسلز ته رسېدلی.
دی په اوکرایین کې د سولې هڅو، له کیېف سره د مرستو زیاتوالي او استخباراتي معلوماتو شریکولو هڅو کې خورا مخکښ رول لري.
ښاغلي مکرون له دې مخکې ویلي و، د روغې، جوړې له یوې هوکړې وروسته کېدای شي ''ښايي'' د اروپايي ټولنې پوځیان اوکرایین ته واستول شي. په ورته مهال د بریتانیا لومړي وزیر کیئر سټارمر هم ویلي، هیله یې دا ده، چې له اوربند وروسته ''پوځي بوټان پر ځمکه'' وویني.
د روسیې غبرګون
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف بیا په دې هکله خورا توند غبرګون څرګند کړی. نوموړي ویلي، په اوکرایین کې به د اروپايي ټولنې پوځي شتون د روسیې پر ضد د ''مخامخ'' جګړې معنی ولري.
ښاغلی لاوروف وايي، ''مکرون اصلي نیت پټوي او په یرغلګرانه توګه د نیپلیون دریځ پرمخ بیايي.''
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف هم د ولسمشر مکرون پر پرونیو څرګندونو نیوکې وکړې. مکرون ویلي و، "اروپا نور د روسیې مشرانو پر څرګندونو باور نه شي کولای. " د ده په خبره هغوی له دې مخکې هم د اوربند له هوکړو سرغړونه کړې. د مکرون په خبره په اوکرایین کې "د اروپايي ځواکونو ځای پر ځای کول" د سولې په یوې هوکړه کې د امنیتي ضمانتونو په توګه یو عنصر کېدای شي.
د کریمیلین ویاند بیا دې ته غبرګون کې ویلي: "دا خورا یرغلګرانه وینا ده. دا د یوه هېواد د مشر وینا په توګه نه ښکاري، چې سولې ته لېوال وي. "
بروکسل غونډه په داسې مهال پیلېږي، چې د اوکرایین د ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي د پلرني ښار پر یوه هوټل د روسي ځواکونو توغندیز برید له کبله څلور کسان وژل شوي دي.
ښاغلي زېلینسکي ویلي، په دې هوټل کې ''د یوه خیریه سازمان رضاکار''، امریکایان او بریتانویان هم استوګن وو، چې له برید مخکې له خپلو خونو وتلي وو.
د هغو رپوټونو له مخې چې بي بي سي تائید کړي، په پینځو میاشتو کې دا دویم ځل دی، چې پر دې ودانۍ برید کېږي. د سنټرل هوټل په نامه د دې پنځه پوړیزې ودانۍ تصویرونه چې ۵۴ خونې لري، پر ګوګل نقشه د هوټل ودانۍ له پخوانیو تصویرونو ته ورته دي، دغه راز پر ودانۍ د ګوزار لګېدو پر مهال له ۳۰۰ متره لېرې یوه ثبت شوې ویډیو هم تائید شوې ده.
په ټول کې تېره شپه د اوکرایین پر بېلابېلو سیمو د روسي ځواکونو د بریدونو له کبله اته کسان وژل شوي دي.
د ځايي چارواکو په وینا دا توغندیز بریدونه په اوډېسه، دونیڅک، سومې او خارکایېف سیمو کې شوي، چې د دوی په خبره ملکي خلکو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
بل لور، د اوکرایین هوايي ځواک مسوولین وايي، تېره شپه یې د روسي ځواکونو له لوري د توغول شویو ۱۱۲ بریدګرو ډرونونو له ډلې ۶۸ غورځولي دي.