تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د لوږې بحران
- Author, محجوبه نوروزي
- دنده, په کابل کې د بي بي سي خبریاله
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په خپل وروستي راپور کې چې په ډسمبر میاشت کې خپور شوی، خبرداری ورکوي چې افغانستان د ژمي په رارسېدو سره په لسیزو کې د لوږې له ژورو بحرانونو څخه یوه ته ننوځي.
دغه نړیواله اداره وايي، په داسې حال کې چې ۱۷.۴ میلیونه خلک، چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس حسابېږي، له سختې لوږې سره مخامخ دي، دوی (ډبلیو ایف پي) د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۱۲ سلنه ترلاسه کړې او توانېدلي چې په وروستیو میاشتو کې یوازې د اړمنو خلکو یوې برخې ته خواړه چمتو کړي.
په ورته وخت کې د نړیوالو مرستو کمېدل او له ایران او پاکستان څخه د ۲.۴ میلیون کډوالو جبري راستنېدو پر هغو کورنیو بې ساري فشار راوړی چې وار دمخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي.
دا خبرداری په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام استازي جان ایلیف له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ورکړ، دا مرکه په یوه خورا سړه ورځ کې په کابل کې داسې حال کې ترسره شوه، چې غرنۍ لارې یو په بل پسې تړل کېدې.
د دې ادارې پیغام څرګند دی: د دې بحران په هکله د نړۍ بې پروايي یوازې افغانستان ته ګواښ نه دی، بلکې پایلې به یې په اروپا او لویدیځ کې هم محسوسې شي.
"افغانستان د لوږې له ژور بحران سره مخامخ دی"
په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام استازي جان ایلیف اوسنی وضعیت د "لوږې د ژور بحران" په توګه یاد کړ چې په وینا یې د تېرو کلونو پرتله ډېر سخت دی او په چټکۍ سره پراخېږي.
هغه وویل چې سږ کال افغانستان د څو عواملو له کبله کمزوری شوی دی، چې، ''په نړیوالو مرستو کې چټک کمښت، د اقتصادي فشار تېز زیاتوالی، او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو په لویه کچه راستنېدل'' پکې شامل دي.
هغه وويل، له ايران او پاکستانه د ۲.۷ مليونو خلکو راستنېدل، چې پخوا يې عايد په افغانستان کې د دوی د کورنيو لپاره د ژوند يوازينۍ سرچينه وه، "د زرګونو بې وزلو کورنيو لپاره د عاید لاره پرې کړې ده" او ناڅاپه يې د مرستو غوښتنه زياته شوې ده.
ښاغلي ایلیف په ټینګار وايي، د اړتياوو له دومره لوی زياتوالي سره سره د خوړو نړيوال پروګرام د خپلو لازمو مرستو يوازې ۱۲ سلنه ترلاسه کړې او په دې وروستيو مياشتو کې يې يوازې د ۱۷.۴ میليونو اړمنو کسانو څخه يوازې یو میليون خلکو ته د خوړو مرستې چمتو کړې دي.
دی وايي: "په یوه مناسب حالت کې، موږ باید وکولی شو چې دې ټولو خلکو ته خواړه ورکړو." "خو نن ورځ موږ په لسیزو کې له هغو لویو تشو څخه یو لرو چې موږ یې لیدلې دي."
ژمی؛ د ځورونکو انتخابونو موسم: نړیوال ملاتړ چېرې دی؟
د افغانستان لپاره د نړیوال خوراکي پروګرام استازی وايي چې ژمی، یا په بله معنی اصلي فشار لا نه دی راغلی.
هغسې چې یخني زیاتېږي، کلیو ته لاسرسی کم شوی او خلک باید د خپلو کورونو ګرم ساتلو یا پر دسترخوان د خوړو درلودلو ترمنځ یو انتخاب وکړي.
هغه وايي: "ژمی تل د لوږې او خوارځواکۍ د بحران اوج وخت وي،" خو سږکال د مرستو بې ساري کمښت سره، وضعیت نور هم له کنټروله بهر شوی دی.
دی خبرداری ورکوي چې د ډسمبر له پیل وروسته به په غرنیو سیمو کې شاوخوا دوه میلیونه خلک عملاً مرستو ته ځکه لاسرسی و نه لري، چې درنې واورې لارې بندوي او د خوړو رسولو چارې په ټپه درېږي.
ښاغلی ایلیف وايي، د غور، بامیان، بدخشان او پنجشیر په څېر ولایتونو کې ډېر خلک وايي چې د ژمي په شپږو میاشتو کې دوی یوازې "ژوندي پاتې کېږي". په داسې سیمو کې که چېرې کورنۍ مخکې له مخکې کافي خواړه زېرمه نه کړي، د لوږې له امله د مړینې خطر خورا لوړ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام راپور ښيي چې افغانستان سږ کال د خوارځواکۍ په کچه کې تر ټولو لوړ زیاتوالي ته رسېدلی دی. ایلیف وايي، راتلونکی کال به ۴.۹ میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له کبله درملنې ته اړتیا ولري.
هغه وايي، په ماشومانو کې خوارځواکي تل په افغانستان کې یوه لویه ننګونه وه، خو هغه څه چې سږ کال ډېر اندېښمنونکي دي هغه د ښځو او په ځانګړې توګه د مېندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو د ستونزو بې ساری زیاتوالی دی.
دغه ښځې تر ټولو ډېرو کالوريو ته اړتیاوې لري او د مرستو کمښت پر دوی مخامخ اغېز کوي.
ښاغلی ایلیف وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام له کلونو راهیسې هره میاشت له ۷۰۰،۰۰۰ څخه تر ۸۰۰،۰۰۰ پورې خوارځواکو ښځو او ماشومانو ته خواړه چمتو کوي، خو د راتلونکې میاشتې لپاره د دې ملاتړ تضمین نه شي کېدا:
"دا ښځې لا دمخه په څنډه کې وې،" هغه وايي. "اوس د دوی د غېږې ماشومان وږي دي."
له ایلیف نه مو وپوښتل چې روان وضعیت په اړه خپل شخصي نظر ووایي نو سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او راته یې وویل چې:"دا وضعیت پر ما ژور اغېز کوي. ان په بشري بحرانونو کې له ۳۳ کلونو کار وروسته، زه د مسوولیت او په ورته مهال بې وسۍ احساس کوم، کله چې زه ګورم خلک څنګه له لوږې، تاوتریخوالي او ناهیلۍ سره مخامخ دي. دا هغه څه دي چې ما هڅوي چې د افغانستان کیسه نړیوالو ته بیان کړم."
ښځې په محدودیتونو کې: ډېر یې وايي چې دوی د ژوندي پاتې کېدو "هیڅ لاره نه لري"
د نړیوال خوراکي پروګرام استازي بي بي سي ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د بحران نښې یوازې په احصایو یا شمېرو کې نه لیدل کېږي، بلکې دغه وضعیت د سازمان د مرستې څانګو سره د ښځو لخوا په بېړنيو اړیکو کې هم منعکس کېږي.
هغه وايي چې د عاجلې مرستې ترلاسه کولو لپاره د دوی ټیلیفوني شمېرې ته د ښځو زنګ په اړیکو نیولو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
هغه وویل: "ځینې ښځې زنګ وهي او وايي چې دوی د ژوند دوام لپاره هېڅ لاره نه لري."
یوه له هغو زړه بوږنوونکو خبرو څخه چې هغه یې یادونه کوي د هېواد په سویل کې د یوې مېرمنې ده چې وايي، کورنۍ یې د خوړو برابرولو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او د لوږې له زیاتوالي سره د هغې د مېړه تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.
هغه وايي، دغه کورنۍ اړ شوه چې خپله ۱۲ کلنه لور یو ۴۰ کلن سړي ته واده کړي، چې د ځايي اوسېدونکو په خبره په نشه يي توکو روږدی و، او دوی یوازې د دې لپاره لور ورته واده کړه، چې دوی یو څه خواړه ترلاسه کړي.
د مرستندویه سازمانونو د کار په اړه یوه له مهمو پوښتنو څخه د دوی د څارنې او مرستې رسولو پر وړتیا د طالبانو د بندیزونو اغیز دی.
هغه وويل، سره له دې چې محدودیتونه شته، خو د ډبلیو ایف پي مرستو ته د ښځو لاسرسي کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی او د پروګرام ۹۵ سلنه ځایونه لا هم د ښځو لپاره د لاسرسي وړ دي.
دی وايي، ښځې پخپله د مرستې ترلاسه کولو لپاره راځي، دا هغه شمېره ده چې په ۲۰۲۱ کې د واک له بدلون څخه مخکې وضعیت سره ډېر توپیر نه لري.
هغه وویل، اصلي ننګونه په مرستندویه ادارو کې د ښځینه کارکوونکو سره ده، د دوی لپاره کاري ځای سخت شوی، خو هغه ټینګار وکړ چې اداره "د ښځو د شتون لپاره په ځايي توګه د حل لارو موندلو لپاره هوډمنه ده."
هغه وايي چې د روغتیا او تغذیې څانګې، چې د ښځو لپاره د خدماتو وړاندې کولو لپاره مهمې دي، فعالې دي او ښځینه څارونکې هم کولی شي په ډېری ځایونو کې له مرستې ترلاسه کونکو مېرمنو سره شتون ولري او اړیکه ونیسي.
"د مرستو انحراف" او د افغانستان لپاره د نړیوال ملاتړ اړتیا
په دا وروستیو کلونو کې په ځینو سیمو کې د مرستو انحراف په اړه اندېښنې وې.
د ډبلیو ایف پي استازی تاییدوي چې د مرستو د انحراف هڅې شوې دي، خو وايي چې دا هڅې په ځايي کچه دي او "هیڅکله لویې کچې ته نه دي رسېدلي."
د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړی چارواکی وايي، په هره قضیه کې، ډبلیو ایف پي د مرستو د شفافیت او بېرته راستنېدو پروسه ترسره کولو سره د وېش مخه نیول شوې ده.
د نوموړي په خبره چې ځینې وختونه دا اړینه ده چې د ستونزو د حل لپاره کابل او وزارتونو ته شخړې راجع شي.
ښاغلی ایلیف ټینګار کوي چې د مرستو لپاره د وړ کسانو د ټاکلو سیسټم څو اړخیز او کره دی او د ځایی کمېټو څخه تر خپلواکو کارکوونکو او د ډبلیو ایف پي څارونکو پورې د ټولو لخوا څارل کېږي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان استازی وايي: "د بسپنه ورکوونکو سرچینو یو ډالر هم باید ضایع نه شي." "په ځانګړي توګه په هغه کال کې چې مرستې بې ساري راټیټې شوې وي."
یوه مهمه پوښتنه دا ده چې ولې نړۍ باید د لسګونو نورو بحرانونو په منځ کې له افغانستان سره مرسته وکړي؟
جان ایلیف وايي چې د بحران د سخت والي او د نړیوالې ټولنې د "تاریخي مسوولیت" له امله افغانستان یوه ځانګړې قضیه ده. هغه په ګوته کوي چې افغانستان د ۲۰ کلونو جګړه تجربه کړې او ملکي وګړو په دې کلونو کې درنه بیه پرې کړې.
هغه وايي چې د افغانستان له پامه غورځول یوازې د بشري بحران پریښودل نه دي، بلکې پایلې به یې ټولې نړۍ ته ورسیږي.
ښاغلی ایلیف وايي: لوږه کډوالي رامنځته کوي. ډېری خلک پوهېږي چې په دې هېواد کې لږ فرصتونه شته او لکه څنګه چې لوږه ډېرېږي، ډېر وګړي به د کډوالۍ خطرناکې لارې ته مخه کړي."
د بحران ټکی: د ۲۰۲۵ کال ژمی
هغسې چې ژمی رانژدې کېږي او غرنۍ لارې تړل کېږي، ایلیف او د هغه همکاران په زیاتېدونکې توګه اندېښمن دي.
هغه وايي، سږ کال خلک نه د زېرمه کولو لپاره کافي خواړه لري او نه هم له بازاره د خوړو د اخیستلو لپاره پیسې لري او وروستیو وچکالیو د خلکو د خوراکي توکو رسولو وړتیا کچه نږدې صفر ته راټیټه کړې ده.
هغه وايي: "زه اندېښمن یم چې کله موږ په مارچ یا اپریل کې لېرې پرتو کلیو ته ورسېږو، نو موږ به د ماشومانو د مړینې له زړه ماتوونکو کیسو خبر شو."
د مرکې په پای کې، ایلیف، په نړیوالو بحرانونو کې د خپلو درېیو لسیزو تجربو ته په اشارې سره وايي چې هغه وضعیت چې هغه نن په افغانستان کې ویني، له هغو ناوړه هغو څخه یو دی چې هغه په خپل مسلکي ژوند کې لیدلی دی.
دی له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې افغانستان هیر نه کړي: "دا کړکېچ یوازې افغانستان ته ګواښ نه دی، پایلې یې نړیوالې دي. بې ثباته افغانستان د هیچا په ګټه نه دی."