له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو ضرب الاجل په اړه ضد او نقیض خبرونه خپاره شوي

د اسوشېټېډ پرېس (اې‌پي) خبري اژانس وايي، داسې اسناد یې لیدلي چې ښيي، پاکستاني چارواکو له دې هېواده د هغو کسانو چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، وتلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل، د اپریل میاشتې تر ۱۰مې نېټې غځولی دی.

د اې‌پي په رپوټ کې ویل شوي، دا ضرب الاجل د کوچني اختر په مناسبت تر نهو ورځو غځول شوی دی.

پاکستاني چارواکو له دې مخکې په دې هېواد کې په غیر قانوني توګه مېشت کډوالو ته چې ډېری یې افغانان دي، په خپله خوښه د وتلو لپاره د مارچ میاشتې ۳۱ مه نېټه ټاکلې وه، چې همدا نن ده او په پاکستان کې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و، هغه افغان کډوال به هم بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې افغان سټیزن کارډونه لري. یاد کارتونه د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته ورکړي وو او د دغو کسانو ټول معلومات له حکومت سره ثبت دي.

د اې‌پي رپوټ کې ویل شوي، دوی د پاکستان حکومت داسې اسناد لیدلي، چې د اپریل لسمه د غیر قانوني کډوالو لپاره له پاکستانه د وتلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې.

له دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، هغه بهرنیان به د اپریل له لومړۍ ورځې وروسته ونیسي او له هېواده به یې وباسي، چې په دې هېواد کې له قانوني اسنادو پرته مېشت دي.

پاکستان له دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د غیر قانوني کډوالو ایستلو لړۍ پیل کړې وه او اوس د هماغې لړۍ دویمه کړۍ پیلوي، چې بشري حقونو پرې سختې نیوکې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو سازمانونو هم له پاکستاني چارواکو غوښتي چې په زور هغه کډوال و نه شړي، چې په دې هېواد کې مېشت دي.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي، پاکستان له دوی سره د کډوالو ایستلو په هکله مشوره نه ده کړې.

د اې پي رپوټ کې د طالبانو حکومت کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت یوه ویاند عبدالمطلب حقاني له قوله ویل شوي: ''موږ له دوی سره خپلې ستونزې شریکې کړې او دوی ته مو وویل، چې په یو اړخیز ډول د کډوالو ایستل نه د دوی په ګټه دي او نه هم زموږ په ګټه. د دوی په ګټه ځکه نه ده، چې په داسې توګه دوی (کډوالو) ایستل به د پاکستان پر ضد کرکه ډېره کړي. زموږ لپاره خو طبیعي ده، چې د ګڼ شمېر بېرته ستنېدونکو افغانانو سمبالول یوه ننګونه ده. موږ له دوی غوښتي چې باید د یوه میکانیزم او دوه اړخیز تفاهم له مخې ستانه شي، چې کډوال له درناوي سره ستانه شي.''

بل لور په پېښور او اسلام‌اباد کې دوو ځايي خبریالانو بي‌بي‌سي ته وویل، د کورنیو چارو ایالتي وزارت فدرالي حکومت ته وړاندیز کړی و، چې د اختر په مناسبت باید د کډوالو ایستلو چاره وځنډول شي، خو په خبره یې تر اوسه پورې یې په دې هکله د فدرالي حکومت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

دغه خبریالان وايي، دوی په پاکستان کې د کډوالو چارو له کمشنرۍ سره هم تماس نیولی هغوی ورته ویلي چې دوی ته د ضرب الاجل غځول کېدو په هکله خبر نه دی ورکړل شوی او هماغه د اپریل میاشتې لومړنۍ نېټې ضرب الاجل ورته ویل شوي وو.

د پاکستان فدرالي حکومت د مارچ په لومړیو کې له ۲۰ لکوو د ډېرو افغان کډوالو بېرته خپل هېواد ته د لېږلو د پالیسۍ عملي کولو لپاره د اسلام‌اباد ادارې او څلور ایالتونو ته لارښوونې وکړې او له هغوی یې د اړینو ګامونو اخیستلو غوښتنه وکړه.

د فدرالي پلازمېنې اسلام‌اباد ادارې او څلورو ایالتي حکومتونو ته ویل شوي وو چې په خپلو سیمو کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر او د هغوی تازه حالت په اړه جزییات ورکړي.

سربېره پر دې، له اړوندو ایالتي ادارو غوښتنه شوې چې د زندانونو ترڅنګ هغه احتمالي ځایونه هم مشخص کړي چېرې چې د مارچ د ۳۱مې نېټې له تېرېدو وروسته پاتې افغان کډوال په لومړي پړاو کې ساتل کېدای شي.

پاکستاني چارواکي وايي، هغه افغان کډوال چې پاکستان کې ثبت شوي دي، د جون میاشتې تر ۳۰مې پورې په دغه هېواد کې پاتې کېدای شي او هغه افغانان چې درېیم هېواد ته د تلو په تمه پاکستان کې مېشت دي، باید د مارچ میاشتې له ۳۱مې وروسته له پلازمېنې اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو ووځي.

پاکستاني چارواکي وايي، د نورو هېوادونو له دیپلوماتیکو ماموریتونو سره په شریکه کار کوي، چې د نورو هېوادونو د ویزو په تمه مېشت افغانان ولېږدوي او که داسې و نه شي، دوی به یې له خپل هېواده وباسي. د یادونې ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لسګونه زره افغانان له هېواده ووتل.

په دې کې له هغو کسانو سره چې په افغانستان کې یې د امریکا حکومت لپاره، رسنیو، مرستندویه ادارو او یا بشري حقونو لپاره کار کاوه د یوه پروګرام له مخې په امریکا کې د مېشت کېدو ژمنه شوې وه. خو په تېره جنورۍ کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالو پروګرام په ټپه ودراوه او له همدې کبله نژدې ۲۰ زره افغانان اوس له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.