د ګاونډیانو تر منځ څلورمه فوټبال سیالي: افغانستان د ایران پر وړاندې، دا ځل په تاجکستان کې

د عکس سرچینه، Pajhwok
- Author, فیروز مشعوف
- دنده, د فوټبال شنونکی
د کافا ملتونو جام دویم کال هم په پرلپسې توګه د مشرانو په کټګورۍ کې ترسره کیږي. د سیالیو درشل کې له ایران سره د افغانستان د فوټبال ملي ټیم لوبې ته سترګې ور اوښتې، ځکه یو ځل بیا افغانستان د اسیا له ځواکمنې لوبډلې سره لوبېږي.
د لوبې پر جزیاتو او هغه څه له غږېدو مخکې چې دا لوبه د دوو ګاونډیانو د مینهوالو لپاره مهموي، دا به ښه وي چې د کافا ملتونو اتلولۍ دویم پړاو څرنګوالي ته کتنه وکړو چې د مشرانو کټګورۍ کې تر سره کېږي او بیا یې هم دوه هېوادونه ګډ کوربانه دي.
د کافا یا مرکزي اسیا د فوټبال اتلولۍ د ګروپي پړاو لوبې نن جمعه مازیګر د افغانستان او ایران د فوټبال ملي ټیمونو ترمنځ د تاجکستان په حصار مرکزي لوبغالي کې پیلېږي.
د افغانستان ملي لوبډله له ایران، تاجکستان او هند سره د ټورنمنټ په دوهم ګروپ کې ده او د دوی لوبې به په تاجکستان کې ترسره شي.
افغانستان به د وږي په ۷، ۱۰ او ۱۳ په ترتیب له ایران، تاجکستان او هند سره مخ شي.
ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او عمان هم په الف ګروپ کې شامل دي او لوبې یې د ازبکستان په تاشکند کې ترسره کېږي.
په هر ګروپ کې دوه غوره لوبډلې به په مخامخ د سیالۍ پایلوبې ته لاره ومومي او تاشکند به یې کوربه وي.
د افغانستان او ایران لوبه مهمه ده
دا لوبه ممکن د ایران لپاره ډیره مهمه نه وي. دا طبیعي ده، ځکه چې د نړیوال جام په کچه سیاليګره لوبډله ممکن افغانستان، چې د فیفا په درجه بندۍ کې له دوی څو پوړه ښکته دی، ډیر جدي ونه بولي.
خو دا د افغان فوټبال مینوالو لپاره ساده لوبه نه ده. ان که مخالف ډیر پیاوړی وي او د لوبې پایله لا د مخه اټکل وي، بیا هم د افغانستان او ایران د ملي ټیمونو ترمنځ لوبه به د افغانستان د فوټبال په جغرافیا کې ډیر لیدونکي ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ سیالۍ تل ځانګړې وي، هغه که د فوټبال او یا بل څه وي.
د ایران فوټبال سره د افغانانو بلدتیا:
په افغانستان کې د فوټبال د پیاوړي لیګ او مناسبې فضا د نشتوالي او په ایران کې د افغان کډوالو د ډېر کلونه استوګنې له امله، د فوټبال ډېری افغان مینوال د ایران له ملي فوټبال او لیګ سره بلد دي او په حقیقت کې دا ویلی شو چې دوی د دغه هیواد د فوټبال په خوښیو او حساسیتونو کې برخه اخلي.
په ځانګړې توګه د هرات او نیمروز په څېر سرحدي ولایتونو کې، چې د ایراني لوبو ډېر اغېز لیدل کېږي، د دغه هیواد مشهور ټیمونه لکه استقلال او پرسیپولیس ان خپل ځانګړي مینوال لري.

د عکس سرچینه، ettelat Online
د سیالۍ په درشل کې د افغانستان ملي لوبډله څه حالت لري؟
د کاغذ پرمخ او په عمومي ډول د افغانستان فوټبال ښه حالت نه لري. د افغانستان لیګ له میاشتو راهیسې ځنډول شوی او د مالي ستونزو له امله، د هېواد د فوټبال فدراسیون نشي کولی چې یو دوامدار یا ان نیمه مسلکي لیګ ترسره کړي. په ملي کچه، ملي ټیم لاهم پر هغو لوبغاړو په تکیې سره جوړیږي چې په بهر کې ژوند کوي. بل د لوبغاړو پر جنجال سربېره افغانستان اوس د روزونکو د ګمارلو او ګوښه کولو په کړکېچ کې هم ایسار دی.
په نږدې یوه کال کې افغانستان تر اوسه درې روزونکي ګمارلي دي، چې د هېواد د فوټبال ملي ټیم کې ګډوډ وضعیت ښیي.
وروسته له هغه چې انګرېز لوبغاړي اشلي ویسټ ووډ د افغان فوټبال مدیرانو له چلن د نارضایتۍ له امله په یو اړخیزه توګه خپل قرارداد لغوه کړ او د هانګ کانګ مشر روزونکی شو، د افغانستان فوټبال فدراسیون د رسنیو او مینهوالو د سخت فشار له امله د ازبکستان عثمان توشوف د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه غوره کړ.
خو دغه انتخاب د ازبک روزونکي د شرایطو په پام کې نیولو سره له نیوکو ډک و، ځکه چې توشوف په وروستیو کلونو کې د روزونکي تجربه نه درلوده او تر ډېره یې د اسیا فوټبال کې د استاد په توګه کار کاوه.
د اسیا ملتونو جام د لومړي پړاو د وروستي غوراوي په لومړۍ لوبه کې له میانمار د لنډې مودې او مایوسوونکې ماتې وروسته، د افغانستان فوټبال فدراسیون له ښاغلي توشوف سره خپله همکاري پای ته ورسوله او بالاخره، له اوږدې چوپتیا وروسته د افغان لوبډلې لارښوونه د ایټالیا او نیپال د فوټبال ملي لوبډلې پخواني سر روزونکي البرټو انه زه ته وسپارل شوه.
د پخوانیو افغان روزونکو په څېر، البرټو ته هم ګډوډه او بې نظمه لوبډله ور په غاړه شوه او د اسیا جام لپاره د وړتیا په لاره کې افغانستان په دویمه لوبه کې، له سوریې د یو ګول په توپیر ماتې خوړلو سره دغه جام ته د افغانستان د وړتیا زیاتولو چانس تقریبا نور هم کم شو.
اوس د دې اتلولیو او له ایران سره د سختې سیالۍ په درشل کې ښاعلی البرټو د مختلفو دلایلو له امله خپل ډېری اصلي لوبغاړي نه لري او باید ځان د یوې پیاوړې لوبډلې پر وړاندې وازمایي چې ټاکلې وه په دې فیفا ډي کې له اروپایي یا د سویلي امریکا ټیمونو سره ولوبیږي، خو د کافا اتلولیو ته را ووتله.
ایران رسنیو کې له سخت فشار سره مخ دی
د ایران ملي لوبډله هم له خپل اصلي ترکیب سره په کافا سیالیو کې برخه نه اخلي. ډېری لوبغاړي یې لکه سردار ازمون او مهدي قایدي ژوبل دي او د ټیم د مشر روزونکي په وینا، ډیری نور لوبغاړي هم ځکه اوس له ملي لوبډلې سره نشته چې د کافا سیالۍ په فیفا کې نه کیږي.
له همدې امله به ایران په کافا کې په خپلو مجربو او ځوانو لوبغاړو سره چې د دغه د هېواد په لیګ کې لوبیږي له افغانستان او نورو سیالانو سره مخ شي.
خو په کافا سیالیو کې د ایران شتون د دغه هېواد په رسنیو کې د ټیم په اړه ډېرې نیوکې پیدا کړې دي.
د رسنیو فشار دا دی چې ایران، چې ټاکل شوې ده په راتلونکي کال کې د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې برخه واخلي، باید له قوي او لوړ پوړو ټیمونو سره مخ شي، نه هغه دلې چې په تخنیکي توګه له دې ډلې سره هیڅ مرسته نه کوي. خو مهمه خبره دا ده چې ایران د منځنۍ اسیا د فوټبال ټولنې غړی دی او د کافا د قوانینو او مقرراتو سره سم، په دې سیالیو کې ګډون ته اړ دی.
له بلې خوا په دې اتلولیو کې د مهدي طارمي په څېر د مشهورو لوبغاړو شتون، چې د نړۍ د فوټبال په لوړه کچه لوبه کوي، د دغه ټورنمنټ ارزښت نور زیاتوي.
په هر صورت ایران او ازبکستان د دې ټورنمنټ د ګټلو لومړی چانس لري او ممکن دا ځل فاینلیسټ وي او په کافا کې خپله اتلولي تکرار کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دواړو ټیمونو ترمنځ د سیالیو مخینه
د افغانستان او ایران ترمنځ د نن لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ د تاریخ څلورمه مخامخ لوبه ده. د دواړو ټیمونو ترمنځ په تېرو دریو لوبو کې، ایران دوه او افغانستان یوه ګټلې ده. لومړۍ لوبه په ۱۳۲۰ کال په کابل کې وشوه، چې افغانستان یو د صفر مقابل کې وګټله. خو ډېری ایراني خبري وېبپاڼو لوبه بې ګوله ثبت کړې ده، خو په دې وروستیو کې، د دواړو هېوادونو د اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو له خوا رسنیو ته افشا شوي شواهد او اسناد ښیې چې افغانستان لوبه په یو ګول ګټلې وه.
د دواړو ټیمونو ترمنځ دویمه لوبه اته کاله وروسته په ۱۳۲۸ کال په تهران کې ترسره شوه او پکې ایران خپل ګاونډي ته څلور د صفر مقابل کې ماتې ورکړه.
دریمه لوبه یې دوه کاله دمخه د ۱۴۰۲ کال دوبی په قرغیزستان کې د کافا سیالیو په لومړي پړاو کې ترسره شوه او بیا هم ایران افغانستان ته شپږ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه.
نن بیا دا دواړه لوبډلې په تاریخ کې د څلورم ځل لپاره له یو بل سره مخ کېږي او و به ولیدل شي چې دا ځل به پایله څه وي.








