تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیپال کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو له کبله لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور لادرکه دي
نیپال کې چارواکي وايي، د سختو بارانونو له کبله د سېلابونو او ځمکې ښویېدو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او ۶۹ نور لادرکه دي.
کېدای شي د مرکزي آسیا په دې هېواد کې د مړو شمېره لوړه شي ځکه بارانونو د پلازمینې کتمندو شاوخوا دره اغېزمنه کړې او تمه کېږي، چې تر سې شنبې به دوام وکړي.
په زرګونو کورونه چې سیندونو ته نږدې موقعیت لري سیلاب وران کړي او ډیرې لویې لارې بندې شوې، په خپرو شویو ویډیوګانو کې خلک لیدل کېږي چې د بامونو سر ته پورته شوي دي.
د باران کچه ۲۰۰ mm ته رسیدلې د کتمندو په دره کې ټولو سیندونو کې اوبه را پورته شوې او زیاته مړینه هم هالته پېښه شوې ده.
د ځمکښویېدنې له امله هم یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې د کتمندو ختیځ بهتاپور سیمه کې د ځمکې ښویېدنې له امله د یوه کور یوې امیندوارې ښځې او یوې څلور کلنې نجلۍ په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.
یو بس چې تر خاورو لاندې شوی دوه مړي ورنه را اېستل شوي دې ګاډې کې د چلوونکي په ګډون ۱۲ کسان سپاره وو.
د فوټبال شپږ لوبغاړي هم د ځمکې ښویېدنې له امله وژل شوي دوی د پلازمینې په سویل لویدیز کې په مکوانپور سیمه کې د فوټبال روزنیز مرکز کې وو چې تر خاورو لاندې شول.
نور کسان په سیلابونو کې د ډوبېدو له کبله مړه شوي دي.
څلور کسان په داسې حالت کې وبو وېوړل چې د نورو د ژغورلو هڅې یې کولې.
یوه عیني شاهد جیتندرا بهنډاري بي بي سي ته وویل، "په ساعتونو دوی د مرستې غوښتنه وکړه. موږ هیڅ نشو کولی."
د دغو کسانو له ډلې څخه درې تنه ژغورل شوي، خو یو تن لا هم ورک دی.
د نیپال د دولتي رادیو پر بنسټ تر اوسه پورې له ۲۰۰۰ ډیر کسان ژغورل شوي.
د دوی په خبره لږترلږه ۲۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.