ایران د 'بې‌حجابه ښځو موندلو لپاره د څار کامرې نصبوي'

ایراني پولیسو ویلي، ایراني چارواکو په عامه ځایونو کې د هغو ښځو د څارنې لپاره د څار کامرې لګول پیل کړي، چې په وینا یې حجاب نه لري.

پولیس زیاتوي، هغه ښځې چې د بې‌حجابۍ له کبله معلومې شي، لومړی به د خپلو وېښتانو د نه پټولو له کبله یو متني پیغام ترلاسه کوي.

ایراني پولیسو ویلي د دوی دا کار به یې د "حجاب د قانون د مقاومت" مخنیوي کې مرسته وکړي.

تېر کال په ایران کې وروسته تر هغه لوی لاریونونه پیل شول، چې کردۍ مهسا امیني د ایران د اخلاقو اړوندو پولیسو ونیوله او د دوی په بند کې مړه شوه.

له هماغه وخت راهیسې ګڼو ایراني ښځو د حجاب نه اغوستلو پرېکړه وکړه، که څه هم د دوی د نیولو وېره ډېر ده، خو دوی په لویو ښارونو کې د حجاب نه مراعاتولو هوکړه کړې ده.

په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له کودتا راهیسې د قانون له مخې، ښځې باید خپل وېښان په حجاب کې پټ کړي.‌

که ښځې قانون مراعات نه کړي نو مالي غرامت باید ورکړي یا ونیول شي.

د شنبې په ورځ د پولیسو له لوري خپره شوې ویناپاپه کې د اخلاقو له اړوندو مامورانو غوښتل شوي چې د تفتیش پرمهال قوانین مراعات کړي.

په ایران کې پر بې حجابه ښځو مخکې پرله پسې بریدونه هم شوي.

د یوه سړي وېډیو ډېره لاس په لاس شوې ده چې پر دوو بې حجابه ښځو ماستې ورشیندي،‌ وروسته دا دواړې ښځې د ایران د حجاب قانون پربنسټ نیول کېږي او سړی هم بندي کېږي.

په ایران کې له تېرې ډیسمبر میاشتې راهیسې زرګونه لاریونیان نیول شوي او څلور یې اعدام شوي دي، خو سخت‌دریځي لاهم د قانون پر پلي کولو ټینګار کوي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وړاندې وویل، چې د ایراني ښځو لپاره د حجاب مراعاتول یوه "دیني اړتیا" ده.‌

خو د دغه هېواد قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني ایجي د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې په پراخه کچه د ښځو ځپلو کمپاین د قانون مراعاتولو لپاره ښايي غوره لار نه وي.

ده وویل "کلتوري ستونزې باید په کلتوري وسیلو حل شي. که دا ډول ستونزه حلول د مخالفت کوونکو په بندیانولو کې وغواړو، نو ښايي مطلوبو پایلو ته ونه رسېږو".