عطا محمد نور: ‘د مطبوعاتي شهرت لپاره افغانستان کې د جنګ مخالف یوو’

د جمعیت اسلامي ګوند د یوې برخې مشر عطامحمد نور وايي، اوسمهال په افغانستان کې "د جګړې مخالف دی" او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غواړي چې خبرو ته کېني.

ښاغلي نور دغه څرګندونې "د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا" په نامه د یوې ټلوالې په انلاین غونډه کې کولې. دغه غونډه کې د مارشال دوستم، محمد محقق او یونس قانوني په ګډون ګڼو پخوانیو چارواکو ګډون کړی و.

عطامحمد نور چې د دغې شورا د رهبرۍ غړی دی وايي، "نه غواړو د مطبوعاتي شهرت لپاره جګړه وکړو." د نوموړي په ټکو "جګړه هغه وخت ګټه کوي چې مدیریت یې وکړای شو."

خو ښاغلی نور دا هم وايي، د هغو ډلو ستاینه کوي چې ځینې وخت په افغانستان کې دننه د بربدونو رپوټونه ورکوي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې پر امریکا هم توندې نېوکې وکړې چې د ده په وینا "له طالبانو سره په خبرو کې صادقه نه ده." هغه امریکا تورنه کړه چې له د طالبانو له حکومت سره په ښکېلتیا کې "دروغ وايي."

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ تېره میاشت له بي بي سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی و چې د طالبانو په ګډون د افغانستان له ټولو اړخونو سره ښکېلتیا ته ژمنه ده. خو ویل يې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ضد د چا "پوځي ملاتړ نه کوي."

د دغې شورا بل غړی محمد محقق چې په ترکیه کې اوسېږي، وايي لا هم تمه لري چې طالبانو سره خبرو ته کېني او "نهیلی شوی" نه دی. ښاغلي محقق هم پر امریکا تور پورې کړ چې د ده په ټکو په لوی لاس یې جمهوریت طالبانو ته وسپاره.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دوه ورځې وړاندې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي و، پخواني جهادي او قومي مشران افغانستان ته ستنېدلی شي خو په سیاست او حکومت کې برخه نه ورکوي.

د طالبانو د حکومت نژدې ټول مخالفان چې له افغانستانه بهر اوسېږي، په دغه هېواد کې د ټاکنو او ټولګډوني حکومت غوښتنه کوي- داسې څه چې طالب چارواکي وايي "باور پرې نه لري."

د "افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا" په نامه د ټلوالې انلاین غونډه کې پخواني لومړي مرستیال او د ملي جنبش ګوند مشر مارشال دوستم هم خبرې وکړې. نوموړي له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له امریکا غوښتنه وکړه چې ملاتړ یې وکړي او په "رسمیت یې وپېژني."

خو دا يې په ډاګه نه کړه چې له رسمیت پېژندنې یې موخه څه ده. د طالبانو د حکومت اکثره مخالفان په ترکیه، دوبۍ او ځینو نورو هېوادونو کې اوسېږي. پر دوی یوه نېوکه دا کېږي چې خپل منځ کې سره وېشلي دي او ګډ دریځ نه لري.