تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ لوبه؛ د تصویر په ژبه
افغانستان له بنګلهدېش سره د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام ۵۲مه لوبه کې بریا خپله کړه. افغانستان د اتو منډو په توپیر د بنګله دېش لوبډلې په ماتلو سره د شل اوریز جام نیمه پایلوبې ته ووت.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام نیمه پایلوبې ته لاره مومي. نیمه پایلوبې ته د افغانستان وتل په دې معنا هم ده چې اسټرالیا لوبډله د نړیوال جام له سیالیو بهر شوه. دلته د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د لوبې او د افغانستان له بریا وروسته د کرېکټ مینه والو د خوښیو څرګندولو یو شمېر صحنې په تصویري بڼه وینو.