ټرمپ او په افغانستان کې د پاتې وسلو لټون؛ " نیم میلیون امریکایۍ وسلې ورکې، پلورل شوې یا قاچاق شوې"

ټرمپ وايي، په پوځي پرېډ کې د طالبانو له خوا د امریکایي وسلو نندارې 'ډیر غوسه کړی'

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ وايي، په پوځي پرېډ کې د طالبانو له خوا د امریکایي وسلو نندارې 'ډیر غوسه کړی'

ګڼو سرچینو بي بي سي ته تایید کړې، شاوخوا "نیم میلیون وسلې" چې له امریکا په افغانستان کې پاتې شوې"ورکې، پلورل یا قاچاق شوي" دي.

امریکا په افغانستان کې د دوو لسیزو شتون په موده کې، له دغه هېواد سره تر ۱.۶ میلیونه ډیرو سپکو او درنو وسلو او پوځي تجهیزاتو مرسته کړې وه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې رپوټونه هم چې په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو په اړه څېړنه کوي وايي، "د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو لږ تر لږه نیمایي وسلې" چې د طالبانو لاس ته لوېدلې وې، "ورکې" دي.

د دغې کمېټې په اند، ورکې شوې وسلې به احتمالاً په تور بازار کې پلورل شوې وي یا ښايي له القاعدې سره تړلو ډلو ورته لاسرسی پیدا کړی وي.

د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې یوې سرچینې، چې رپوټونه چمتو کوي، بي بي سي ته تایید کړه، د وسلو د شمېرو په اړه یې له یو شمېر ډېرو سرچینو معلومات ترلاسه کړي دي. د هغو معلوماتو سربېره چې له غړو هېوادونو یې ترلاسه کړي، کمیټې د وسلو د وضعیت په اړه د پخواني حکومت او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره هم موضوع څارلې ده.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د قطر په دوحه کې د بندیزونو کمیټې سره په یوه غونډه کې تایید کړه چې له دوی سره "نیم میلیون وسلې او تجهیزات" نه شته، خو ډېر احتمال لري چې "په هېواد کې وي."

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د بي بي سي د موندنو په ځواب کې وویل: "اسلامي امارت د وسلو د ساتنې او خوندیتوب په اړه ډېر جدي دی، او د افغانستان ټولې سپکې او درنې وسلې په خوندي او ډاډمن ډول ساتل کېږي. "موږ د قاچاق او د وسلو د ورکېدو تورونه په کلکه ردوو."

ټرمپ: افغانستان د امریکا د وسلو تر ټولو ستر پلورونکی دی

ډونلډ ټرمپ په وار وار ویلي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې "د امریکایي وسلو ترټولو ستر پېر او پلور" کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ په وار وار ویلي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې "د امریکایي وسلو ترټولو ستر پېر او پلور" کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو راهیسې څو ځله ټینګار کړی چې طالبانو ته ور پاتې وسلې به بېرته واخلي. د کابینې په لومړۍ غونډه کې، هغه د ځینو دغو وسلو په اړه شمېرې هم وړاندې کړې.

ښاغلي ټرمپ وویل کله چې د طالبانو د ځواکونه له خوا له امریکایي وسلو سره پرېډ ګوري سخت یې په "غوسه" کوي، خو د خبرو او بحث په لهجه یې وویل، "زه غواړم په دې اړه غور وکړم. که موږ هغوی ته پیسې ورکړو، ستونزه نشته، خو زه غواړم، دوی هغه پوځي تجهیزات بېرته راکړي چې ورسره دي."

ټرمپ له افغانستان سره د امریکا د مرستو اندازه " تر دوه نیم میلیارد ډالرو پورې" وبلله، خو د سیګار د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته له ۹۰۰ میلیونه ډالرو کمې مرستې ورکړل شوې دي.

ډونلډ ټرمپ د خپلې کابینې په لومړۍ غونډه کې وویل، افغانستان "د امریکایي وسلو په تر ټولو لوی پلورونکي" بدل شوی دی. هغه زیاته کړه، امریکا په افغانستان کې "۷۷۷ زره سپکې وسلې او ۷۰۰۰۰ موټر" پرې ایښي دي. دا شمېرې تقریبا د امریکایي او افغان سرچینو لخوا له چمتو شویو شمېرو سره سمون لري.

د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونه، د دې وسلو په اړه اندېښمن دي چې د دوی په هېوادونو کې به د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي. اسلام اباد ویلي، ټي ټي پي (پاکستاني طالبان) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ په افغانستان کې د پاتې شویو امریکایي وسلو پر مټ پر پاکستاني پوځ بریدونه کوي.

د ۲۰۲۵ کال د فبروري په میاشت کې د کمیټې په ۳۵م رپوټ کې ویل شوي وو: " د ټي ټي پي، د اوزبېکستان اسلامي غورځنګ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، او جمعیت انصار الله په ګډون له القاعدې سره تړلې ډلې، هغو وسلو ته لاسرسی لري چې د طالبانو لاس ته لوېدلي یا یې په تور بازار کې اخلي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کمیټې په پنځلسم رپوټ کې راغلي، طالبانو خپلو سیمه ییزو قوماندانانو ته اجازه ورکړې چې د هغو وسلو "شل سلنه" وساتي چې دوی په جګړه کې نیولي دي. راپور زیاته کړې چې "د وسلو تور بازار تود دی؛ په هلمند کې کلاشینکوفونه په ۲۵۰ ډالرو، اېم ۱۶ په ۶۳۵ ډالرو او اېم-۴ په ۲۶۰۰ ډالرو اخیستل او پلورل کیږي."

په کندهار کې یوې باخبرې سرچینې بي بي سي ته وویل، د د طالبانو حکومت له راتګ تر یوه کال وروسته په کندهار کې د وسلو ازاد بازار موجود و، خو اوس پېر او پلور په پټه د واټس اپ له لارې کېږي. شتمن اشخاص او سیمه ییز قوماندانان هغه نوې او کارول شوې امریکایي وسلې او پوځي تجهیزات اخلي او پلوري، کومې چې تر ډېره د سي ای اې تر څارنې لاندې د "ځانګړو ځواکونو" په واک کې وې.

د امریکايي وسلو ارزښت څومره دی؟

په افغانستان کې ګڼې امریکایي بلک هاک چورلکې پاتې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې ګڼې امریکایي بلک هاک چورلکې پاتې شوې دي.

ډونلډ ټرمپ او د امریکا د دفاع وزیر ټام هګسټ په وار وار په افغانستان کې د امریکا د "۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت پرمختللو" وسلو یادونه کړې ده.

ظاهرا، دا شمېره د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) د دفتر له هغو رپوټونو اخیستل کېږي چې د پنټاګون په حواله یې ویلي و، په تېرو دوو لسیزو کې افغان پوځ ته د شاوخوا ۸۶ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې ورکړل شوې دي.

ټرمپ په ځانګړي ډول وايي: "دوی ټانکونه، زغره وال موټرونه، ټوپکونه، او د شپې لید کمرې واخیستې او زموږ پرتله یې ښې لري، دا د باور وړ نه ده."

خو د ۱.۶ میلیونه وسلو او تجهیزاتو له ډلې چې په دوو لسیزو کې افغانستان ته ورکړل شوې وې، دقیقې او کره شمېرې نشته، چې څومره یې د جګړو پر مهال له منځه تللې وې.

د امریکا پوځي کارپوهانو ویلي، پاتې شوې وسلې هومره "پرمختللې" نه دي لکه څنګه یې چې ټرمپ ادعا کوي. د امریکا د مرستو د پلټنې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان ساپکو، د ښاغلي ټرمپ له څرګندونو وروسته وویل، د دې وسلو ارزښت د هغو د بېرته ترلاسه کولو او ور لېږدولو له لګښته کم دی.

پنټاګون په افغانستان کې د پاتې وسلو ارزښت شاوخوا ۱.۷ میلیارده ډالره اټکل کوي او وايي، شاوخوا ۷۰ سلنه یې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

طالبان: د جګړې غنیمتونه بېرته نه ورکوو

طالبان په کابل کې له امریکایي اېم- ۱۶ ټوپکونو سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان په کابل کې له امریکایي اېم- ۱۶ ټوپکونو سره

طالبان له امریکايي وسلو سره پوځي پریډونه کوي، له هغې ډلې د کابل په څنډه بګرام کې، چې د امریکا او ناټو اصلي پوځي اډه وه. دوی نندارې ته د امریکايي وسلو اېښودل د خپلې "بریا" او مشروعیت سمبول ګڼي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډونلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وویل، دا وسلې "د جګړې غنیمتونه" دي او د ښاغلي ټرمپ څرګندونې یې د "احساساتو" پر بنسټ او له کره معلوماتو پرته انګېرلې دي.

ښاغلي مجاهد د افغانستان ملي ټلویزیون ته وویل، دا وسلې یې له پخوانۍ ادارې"نیولې" وې او ټینګار یې وکړ چې دا به "د هېواد د دفاع او زموږ پر وړاندې د هر ډول اقدام د مخنیوي لپاره وکارول شي."

ځینې افغانان دا د "مذاکراتو لپاره د فشار راوړلو وسیلې" په توګه ګڼي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي: "دواړه خواوې هڅه کوي چې له دې (فرصته) په ګټې اخیستنې د راتلونکو ګامونو په اړه بحثونه پیل کړي، خو دېته باید وکتل شي چې ایا دا به سمدستي پایلې ولري یا غوښتنې به څه وي."

د باخبرو سرچینو په وینا، طالبان د خپلو وسلو بېرته ورکولو په اړه فکر نه کوي، او ښايي دوی له داعش سره د مبارزې لپاره د نورو تجهیزاتو تمه هم ولري.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې رپوټ وايي، "طالبان د داعش-خراسان ډلې سره د مقابلې لپاره د هوایي عملیاتو وړتیاوو په لټه کې دي، ځکه ډېری طالب قوماندانان پوهېږي چې هوایی ځواک د یاغي ډلې پر وړاندې څه کولی شي."

طالبان په جدي توګه هېواد کې دننه د وسلو راټولو او هغو چورلکو بېرته تر لاسه کولو هڅه کوي چې ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوې وې. د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې، ازبکستان اعلان وکړ، دوی به هغه اووه امریکایي بلک هاک چورلکې چې د پخواني رژیم له نسکورېدو وروسته دې هېواد ته وړل شوې وې، امریکا ته وسپاري. د طالبانو د دفاع وزارت دا "د نه منلو وړ" وبلله او افغانستان ته یې د سپارلو غوښتنه وکړه.

امریکا په ۱۹۸۰ لسیزه کې مجاهدینو ته سټېنګر توغندي ورکړي، چې بیا یې د بېرته تر لاسه کولو لپاره میلیونونه ډالر ولګول. د هغو یو شمېر د ایران لاس ته هم لوېدلي وو.

طالبانو په امریکایي وسلو یو پوځ جوړ کړی دی

په کندهار کې د طالبانو انجنیران د اېم-۱۷ چورلکې د رغولو او په حال کې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په کندهار کې د طالبانو انجنیران د اېم-۱۷ چورلکې د رغولو او په حال کې.

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه تر وتلو وروسته، د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ادعا وکړه چې په افغانستان کې پاتې شوي تجهیزات یې "له منځه وړي" دي، خو په تېرو درې نیمو کلونو کې، د څارونکو د وړاندوینو برعکس، د طالبانو حکومت په امریکایي وسلو سمبال پوځ جوړ کړی او د سیالو ډلو پرتله یې پوځي برلاسی هم ترلاسه کړی دی.

د افغانستان هوايي ځواک ۲۳۵ الوتکې درلودې، چې ۴۰ بلک هاک چورلکې او ۶۳ روسي اېم ای ۱۷ پکې شاملې وې.

د طالبانو ځواکونو په بریالۍ توګه له اېم۱۷ ترانسپورتي چورلکو، اېم-۲۴ بریدګرو چورلکو، او اېم ډي-۵۰۰ بڼې بریدګرو چورلکو کار اخیستی دی. د طالبانو حکومت وايي، دوی ۶۰ الوتکې په واک کې لري، دا شمېرې په ۲۰۲۳ کال کې ۴۰ وې او نورې هم رغول کېږي.

د افغان پوځ یو پخوانی جنرال، حبیب حصاري وايي، په تېرو دوو لسیزو کې ټولې امریکایي سپکې او درنې وسلې په اغېزمنه توګه کارول شوې دي او د طالبانو حکومت له پخوانیو روزل شویو کارکوونکو کار اخلي. هغه زیاتوي، په تېرو جګړو کې هم، طالبانو په ځینو وسلو کې تجهیزات ورلګولي وو، د بېلګې په توګه پر اېم- ۱۶ ټوپکونو د شپې لید دوربینونو نصبول.

د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا ادارې سرچینې وايي، سلګونه هاموې، اېم ار اې پي او بلک هاک په کندهار کې په ګودامونو کې پاتې دي چې ګټه نه وه ترې اخیستل شوې.

جنرال کینت مک کینزي، چې په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو د هغه وخت قوماندې مرکز (سینټکام) قومندان و او د افغانستان د سیمې مسؤلیت یې هم پر غاړه و، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه وویل، امریکایي ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې لسګونه زغره وال موټرونه او ۷۳ الوتکې، چې څلور سي- ۲۰۸ ډوله الوتکې هم پکې شاملې وې، له فعالیته غورځولي او "د الوتنې وړ نه دي."

خو د دفاع وزارت د تدارکاتو یو پخوانی چارواکی وايي، د هاموې پرزې په تور بازار کې پیدا کېږي او په کور دننه رغول کېدای شي.

د طالبانو د دفاع وزارت له سل تر ۱۵۰ زره پوځ د جوړولو خبره کوي، خو د خپلو وسلو او تجهیزاتو شمېر نه اعلانوي. د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم د دفاع وزارت له جوړښت بهر او خپلواک لسګونو زرو کسانو یو ځانګړی ځواک جوړ کړی دی.