پوتین د اذربایجانۍ الوتکې د لوېدو له امله بښنه غوښتې، خو روسیه یې ملامته نه ده ګڼلې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل ګاونډي اذربایجان له ولسمشر د یوې ملکي مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو له امله بښنه غوښتې، چې په روسي فضایي حریم کې راولوېده او ۳۸ کسان په کې ووژل شول، خو هغه دا ونه ویل چې روسیه په دې پېښه کې مسؤله ده.

پوتین د کریسمس په ورځ (۲۵ ډسمبر) د دې پېښې په اړه په خپلو لومړیو څرګندونو کې وویل چې دا "دردوونکې پېښه" هغه مهال رامنځته شوه چې د روسیې د هوايي دفاع سیستمونو د اوکراییني بې‌پيلوټه الوتکو د مخنیوي هڅه کوله.

راپورونه وايي کله چې الوتکې د چیچنیا په سیمه کې د ښکته کېدو هڅه کوله، د روسیې د هوايي دفاع سیسټم لخوا ویشتل شوې وه، چې په پایله کې یې الوتکه اړ شوه د کسپین سمندر له لارې خپله لاره بدله کړي.

امریکا وایي ښايي‌ روسیه د اذربایجانۍ الوتکې د غورځېدو مسوله وي

د امریکا متحد ایالتونه وایي داسې شواهد لري چې ښیي چارشنبه (د ډسمبر ۲۵مه) قزاقستان کې د اذربایجان هوايي‌ شرکت غورځېدلې مساپر وړونکې الوتکه ښايي د روسیې دفاعي سیستم لخوا په نښه شوې وي.‌

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د دغو شواهدو جزییات نه دي ورکړي، خو رسنیو ته یې ویلي چې امریکا د دې پېښې په تړاو څېړنو کې د مرستې وړاندیز کړی دی.

فکر کېږي دا الوتکه به چې چیچنیا ته روانه وه، په دغه جمهوریت کې تر ناستې مخکې د روسیې دفاعي سیستم په وسیله ویشتل شوې وي، چې بیا یې مسیر د کاسپین بحېرې له لارې قزاقستان ته بدل کړی او هلته غورځېدلې ده.

په دې پېښه کې ۳۸ مساپر وژل شوي خو ۲۹ نور ژوندي وتلي وو. ژوندي پاتې کسان اوس د چاودنو اورېدو خبره کوي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې د ښاغلي‌ کربي له خولې لیکلي، هغه نښې نښانې چې امریکا کتلي، تر غورځېدو وروسته له دې الوتکې له اخیستل شویو عکسونو ورهاخوا دي.

تر دې ورمخکې د جمعې پر ورځ د اذربایجان هوايي شرکت اعلان کړی و چې د دې پېښې په اړه د دوی د څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي، چې پېښه د "بهرنۍ فیزیکي مداخلې" له کبله رامنځ ته شوې ده.

د اذربایجان ټرانسپورټ وزیر رشید نبیوف د جمعې پر ورځ د دې موضوع په هکله خبرو کې وویل، ټولو ''ژوندي پاتې کسانو'' په یوه خوله ویلي، چې کله الوتکه د ګرزوني په هوا کې وه، د دریو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.

دی وايي، ''اوس به په دې هکله پلټنه کېږي، چې له څه ډول وسلې، بلکې ښه به دا وي، چې ووایم له څه ډول توغندي کار اخیستل شوی دی.''

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ (کریمیلن) په دې هکله له څه ویلو ډډه کړې، خو د روسیې ملکي هوايي چلن ادارې مشر وايي، هغه مهال په ګروزني کې ''وضعیت خورا پېچلی و'' او د تړلي هوايي حریم پروټوکول امر پلی شوی و.

په هغه ویډیويي پیغام کې چې د روسیې رسمي خبري اژانس تاس خپور کړی، د روساویاتسیا ادارې مشر دیمتري یادروف وايي: ''د اوکرایین جنګي ډرونونو په ګروزني او ولادیکافکاز ښارونو کې پر ملکي تاسیساتو ترهګریز بریدونه کول، له همدې کبله په ګروزني هوايي ډګر کې یو (کارپټ پلان) و، چې له مخې یې له ځانګړې سیمې د ټولو الوتنو سملاسي ګرځول په پام کې نیول شوي و.''

نوموړي زیاته کړه، ''دغه راز د ګروزني هوايي ډګر سیمه په سختو لړو کې پټه وه''.

له دې وروسته د جمعې پر ورځ د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند جان کیربي وویل، امریکا داسې ''لومړنۍ شواهد'' لیدلي، چې ښايي دغه الوتکه د روسیې دافع هوايي سیسټم لخوا په نښه شوې وي، خو نوموړي له نورو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.

واشنګټن پوسټ د ښاغلي کیربي په حواله وايي، هغه شواهد چې امریکا لیدلي د الوتکې پر بدنه د ویجاړۍ له تصویرونو پرته نور څه دي.

د اوکرایین ولسمشرۍ دفتر ویاند اندرې یرماک بیا په دې هکله وايي، له روسیې سره باید محاسبه وشي.

سیمه ییزو چارواکو له پېښې وروسته ویلي و، یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۷۰ کسان پکې سپاره وو، په قزاقستان کې لوېدلې ده. د قزاقستان چارواکو په خبره، پېښه کې ۳۸ کسان وژل شوي او پاتې نور کسان له پېښې ژوندي راوتلي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د اذربایجان ایرلاینز دا جې ۲-۸۲۴۳ الوتنه د اذربایجان له پلازمېنې باکو د روسیې ګروزني ښار ته کېده.

د رویټرز خبري اژانس لخوا تایید شوې وېډیو ښیي چې الوتکه په لوړ سرعت د ځمکې خوا ته د راکوزېدو په حال کې وه او ټایرونه یې ډېر ټیټ وو. د الوتکې د ځمکې ناستې هڅې وروسته څو ثانیې، د اور لویې لمبې پورته شوې.

یاد هوايي شرکت ویلي چې الوتکې له اکټاو څخه تقریباً درې کیلومتره (۱.۹ میله) لېرې "د بېړنۍ ناستې" هڅه وکړه. د فلاییټ رادار۲۴ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دا الوتکه د چهارشنبې پر ورځ (د ګرېنویچ پر وخت سهار ۳:۵۵ بجې) له باکو الوتلې وه او شاوخوا ۰۶:۲۸ غورځېدلې.

د ترانسپورت وزارت ویلي، په امبرایر ۱۹۰ الوتکه کې ۶۳ مسافر او ۵ عمله وه. په مساپرو کې ډېری یې د اذربایجان وګړي وو، خو د روسیې، قزاقستان او قرغیزستان مساپر هم پکې وو.