سپينه ماڼۍ وايي "په نژدې راتلونکې کې د ټرمپ او پوتين د لیدنې پلان نشته"

د سپينې ماڼۍ يوه چارواکي ویلي د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ليدنې "هېڅ پلان په نژدې راتلونکي کې نشته."

نژدې يوه اوونۍ وړاندې له ولادمير پوتين سره د دوه نيم ساعته خبرو اترو وروسته ټرمپ اعلان وکړ چې په راتلونکو دوو اونيو کې به له خپل روسي سيال سره په بوداپېست کې وګوري.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو او د هغه د روسي سيال سرګي لاوروف ترمنځ لومړنۍ غونډه ټاکل شوې وه چې روانه اوونۍ ترسره شي خو سپينې ماڼۍ ويلي، دواړو خواو "رغنده" خبرې اترې کړې او دا چې مخامخ ليدنې ته "اړتيا نه وه."

داسې ښکاري چې د امریکا د وړانديزونو او د سولې لپاره د روسيې د شرايطو تر منځ توپير ښکاري. راپورته شوې ګنګوسې وايي، همدا د غونډې د لغوه کېدو سبب شوې دي.

یو لوړ پوړي اروپايي ډیپلومات رویټرز ته ويلي، "داسې ښکاري چې روسانو داسې غوښتنې کړې چې امریکایانو ته یې دا روښانه کړه چې په بوداپېست کې به هېڅ موافقه ونشي."

ځينې راپورونو وايي په امريکا کې د زېلنسکي او ټرمپ ترمنځ ليدنه کې يو ځل بيا په "لوړ اواز" خبرې شوې دي. سرچينې وايي ټرمپ له زېلېنسکي غوښتي وو چې د روسيې سره د يوې معاملې د یوې برخې په توګه د دونیڅک او لوهانسک ختيځې سیمې چې د ډونباس په نامه يادېږی روسيې ته وسپاري.

خو زېلېنسکي په دوامداره توګه ټينګار کړی چې د دونباس سيمې به چاته ونه سپاري.

د دوشنبې په ورځ ټرمپ د اوکرايين او اروپايي مشرانو له خوا د وړانديز شوی اوربند هرکلی وکړ.

ويل کېږي د پلان موخه په لومړيو کرښو کې د جګړې درول دي.

ټرمپ وړاندې پر ټولنيزو رسنيو ليکلي وو چې "روسیه او اوکرايين بايد په خپلو ځايونو پاتې شي." مطلب یې اوسنۍ کرښې وې.

زېلېنسکي په ځواب کې وويل چې سملاسي اوربند ته چمتو دی خو ټينګار یې وکړ چې "اوکرايين تيار نه دی جې يرغلګرو ته کوم څه په ډالۍ کې ورکړي."

د جګړې کرښو د درېدو د وړانديز په اړه د روسيې د ولسمشر وياند دېمېتري پېسکوف د دوشنبې په ورځ وويل، د روسیې دريځ "نه دی بدل شوی".

مسکو څو ځله غوښتنه کړې چې د اوکرايين پوځونه دې د هېواد له څلورو جنوب ختيځو سيمو لکه دونيڅک، لوهانسک (دواړو ته دونباس ويل کېږي)، زپورژيا او خېرسون څخه په بشپړ ډول ووځي او همدا راز یې ځينې نور سخت شرطونه هم وړاندې کړې دي.

کيېف او متحدین یې دا غوښتنې د تسلیمۍ يا ماتې منلو سره برابرې بولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ وویل، مسکو یوازې "دوامداره، اوږدمهاله سوله" غواړي.

په دې وروستیو کې، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس، پرته له دې چې مستقیم ډونلډ ټرمپ ته اشاره وکړي، ويلي چې د اروپايي ټولنې غړي باید د اوکرایین د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرایين بشپړ يرغل وکړ. دا مهال روسيه د اوکرايين شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر کنټرول لاندې لري چې په هغو کې د کريميا ټاپووزمه چې مسکو په ۲۰۱۴ لاندې کړې هم شامله ده.