تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه ورزشي لوبې چې لوبغاړي پکې "درغلۍ" ته هڅول کېږي
له لسیزو راهیسې د هغو موادو یا درملو کارولو پر ورزشي سیالیو سیوری غوړولی چې د بدن وړتیا یا ځواکمنتیا ډېروي. په دې ترڅ کې د لوبو د نړۍ ځينو وتلو ستورو هم وروسته له هغه خپل مډالونه بېرته له لاسه ورکړل چې ثابته شوه د خپل بدن د وړتیا لوړولو لپاره یې ځينې منع شوي مواد یا ناقانونه درمل کارولي دي.
خو وبه یې منئ چې په نړۍ کې ځينې داسې سیالۍ هم شته چې د دا ډول درملو کارول پکې منع خو یو ځل نه دي چې ان لوبغاړي هڅول کېږي هم چې ویې کاروي؟
'اېنهېنسډ ګېمز' یا داسې لوبو ته ښه راغلاست چې پر لوبغاړو بندیز نه شته چې د بدن د وړتیا لوړولو درمل استعمال کړي.
د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې په لاسوېګاس کې د دا ډول لوبو لومړۍ سیالۍ پلان شوې دي چې که یو خوا به لوبغاړي د بدني وړتیا لوړولو درملو د کارولو له معاینې پکې خلاص وي نو بلخوا به دا ډول مواد وړیا پرې وېشل کېږي.
دا لوبې د اسټرالیاوي سوداګر ارون ډيسوزا د فکري نوښت په ترڅ کې جوړېږي او دی په دې نظر دی چې وايي، لوبغاړي باید دا واک ولري چې له خپل بدن سره هغه څه وکړای شي چې په ځان یې لورېږي.
د پانګونې یوه بنسټ چې ډونلډ ټرمپ جونیر (د امریکا د ولسمشر زوی) او میلیاردر سوداګر پيټر تېيل یې هم برخه دي، د ښاغلي ډيسوزا پر دې مفکورې پانګونه کړې ده.
دا څه لومړی ځل په ۲۰۲۳ کې د یو میلیون نغدي جایزې د ترلاسه کولو د یوه فرصت په توګه د یوې مفکورې په حد کې پیل شو چې په ترڅ کې یې نړیوال ریکارډ مات شو.
د لوبو تنظیموونکو وویل چې د دوی له لوري له ټاکل شوو شرايطو سره سم یوناني لامبو وهونکي کریسټين ګکولومیف د ۵۰ متره ازادې لامبو وهنې په برخه کې تر ریکارډ جوړوونکي کس چټکه لامبو وکړه او هغه ریکارډ یې مات کړ چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې چا نه و مات کړی. خو د لامبو د چټکتیا دا موده به د لامبو وهنې نړیوالې کمېټې یا (ورلډ اکواټېکس) له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي.
که څه هم ځينو لامبو وهونکو وار دمخه په دغو راروانو لوبو کې د برخې اخیستلو لپاره نوملیکنه کړې ده خو شکونه شته چې دا لوبې به په ریښتیا هم وشي او که نه. ځکه چې ځینې ادعا کوي چې دا هسې یو پاروونکی کار یا تبلیغات دي.
په دغو لامبو وهونکو کې د اولمپيک سیالیو لامبوزن بېن پراوډ هم شامل دی او دی لومړنی بریتانوی لوبغاړی شو چې په دغو جنجالي لوبو کې به برخه اخلي.
ښاغلي پراوډ د بيبيسي ټوډې خپرونې پرمهال ویلي چې د هغه دا پرېکړه د دغو لوبو په مالي اړخ پورې تړلې ده.
هغه ویلي، "په نړیوالو اتلولیو کې به د هغه څه ترلاسه کول له ما ۱۳ کاله وخت ونیسي چې دلته یې زه په یوه سیالۍ کې ګټلی شم."
خو د حیرانۍ خبره نه ده چې دا لوبې چې لوبغاړو ته پکې د نړیوالو سیالیو اپوټه د بدني وړتیا لوړولو درملو کارولو اجازه پکې ورکول شوې، د خلکو تر منځ ډېرې مشهورې نه دي ثابتې شوې.
د ورزشي لوبو نړیوالې ټولنې یا د 'ورلډ اېتلېټېکس' مشر لارډ کو ویلي چې په دې لوبو کې برخه اخیستل به "بېعقلي" وي او پکې ګډون کوونکی لوبغاړ به له اوږده بندیز سره مخامخ شي.
پر دې لوبو بله نیوکه دا ده چې ګواکې د ورزش کوونکو روغتیا په خطر کې اچوي او عادلانه لوبې زیانموي. د نړیوال ډوپېنګ ضد ادارې دا سیالۍ یوه "خطرناکه او غیر مسؤلانه پروژه" بللې ده.
ځينو نورو بیا دې ته ګوته نیولې چې په اصل کې 'اېنهېنسډ ګېمز' یا د دغو لوبو تنظیموونکي پر خپله وېبپاڼه د "ټېسټېسټرون" په ګډون ځينې داسې محصولات پلوري چې د ستنو یا پېچکارۍ په ډول وهل کېږي بدني وړتیا ډېروي.
د دا ډول موادو کارول ځينې جانبي عوارض لري لکه د مزاج یا موډ ناڅاپي اوښتل راوښتل، ژور خپګان، غوسه او د پروسټاټ غټېدل.
بریتانوی لامبو وهونکی بېن پراوډ هم دا مني چې د بدن وړتیا ډېروونکو درملو کارول "لوی خطر لري."
دی وايي، "په دې موادو پورې یوه لویه نومبدي غوټه ده. خو زه به په ډاډ دومره ووایم چې د څه په خوړلو مکلف نه یم. دا هر څه زه په خپله خوښه کوم."
د بریتانیا د 'اکوټېکس' یا په اوبو کې د ترسره کېدونکو سیالیو ادارې پر خواله رسنیو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې لوبو کې د "بېن پراوډ د نوملیکنې اعلان ناهیلي کړي دي."
دې ادارې زیاته کړې، "اکوټېکس جيبي له خپلو نورو شریکانو سره په ګډه د پاکو سپورتي لوبو ارزښتونو او اصولو ته ژمنه ده او د بېن پرېکړه سخته غندي."
د بریتانیا د ورزش ادارې ویلي چې له اکوټېکس جيبي یا په اوبو کې د ترسره کېدونکو سیالیو ادارې سره په ګډه پر دې کار کوي چې "پراوډ وارزوي چې د عامه بودیجې د ترلاسه کولو مستحق لوبغاړی دی او که نه" او په وینا یې، له ډوپېنګ ضد قوانینو هرراز سرغړونه د ورزشکارانو اړوند تګلارو سرغړونه ده چې هر لوبغاړی باید د بریتانیا له ورزش ادارې د ترلاسه کوونکې بودیجې له کبله ورته ژمن پاتې شي.
خو 'اېنهېنسډ ګېمز' وايي، هغه لوبغاړي به چې راتلونکی کال په دې لوبو کې برخه اخلي، "تر سیالیو د مخه له ځينو طبي ازموینو تېر شي."
د دې لوبو تنظیموونکي زیاتوي چې "وتلو لوبغاړو ته به په دغو لوبو کې د هغوی د نوم له کبله د فیس تر څنګ د جایزې پیسې او مالي انعام هم ورکړل شي او د نوو نړیوالو ریکارډونو جوړوونکي به لا ډېرې پیسې وګټي."
د دغو لوبو پر وېبپاڼه لیکل شوي، "موږ ژمن یو چې ځان ډاډمن کړو چې هغه لوبغاړي خپل شهرت او ګټلې معاوضه ترلاسه کړي چې په خپلو برخو کې یې ځانونه غوره ثابت کړي او مستحق یې دي."
بېن پراوډ همداراز د بيبيسي راډيو ۵ ته ویلي چې، "تقاعد له څو کلونو راهیسې پر یوې جنجالي موضوع اوښتې مسئله ده.