بندي غږونه: اوین زندان کې د بندي ښځو ناویلې کیسې

- Author, د بي بي سي د سلو ښځو ډله
''هیله تر بري ډېر ارزښت لري...''
له اوین زندان تازه خوشې شوې بندۍ وايي، کله یې چې دا جمله پر اعدام له محکومې وریشه مرادي واورېده، له ځان سره یې فکر وکړ چې ''باید د ښځو مقاومت روایت کړي.''
د اوین د ښځو زندان په ایران کې یو داسې زندان دی چې له ډېر تبعیض نه ډک دي، داسې ځای چې د خښتو دېوالونو سره د هوا لپاره یوه کوچنۍ کړکۍ لري، د اوین شاوخوا ماینونو پوښلې او غونډۍ یې منظره محدودوي.
د ځینې بندي ښځو کیسې د مختلفو او باوري سرچینو له لارې بي بي سي ته رسېدلې چې د دوی ورځنی ژوند انځوروي، له هغو کوچنيو کارونو نیولې چې بندیانې یې د هيلې ساتلو لپاره کوي، ترڅو داسې چاپېریال کې ځان ژوندی وساتي چې هڅه کېږي تر هرڅه ډېرې ګوښې او سرټیټي پاتې شي.
اوین کې د ډېری بندي ښځو ورځنی ژوند د اجباري حجاب له نه پر سرولو پیلېږي، خپلو کې تر قهوې، نڅا، سندرو، بحث او د عقیدې اختلاف پورې رسېږي او پر اعدام تر اعتراض، پرلت او ځپلو پورې اوږدېږي.
رضوان خان بیګي، نسیم غلامي سیمیاري او ویدا رباني هغه ښځې دي چې د مدني او ټولنیزو چارو له امله بندي او کیسې یې تر بي بي سي رسېدلې دي.

د عکس سرچینه، UGC
په شکنجه کې رپ سندرې نسیم سیمیاري ژوندۍ ساتي
''نسیم ویل، یوه بې کړکۍ کوچني کوټه کې یې د بندیانو د شکنجې غږ اورېده، ناڅاپه ساتونکي ور وټکاوه او ویې ویل، اورې، تیاره اوسه، ور پسې ستا نمبر دی.''
نسیم غلامي سیمیاري داسې پېغله ده، چې د همبندیانو په خبره یې مستانه ژوند لري او د رپ موسیقۍ مینه ده. نوموړې د ښځه، ژوند او ازادۍ په عمومي مظاهرو کې نیول شوې ده.
نوموړې د شکنجو، پلټنې او ګواښونو سره څلور سختې میاشتې د اوین زندان په انفرادي کوټه یا سلول کې چې د اسلامي جمهوریت پرضد د ''بلوا'' په تور د اعدام خطر سره مخ وه، په زمزو او د رپ سندرو ویلو سره تېرې کړې: ''له ویدېدو مخکې له ځان سره وایم، خپسکې پر خپلو تر ټولو خوږو خیالونو بدلې کړه، ته په خیالونو ژوندۍ یې.''
یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، نسیم سیمیاري تل له رپ ویلو سره په زندان کې خپله وېره کموله، ''نسیم ویل له وېرې ډکو شېبو کې یې ما ته هیله را کړې، کله به یې سلول کې ځان سره ویل، کاش نورې سندرې مې هم زده وی، په ساعتونو پلټنې را نه کېدلې، کله به چې ستنېدلم، یوازې ویدېدل مې غوښتل، رپ راته د مور په څېر د للو سندره وه. رپ را یادول چې له کوم ځای راغلم او دا هغه څه دي چې شکنجه کې مې هم ژوندۍ ساتي.''
نسیم په سلول کې د خپلې خوښې رپ سندرغاړي ټوپاک شکور سندرې زمزمه کولې، ''مه ژاړه، سر هسک وړه ان که لار سخته هم ده، خو مه تسلیمېږه.''
دا پېغله د ''یاغيتوب'' په تور چې ایران کې د اسلامي جمهوریت پرضد د وسلوال پاڅون په مانا دی د انقلاب د محکمې د یوه قاضي ایمان افشاري له خوا چې د سختو حکمونو په کولو مشهور دی، میاشتې میاشتې د اعدام حکم له خطر سره مخ وه.
نسیم سیمیاري ایران کې د ژوند د سختو شرایطو له امله د کډوالۍ نیت درلود، خو د هغې د ملګرو په خبره، د ښځه، ژوند، ازادۍ مظاهرو د هغې ژوند کی لوی بدلون را وست او له کډوالۍ یې ډډه وکړه، ''نسیم پرېکړه وکړه چې پاتې شي، وجنګېږي او هغه څه ترې وا نخلي چې د دې دي. ویل یې چې له دوستانو سره سړک ته وځې او یوه ملګری دې حمید رضا، (اشاره یې حمیدر ضا روحي ته وه)، په ګولۍ لګېږي او نه ستنېږي، بیا کله هم د پخوا په څېر نه کېږې. له هغو پېښو تېرېدلی نه شې... کور ته ستنېږې، هغه پېښې هرځای در پسې راځي. له ماتې ور کولو پرته بله لار نه لرې... مبارزه ان په زندان کې، راتلونکی یوازې په مبارزه جوړېږي.''

د عکس سرچینه، UGC
رضوانه خان بېګي، جېل کې د هیلو پیدا کېدل
''ډاکټرانو تل ویل، شنډه یې. فکر مې نه کاوه چې ميندواره شم.'' دا جمله په هغو لیکونو کې ده چې رضوانه خان بېګي خپلې لور ته لیکلي دي.
دغه مدني فعاله او مېړه یې بهفر لاله زاري د ۱۴۰۲ کال په وږي میاشت کې له سخت تاوتریخوالي او د کور د وسایلو ماتولو سره نیول شوي دي. د انقلاب محکمې دا مېړه او ښځه ''د کورني او بهرني امنیت پرضد د غونډو او هڅو پلانولو'' په تور په پنځه کاله بند محکوم کړي دي.
د اوین زندان دواړو خواوو کې دا جوړه چې په دېوالونو سره بېله ده، نهه میاشتې د خپلې لور زېږېدو ته په تمه وه.
د رضوانه خان بېګي د یوې ملګرې په خبره، هغه اول ځل چې د څلورو میاشتو ميندواره وه، د خپل او مېړه په ټینګار یې سونوګرافي ازموینو لپاره روغتون ته لاړه او پوه شوه چې لور یې په ګېډه ده.
هغې خپلې نازېږدلې لور ته داسې لیکلي و، ''ویل یې لور یې، اوښکې مې روانې شوې. ټاکلې ده چې زه او ته په ګډه زندان کې وخت تېر کړو، خو ډېره خپه یم اخ ته ولې لویه پنجره کې و اوسېږې؟!''
د ميندوارۍ وخت کې د زندان چارواکو د رضوانه خان بېګي د مناسبو طبي خدمتونو او ان د سونوګرفي ازموینو له اخیستلو ډډه کوله.
رضوانه د خپلو چارو له امله لسو کلونو کې څو ځلې بندي شوې، خو دا ځل توپیر لري، کله یې چې د ښځه، ژوند، ازادي غورځنګ له ځپلو وروسته د بند سختې ورځې تېرولې، نو پوه شوه چې ميندواره ده.
د رضوانه همبندۍ وايي، سره له دې چې د هغې خوا بدېده او مناسبه طبي رسیدګي ورته نه کېده، بیا یې هم په هیلمن غږ په ګېډه کې خپلې لور ته د باران او مرغیو اوازونه نشرول. هغې په خپل لیک کې لیکلي دي، ''داسې احساسوم چې نڅېږې، پښې لاسونه وهې، د کب په څېر لامبو وهې، له ما نه وینه روانه ده...''

د عکس سرچینه، UGC
ویدا رباني: جګ دېوالونه د ښکلا د لیدو مخه نه نیسي
''پلټونکو یې ویلي د ژبې او له خپلو خبرو د نه اوښتو له امله بندي ده.''
ویدا رباني ۳۶ کلنه ده. یوازې د خبریالۍ په جرم په بند کې ده. دا یې لومړنی بند نه دی؛ خو تر نورو اوږد دی.
د ښځه، ژوند، ازادي مظاهرو لومړنۍ اوونۍ کې په خپل کور کې ونیول شوه. څلوېښت ورځې د اوین ۲۰۹ بند کې له پلټنو، وهلو ټکولو سره مخ وه. له هغه وروسته د ورامین قرچک بند ته ولېږدول شوه. په دغه بند کې د وهلو له امله یې شنه داغونه ثبت شوي دي.
امنیتي او قضايي چارواکو له څلوېښتو ورځو وروسته بیا اوین زندان ته ستنه کړه. اول ''د نظام ضد تبلیغ'' او ''د کورني امنیت د ګډوډولو په هڅه د غونډو او پلان'' په تور پر ۱۱ کاله بند محکومه شوه. خو تېر کال د مهسا غورځنګ د نیول شویو کسانو ټولبښنې سره له دویم تور بري شوه.
اوس یې وختېري همبندۍ او نقاشۍ دي. د زندان پر شیټونو یا روی کشونو څېرې رسموي، که بخت یې یاري وکړي او د زندان چارواکي څه ونه وايي کورنۍ او ملګري یې رنګونه او غوړ مواد هم ور وړي.
د دوو کرد بندیانو پخشان عزيزي او وریشه مرادي څېرې یې په دې هیله کاږلې چې ''د اعدام حکم یې واخیستل شي.''
سوژې یې همبندۍ او د زندان ور او دېوال دي. همبندۍ یې وايي، هڅه کوي چې د زندان پیکه ژوند رنګین کړي.

د عکس سرچینه، UGC
د زندان د یوې څنډې لوغړنه او چټله پوړۍ یا زینه یې سمندري رنګ سره کښلې او د انګړ پر دېوال یې شړېدلې خښتې نقاشي کړې چې وښيي ''له کوم ځایه چې وغورځېدې زرغون او ازاد ځنګل یې په تمه دی.''
د اوین د ښځو بند کې د پخوانۍ بندۍ په خبره، د زندان چارواکو دویمه نقاشي پاکه کړه.
له دې سره یې خبریالي او پر مدني چارو ټینګار د زندان له ژوند نه بېلېدونکې برخې دي. تر اوسه یې څو بربنډوونکي لیکونه په زندان کې لیکلي او د ۱۴۰۱ کال اعتراضونو بهیر کې د بندیانو او پلټنو سخت شرایط لکه ''د بندیانو ورځني وهل ټکول'' او ''اوین ۲۰۹ بند کې له څار پرته د روانطبي او اراموونکو درملو وېشل'' یې رسوا کړي دی.
د ویدا رباني پخوانۍ همبندۍ وايي، چې نوموړې تل په دغه بند کې د مېرمنو روغتیا ته اندېښمنه وي.
د اوین زندان په وروستي لیک کې یې د نرګس محمدي بد حالت او د هغې د ناروغۍ په هکله لیکلي او هم یې ویلي و چې هغې او فعالې زدکوونکې مطهره ګونه يي ''له طبي خدمتونو د وریشه مرادي او مېرمن محمدي او نورو هم بندیانو د محرومېدو په اعتراض کې لوږتړ یا د خوراک اعتصاب کړی دی.''
د هغې د لیک یوه برخه کې راغلي: ''زما او د مطهره ګونه يي اعتصاب ډېر څه نه دي یوازې د ظلم مقابل کې جزيي اقدام. داسې اقدام چې خپله روغتیا پکې په نښه کېږي، خو بله لار نه ده ر اپاتې. نرګس محمدي او نورې همبندۍ زموږ مخ کې دردېږي او زموږ لاس تر نړۍ نه رسېږي.''
دغه اعتصاب له زندان بهر د نرګس محمدي تر لېږلو پورې ۱۳ ورځې روان و.

''زندان کې رنځ وېشل او لاس نیوی''
د اوین د ښځو زندان کې بنديانې اجباري حجاب او پړوني ته غاړه نه ږدي او یوه بندۍ وايي هلته هم د ''ښځه، ژوند، ازادۍ'' غورځنګ ارمانونو ته ژمنې دي.
ډېری بندۍ د پړوني یا لوپټې د نه پر سرولو له امله روغتون ته له لېږلو او له طبي خدمتونو یا له کورنۍ سره له ټلیفوني اړیکې او لیدنو بې برخې کېږي، خو دوی وايي، ''دا لار یې غوره کړې او ترې ګرځېدل نشته.''
ښځې د ژوند ښکلولو لپاره د یخو سیمټي دېوالونو منځ کې لا هم سندرې وايي، مشاعرې کوي او د کتاب لوستلو غونډې کوي، خواږه پخوي، ورزش کوي او ان سینګار.
دا د اوین د ښځو زندان له داخل نه د یوې بندۍ د کیسې برخه ده چې بي بي سي ته رسېدلې او وايي: ''په زندان کې رنځونه وېشل کېږي او لاسونه سره ور کول کېږي. دلته ډېرې خویندې لرم. هره یوه یو ډول ژوند را کوي. نرګس چې تل خاندي او ټول پوهېږو چې که غواړې خبره وکړې، یو څوک دې د اورېدو شته او نه دې پرېږدي چې زندان یوه ګړۍ هم لبسرین له شونډو پاک کړي. له ناهید سره څو لسیزې د عمر توپیر لرم، خو خبرې دې ښې اوري. خپله هم خبرې چې کوي خپل دردونه دې ښه پکې وینې. درته روښانېږي چې څه کار درته کوي او ته باید څه کار ورته وکړې. ګلرخ هم هغه څوک ده چې په قوت یې ګرمېږې، داسې قدرت چې د نورو د دفاع لپاره کارېږي، ډېر وخت په ناز او مینه تېروو. لکه دوه بوټي چې یو بل کې سره اوبدلي وي او یوه ورځ یې ونه د زندان له دېوالونو اوړي.''
مرګ ته نه: د اعدامونو ضد اعتراض
د مهسا غورځنګ شعار ''ښځه، ژوند، ازادي'' د ژوند لپاره د معترضانو د مبارزې نښه شوه. ښايي په دې دلیل د اوین زنداني مېرمنو یوه مهمه چاره د اعدام حکومونو پر اجرا اعتراض وي.
داسې اعتراضي غږ چې هره سې شنبه د ایران مختلفو زندانونو کې اورېدل کېږي. هغه که غونډو او پرلت یا هم د نه خوړو اعتصاب او بیانیو صادرولو سره وي، بندیان وايي د اعدام حکمونو له صادرېدو سره مخالف دي.
د ښځه، ژوند، ازادي مظاهرو بهیر کې د نیول شویو معترضانو له اعدام وروسته اوین کې بندي ښځو "اعدام ته نه" کمپاین پیل کړ.
دغه کمپاین چې دوه کاله یې کېږي د ایران نورو زندانونو ته پر پراخېدو سربېره، د زندان له دېوالونو بهیر د دوی له اعدام سره د مخالفت په غږ بدل شوی او ان د ایران له پولو بهر غځېدلی او په مختلفو هېوادونو کې ډېری ایرانیان د اوین زندان له بندي ښځو سره په ملتیا د اعدام مخالفت کې اعتراضي کمپاینونه کوي.
زنداني مېرمنې د معترضانو له اعدام یا د بندیانو لپاره د اعدام د حکم له صادرېدو وروسته هر ځل په مختلفو لارو لکه د زندان دهلېزونو کې پرلت، د ساتونکي مشر د خونې مخ او ان د امنیتی فشارونو او ګواښونو سره د زندان انګړ کې له شپې تر سهار پرلت سره اعتراض کوي
اوین کې زنداني مېرمنو یو ځل د پخشان عزیزي د اعدام حکم په اعتراض کې د بند انګړ کې د دار رسۍ ته اور واچاوه او داسې شعار یې ووایه: ''د اوین ښځو زندان، یو غږه یوه ژمنه، د اعدام تر لغوه کېدو، تر پایه ولاړ یو، اعدامي حکومت باید نابود شي، اعدام ته نه، مرګ پر اعدامې حکومت، مرګ پر دیکتاتور، ژن، ژیان ازادي، اعدامي جمهوریت ښه خوب نه لري، نه تنبیه، نه ځپل، نه هم اعدام اغېز لري، دا وروستی پیغام دی، که اعدام کوئ پاڅون دی...''
داسې اعتراصونه چې ښځو ته بیه لري؛ لکه کرمانشاه کې د نیول شوي معترض غلام رضا رسايي له اعدام وروسته چې ښځو بیا اعتراض وکړ، د زندان ګارډ ځواکونو حمله پرې وکړه او بندي مېرمنې یې په کوتک ووهلې، چې له امله یې د نرګس محمدي او سروناز احمدي په ګډون پر څو ښځو عصبي حمله راغله او نورې هم تاواني شوې، لکه ''اعدام ته نه'' اعتراضونو کې د ګډون له امله څو ځلې له کورنۍ سره له لیدلو او ټلیفون بې برخې شوې.
د تاوتریخوالي او جنسي ځورولو پېښې
سیاسي بندۍ له سختو ګروېږنو یا له تور پرته ورته پر دوسیو جوړولو سربېره ډېرې په زندان کې له تاوتریخوالي، شکنجې او جنسي ځورونې سره مخ شوې دي.
د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي اګنس کالامار د ۱۴۰۲ کال ډسمبر کې د دې سازمان څېړنیز رپوټ له مخې وویل، د مهسا غورځنګ مظاهرو کې د ۱۲ کلنو ماشومانو په ګډون له ۴۵ نیول شویو معترضانو سره ''د ایران امنیتي او استخباراتي چارواکو د شکنجې لپاره د جنسي تېري او جنسي تاوتریخوالي په ګډون مختلفې سزاوې کارولې او معترضانو ته یې تلپاتې رواني او جسمي زیان رسولی دی.''
یوې سیاسي بندۍ له بي بي سي سره خبرو کې د زندانیانو د جنسي ځورنې او شکنجې په هکله خپلې مشاهدې شریکې کړې دي: ''یوه چې مشهوره هم ده او د زندان وخت یې هم پوره کړی و، لاسونه یې د موټر یوه طرف پسې ورته تړلي و او پښې یې بل طرف ته وې، یوې ښځې په خطکش د پښو منځ کې ووهله، چې وروسته یې ټوله هماغه برخه ټپي شوې وه.''
د بي بي سي سرچینو د ورامین په قرچک زندان کې د یوې بندۍ د جنسي ځورونې کیسه داسې کړې ده: ''په زندان کې یې هغه له یوه مامور سره چې شخصي جامې یې وې، خونې ته واستوله، په سینو کې یې لاس ور ته وهلی و، ښځې چغې کړې وې، تر دې چې بل مامور راغلی و او هغه د شخصي جامو کس یې له خونې بېرون کړی و.''
دغه سیاسي بندۍ وايي چې د ښځه، ژوند، ازادي د مظاهرو اوج کې ډېرې پېغلې او ښځې له جنسي ځورونې سره مخ شوې: ''لکه ډېرو چې همدا کار اکاوه، یانې کله به یې چې سړکونو کې نیولې، ورته ویل به یې ټولې جامې وباسئ او ولاړې شئ، کېنئ، تمرین وکړئ.''
ژوند نه درېږي
نسیم سیمیاري پنځه سوه ورځې د خپل حکم لپاره منتظره وه، هغه هم له داسې بندیانو سره چې ځینې یې پر اعدام محکومې وې.
د سږني وږي په ۲۶ په بند کې خبر خپور شو چې نسیم په شپږ کاله بند، ۲۰ کاله جلا وطنۍ او ۷۴ دورو محکومه شوې، خو د عدام خبر یې نه و.
د یوې همبندۍ په خبره، ''ساه یې واخیسته، له هغه ژوند یې بیا غېږ تاو کړه چې فکر یې کاوه، هره شېبه یې له لاسه وځي.''
ښايي نسیم د دې حکم له اورېدو وروسته د خپل یوه منلي رپ سندرغاړې لکه سورنا سندره له ځان سره ویلې وي: ''بدن مې له زخمونو ډک، د انکار زخمونه... ویې وهئ، خو نوم مې مه اخلئ، زه هماغه یم چې ستاسو پر مېز مې دورې وخوړې...''
ویدا دوران خپل زندان تېروي. دې ورځو کې تر ډېره خپل کټ کې وخت تېروي، داسې ځای چې ملګرې یې وايي هغې ته پکې امن دی او پخپله د سیاسي علومو ډاکټرۍ ته تیاری کوي، غواړي چې هر ډول کېږي، خو درس ووايي.
ملګرې یې وايي ''د خوشالۍ مراسمو کې لږ ګډون کوي، خو زندان کې پر اعتراضونو ولاړه ده.'' په دې دلیل له ډېرو ورځو له ''لیدنو منع شوې ده.''
د نسیم سیمیاري د حکم تر صادرېدو درې اونۍ وروسته کوچنی زړه چې د اوین زندان تیاره کې د رضوانه حکیم بېګي په خېټه کې په ټوپونو و، د هیلې او ناهیلۍ ترمنځ پورته پورته کېده، نړۍ ته یې سترګې رڼې کړې، نوم یې مهفر دی او دې سره بیا د ښځو زندان ته خوشالي راغله.
رضوانه خپلې یوې بندۍ ته ویلي و: ''غواړم د خوشالۍ شېبې مې یې له پلار سره په ازادۍ کې شریکې کړم، خو اوس د دېوال په واټن، په پنجره او بېتلون کې دا حس تجربه کوو... مېړه مې له ما لږ دا بدلون او زموږ د لور لویېدل ویني او حس کوي، هغه یوازې تصور کوي، هیله ده پلار یې ژر ازاد شي ترڅو یې لور ته د هغو په مقابل پردی نه وي چې اوس ما ته نږدې دي.''
رضوانه د مهفر زېږون سره ډېره خوشاله ده، خو کله چې پر مېندوارۍ وپوهېده، اول کې یو څه نارامه وه، وېرېده چې که لور یې لویه شي او هغې ته ووايي، چې ''ایران کې ژوند دومره بد دی ولې یې هغه زېږوله.''
خو رضوانې وروسته په هغه شعر کې چې مېندوارۍ کې یې لور ته ویلی، ژمنه کړې چې هغې ته به ژوند جنت کړي:
ته زما او د پلار ساز یې
ته له غوټیو ډک اواز یې
موږ باید تاته ژوند جنت کړو
تا تبدیل په سرنوشت کړو
چې ډک له سولې او صفا وي
ډک له مینې او وفا وي

د بي بي سي د سلو ښځو پروژه هر کال د نړۍ سل الهامي او اغېزناکې ښځې معرفي کوي. د سلو ښځو اړوند مطالب په فیسبوک او اینسټاګرام کې وڅارئ. په دې هشټګ #BBC100Women له دې خبرو سره وصل شئ.











