د یوه فیراري موټر پېرودلو لپاره باید څومره انتظار وکړئ؟

فیراري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فیراري وايي، په ۲۰۲۴ کال کې یې شپږ میلیارده او ۸۹۱ میلیونه ډالره عاید درلود.

فیراري له خپل لومړني برېښنايي ماډل موټر دپرانیستې، پر مهال د دغو موټرو د پلور په اړه د نوي ریکارډ ټینګولو خبر هم ورکړی دی.

د فیراري محصولاتو غوښت دومره ډېره دی چې د رپوټونو له مخې، د فابریکې د تولید وړتیا د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شوې او نوي پېرودونکي یې باید د ځینو ماډلونو ترلاسه کولو لپاره د ۲۰۲۷ کال تر پیله انتظار وکړي.

فیراري وايي، په ۲۰۲۴ کال کې یې شپږ میلیارده او ۸۹۱ میلیونه ډالره عاید درلود، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۱۲ سلنه ډېر و. په ۲۰۲۴ کال کې یې خالصه ګټه یو میلیارد او ۶۵۷ میلیونه ډالره وه، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

فیراري تېر کال ۱۳۷۵۲ موټرونه تولید کړي و، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله یوازې ۸۹ موټره ډېر وو. په دغو موټرو کې ۵۱ سلنه یې هایبرېډ دي او پاتې نور یې په تېلو چلېږي.

په ۲۰۲۴ کال کې د چین بازارونو پڅېدو پر فیراري هم اغېزه وکړه او دغه شرکت په چین، تایوان او هانګ کانګ کې له ۳۲۸ لږ موټرونه وپلورل، خو په نورو بازارونو کې د شرکت پلور ډېر شوی.

په ۲۰۲۴ کال کې د پوروسانګوه، روما سپایډر او چي ټي اېس ۲۹۶ د فیراري تر ټولو غوره پلورل شوي ماډلونه وو، او د کال په دویمه نیمایي کې د ۱۲ سلنډره او اېکس اېکس اېس اېف ۹۰ د کال له دویمې نیمايي ښه وپلورل شول.

فیراري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فیراري اجراییوي مشر بینډیټو وینیا په وینا ډېر شمېر پېرودونکي یې پخواني دي.

فیراري وايي، د فرمول ۱ موټر ځغلولو په سیالیو کې د دویم ځای نیولو هم د دې شرکت په تولیداتو کې ۱۷ سلنه ډېروالی راوستی دی.

د فیراري اجراییوي مشر بینډیټو وینیا په وینا ډېر شمېر پېرودونکي یې پخواني دي. هغه وايي په ۲۰۲۴ کال کې یې شاوخوا ۸۱ سلنه تولیدات پخوانیو مشتریانو پېرلي دي.

په ۲۰۲۲ کال کې، فیراري یو پلان جوړ کړ چې پر بنسټ یې د شرکت عاید باید تر ۲۰۲۶ کاله شپږ میلیارد او ۷۰۰ میلیونو ډالرو ته ورسېږي. د اټکل له مخې دغه شرکت به سږ کال اووه میلیارده ډالره عاید ولري.

فیراري اعلان وکړی چې د اکتوبر پر نهمه نېټه به خپل لومړی برېښنایي ماډل معرفي کړي. دا موټر، چې نوم یې لا نه دی اعلان شوی، تمه کېږي چې ښه به وپلورل شي. د فابریکې مدیرانو وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۳۰ کاله به برېښنايي او هایبرېډ ماډلونه د شرکت په پلور کې شامل کړي.

نیسان د نوي شریک په لټه کې

رسنیو رپوټ ورکړی چې نیسان له هونډا سره د یو ځای کېدو د خبرو تر ځنډولو وروسته د نوي ملګري لټون پیل کړی. د نیسان سرچینې رسنیو ته ویلي، رسمي معلومات به د فبرورۍ تر نیمایي خپاره شي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې وړاندوینه کوي، د نیسان راتلونکی ملګری ښايي د موټر جوړولو شرکت نه وي.

د نیسان اجرایوي مشر ماکوتو اچیدا د فبرورۍ پر شپږمه د هونډا مرکزي دفتر ته لاړ او د شرکت له یوه پلاوي سره په شخصي توګه د هونډا اجرايیوي مشر توشیهرو مایب سره تر بحث وروسته یې د خبرو پای اعلان کړه.

نیسان او هونډا نژدې دوه میاشتې وړاندې په یوه ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې دوی د دوو شرکتونو یوځای کولو لپاره خبرې کوي. د دې یو ځای کېدو په پایله کې به په ۲۰۲۶ کال کې یو ګډ شرکت جوړ شي، چې په نړۍ کې به د موټر جوړولو درېیم لوی شرکت شي.

نیسان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شراکت تر ټولو لوی چانس د تایوان "فاکس کان" شرکت ته ورکړل شوی دی، چې مخکې له هونډا یې هم نوم یاد شوی و.

د اسهاي شیمبون ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ولیکل، د دوی ترمنځ اختلاف له هغې غونډې پیل شو چې دواړو لورویو د "برابرۍ" په اړه بېل فکرونه او تعبیرونه درلودل. رپوټونه وايي، ښاغلي اوچیدا له خبري غونډې مخکې د هونډا مشر ته ویلي و "مهرباني وکړئ له نیسان سره د مرستې لپاره د ژغورنې کلمې له کارولو ډډه وکړئ."

ښاغلي اوچیدا هم په یوه خبري غونډه کې وویل: "هېڅوک له یوه بله لوړ یا ټیټ نه دی" خو هونډا بل نظر درلود. د شرکت استدلال دا و چې د هونډا د بازار ارزښت د نیسان پرتله پنځه چنده و او په شراکت کې مساوات عادلانه نه و. د هونډا یوه اجراییوي غړي اساهي شیمبون ورځپاڼې ته وویل: "موږ فکر کاوه، نیسان پوهېده چې مشرتابه یې چېرته دی."

نیسان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نیسان راتلونکی ملګری ښايي د موټر جوړولو شرکت نه وي.

د وخت په تېرېدو د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف زیات شوي او ویل کېږي، هونډا په پای کې وړاندیز وکړ چې نیسان به د یو ګډ شرکت د جوړولو پر ځای د هونډا فرعي شرکت جوړ کړي. له دې وړاندیز سره د نیسان شرکت سخت مخالفت وکړ.

د دې خبر له خپرېدو وروسته رسنیو د نیسان د راتلونکي ملګري په اړه بېلابېل ګونګوسې خپاره شوي دي. تر ټولو لوی چانس د تایوان "فاکس کان" شرکت ته ورکړل شوی دی، چې مخکې له هونډا یې هم نوم یاد شوی و.

امي په کلاسیکه بڼه

کاسلاني بشپړ شوی موټر په څه باندې ۱۳ زره ډالره پلوري

د عکس سرچینه، Caselani

د عکس تشریح، کاسلاني بشپړ شوی موټر په څه باندې ۱۳ زره ډالره پلوري

د دې موټر بڼې الهام له کلاسیک سېټروین وینز څخه اخیستل شوی دی. د کاسلاني په نوم یو کوچني ایټالوی موټر جوړونکي شرکت د فرانسوي تولیدونکي تر ټولو کوچنی ماډل سیټروین امي لپاره دا ډیزاین کړی.

دا ظاهري بڼه یا باډۍ د فایبر ګلاس له تختو جوړه شوې چې د پيچونو په وسیلې پر موټر ټینګېږي. د کاسلاني په وینا، دړې سپکې دي او د موټر پر ۴۷۱ کلیو وزن کې ډېر بدلون نه راولي.

کاسلاني بشپړ شوی موټر په څه باندې ۱۳ زره ډالره پلوري، خو پېرودونکي کولی شي پر باډۍ لګېدونکې تختې په جلا توګه د خپل سیټروین لپاره په ۵۲۰۰ ډالرو واخلي.

څلور کاله کېږي چې سیټروین امي بازار ته راوتلي دي. فرانسوي موټر جوړونکو په تېر مني کې د هغه نوی ماډل معرفي کړ. دا موټر دوه څوکۍ لري. سیټروین وايي، د دې الهام له سي وي۲ ماډله اخیستل شوی دی.

د دې موټر بڼې الهام له کلاسیک سېټروین وینز څخه اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Caselani

د عکس تشریح، د دې موټر بڼې الهام له کلاسیک سېټروین وینز څخه اخیستل شوی دی.

د امي موټر برېښنایي او اته هارس پاوره دی. موټر کولی شي په هر چارج سره ۷۵ کیلومتره سفر وکړي. د موټر اعظمي سرعت په ساعت کې ۴۵ کیلومتره دی. په ځینو هېوادونو کې، دا موټر د څلور ټایره موټرسایکل په توګه هم پېژندل کېږي، او تر ۱۴ کلونو پورته تنکي ځوانان اجازه لري چې ویې چلوي.

سیټروین وايي، په تېرو څلورو کلونو کې یې د امي ماډل ۶۵ زره موټر پلورلي دي.

په چینايي موټرونو کې ډیپ سیک

تېره اونۍ، د چین درېیم لوی موټر جوړونکي شرکت جیلي، اعلان وکړ چې ډیپ سیک به خپلو محصولاتو سره یوځای کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره اونۍ، د چین درېیم لوی موټر جوړونکي شرکت جیلي، اعلان وکړ چې ډیپ سیک به خپلو محصولاتو سره یوځای کړي.

د چین د موټر جوړونکو ډېرو شرکتونو اعلان کړی، چې ډېر ژر به خپل محصولات د "ډیپ سیک" پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال کړي.

ډیپ سیک مصنوعي ځیرکتیا تېره میاشت رامخې ته شوه. د مصنوعي هوښ دا بڼه د یوه نوي چینایي شرکت لخوا په ورته نوم او د نورو ورته شرکتونو پرتله په خورا ټیټ لګښت جوړ شو.

تېره اونۍ، د چین درېیم لوی موټر جوړونکي شرکت جیلي، اعلان وکړ چې ډیپ سیک به خپلو محصولاتو سره یوځای کړي.

له دغو شرکتونو وروسته، ډانګ فنګ، چانګان، لیپ موټر، ای اېم موټرو، جي اې سي او ګرېټ وال شرکتونو هم ورته اعلانونه خپاره کړل.

تمه کېږي چې د ډیپ سیک د مصنوعي ځیرکتیا وړتیاو سربېره، د موټرو عملیاتي سیسټم به وکولی شي له چلونکي او مسافرو سره طبعي مکالمې وکړي او د موټر چلونکي عادتونه او د هغه اړتیاوې به په ښه توګه درک کړي. سربېره پر دې د دې سافټ ویرونو تازه کولو چټکتیا به د دوی فعالیتونه هم ښه کړي.