د ترکیې په یوه مشهور هوټل کې د وژونکي اور د قربانیانو شمېر لوړ شوی

د ترکیې په یوه مشهور هوټل کې د اورلګېدنې له کبله تر دې دمه ۷۶ کسان وژل شوي دي. تمه ده د همدغو ځینو وژل شویو کسانو جنازې نن وشي. د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوګان، د هېواد په کچه وير اعلان کړی دی او تمه ده چې نوموړی په بولو ولایت کې د اورلګېدنې د پېښې دغه ځای ته ورشي. چارواکو د اور ډېرو قربانيانو پېژندګلوي کړې ده.

دا اور چې وژلو یې ۱۲ ساعته وخت ونيو، د استانبول ختيځ بولو کې چې د سکي مينوالو يو مشهور ښارګوټی دی، د ګراند کارټال په نامه ۱۲ پوړيز هوټل کې لګېدلی و. چارواکو له دغې مرګونې پېښې سره په تړاو د هوټل څښتن په ګډون، نهه کسان نيولي دي. دغه اورلګېدنه سې شنبې په ځایي وخت د ماسپښین ۳:۲۷ د ګرانډ کارټل په نوم په یوه ۱۲ ستوریز هوټل کې پیل شوه.

دا د رخصتیو موسم دی چې له کبله یې په دې هوټل کې هم د مېلمنو ګڼه ګوڼه ډېره ده او شاوخوا ۲۳۴ کسان پکې وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وایي، هوټل کې له اورلګېدنې څو ساعته وروسته د وژل شویو شمېر لسو ته ورسېد او بیا ورپسې شمېرې لوړې شوې. د دغه وزارت په خبره دوه کسان له کړکیو د ټوپ وهلو له کبله مړه شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، " ویر مو ډېر دی."

د ترکیې په رسنیو کې خپاره شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې د هوټل له کړکیو ټوکرې ځوړند دي چې په مرسته یې ځینو کسانو غوښتل له اوره ځانونه وژغوري او له کړکیو ځانونه لاندې واچوي.

د سکي (Ski) یوه ښوونکي بي بي سي ته ویلي، دی د هوټل په دویم پوړ کې و چې اور ولګېد او بیا د سکي لوبې د خونې له لارې وتوانید چې له هوټله ووځي.

دی وایي، هڅه یې وکړه چې د نورو کسانو په ژغورنه کې برخه واخلي. عیني شاهدان وایي، د اورلګېدنې پر مهال د هوټل د څښتن د کورنۍ غړي هم په یاد هوټل کې وو.

تر دې دمه د اورلګېدنې لامل لا روښانه شوی نه دی، خو د بولو والي عبدالعزیز ایدان وایي، د لومړنيو راپورونو له مخې اور د هوټل په رستورانت کې چې په څلورم پوړ کې دی، بل او بیا د هوټل نورو برخو او پوړونو ته خپور شو.

د بولو د والي په خبره دغه هوټل د ولایت له مرکزه په لېرې برخه کې دی نو د ژمي په دې واورین موسم کې له مرکزه هوټل ته اور وژونکي په یوه ساعت کې رسېدلي وو. د بېړنیو خدماتو ډلې د اور وژنې لپاره ۲۶۷ کسان لېږلې وو.

ژغورونکو د دې هڅه کړې چې د هوټل خونې وګوري او دا روښانه کړي چې لا خو به څوک پکې بند پاتې نه وي.

د ترکیې د کورنیو چارو زوارت وایي، هوټل له اوره د تېښتې لپاره دوه ځانګړې لارې لري او د هوټل یوه کارکوونکي ویلي، د همدغو لارو په مرسته له ۳۰ تر ۳۵ کسان ژغورل شوي دي.

د ترکیې عدلیې وزیر یلماز تونچ وایي، یو شمېر څارنوالانو ته دندنه ورکړل شوې چې دا پېښه وڅېړي.

د ترکیې د سیاحت د برخې وزیر وایي، دغه هوټل په ۲۰۲۴ کال کې لیدلی شوی و او چارې یې سمې وې. د نوموړي په خبره له دې پیښې مخکې داسې کومې اندېښنې نه وې چې ګواکې په هوټل کې به اور ولګېږي.

د ترکیې بولو ولایت او لوړ واورین غرونه یې د سیلانیانو د پام وړ ځای ګڼل کېږي او دغه هوټل هم په داسې یو موقعیت کې دی چې سیلانیان په اسانه د سکي لوبه کولای شي.

د بولو والي وایي، که څه هم اور یوازې په دې یوه هوټل کې لګېدلی و خو د احتیاط له مخې له نږدې بل هوټل هم خلک ایستل شوي وو او نورو هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.