ولې یوه افغان د ځان وژنې هڅه کړې وه؟

ډیری هغه کسان، چي په رواني ستونزو اخته وي، د کورنۍ له غړو او ټولنې نه ځان ګوښه کوي‌.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په روانې ستونزو اخته کس له ټولو ګوښه په خپله کوټه کې ناست دی
    • Author, مامون درانی

د کوټې هغه برخه یې په پرده پوښلې، څو د ده او د کورنۍ د غړو سترګې پرې ونه لګېږي، هغه وايي له هغه ځایه "کرکه لري": چېري چې د خپل ژوند د پایته رسولو هڅه یې کړې وه.

د سهار لس بجې وې او ډېری خلک په ورځنیو کارونو بوخت وو، ناڅاپه د سیمې د اوسېدونکو او امنیتي کسانو پام د ماشومانو ژړا او چیغو ته واوښت: "هلئ، زما پلار وژغورئ، هغه ځان...!"

امنیتي ځواکونه په بېړه د دې ماشوم کور ته ورسېدل او څو شېبې وروسته یې ۴۵ کلن فرهاد (مستعار نوم) په بې هوښه حالت کې، د کور انګړ ته راکښته کړ. فرهان د ځان وژنې هڅه کړې وه.

له دې پېښې څو میاشتې وروسته فرهاد بي بي سي ته د هغې ورځې کیسه کوي، چې څه پېښ شوي و.

فرهاد وایي، د پولیسو ماموریت د دوی له کوره څو ګامه لېرې دی. د ده زوی لومړی امنیتي کسانو ته خبر ورکړی و، خو کله چې هغوی ورسېدل، د کورنۍ غړو ته یې ویلي و، چې "دا سړی نور ژوندی نه دی"، خو په واقعیت کې هغه بې هوښه و.

نوموړی وایې د کورنۍ غړو ورسته ورته ویلي و، چې امنیتي کسانو هغه شل دقیقې د سرای په منځ کې غورځولی و، خو د یوه ګاونډي په ټینګار، امنیتي کسانو هغه رنجر موټر کې واچاوه او روغتون ته یې ولېږداوه.

"د لمر وړانګو مې سترګې راپرانیستلې، چې د موټر په باډۍ کې پروت وم. داسې معلومیدل لکه زه چې خوب وینم."

فرهاد د یوې داسې کړنې هڅه کړې وه، چې په دین کې حرامه او کبیره ګناه کې شمېرل کیږي، خو نوموړی اوس پخپله هم حیران دی چې ولې یې د خپل ژوند د پای ته رسولو هڅه کړې وه.

د هغه په خبره "هغه مهال په هېڅ نه پوهېدم او اوس، چې کله خپله ویډیو ګورم، ډېر پښیمانه او د نا ارامۍ احساس کوم."

په هغه ویډیو کې، چې فرهاد د ځان وژنې له هڅې وړاندې ثبت کړې او یوه نسخه یې بي‌بي‌سي ته هم رسېدلې ، رواني حالت یې عادي نه ښکاري، څېره یې ستړې او زړه‌ ماتې معلومیږي ، مخ یې پړسیدلی دی او په زهیر غږ وایې: " له ما ګیله مه کوئ، له ژونده بیزاره یم..."

د رواني روغتیا مشاورین وایي، اضطراب، وېره، بې باوري، ناهیلي، د وزن چټک بدلون، بې اشتهایي، د خوب لږوالی او ډېرې اندېښنې د رواني ستونزو اصلي نښې دي او که دغو ستونزو ته پر وخت پاملرنه ونه شي، نو دا شونې ده، چې دا ډول کسان خپل ځان ته زیان ورسوي.

په دې ویډیو کې هغه له خپلو نژدې دوستانو بخښنه غواړي او ورسره دا سپارښتنه هم کوي، چې ماشومانو ته یې پاملرنه وکړي او هغوی ونه ځوروي.

نوموړی وایي "د خلکو خبرې راباندې درنېدل، زړه مې غوښتل یوې لېرې دښتې یا غره کې په یوه غار کې یواځې ناست واوسم، لمونځ وکړم، نور نه د حیوان غږ واورم او نه د انسان."

له ښه مرغه فرهاد اوس عادي ژوند ته بېرته ستون شوی.

" د کار لپاره مې ۱۷ دولتي ادارو ته غوښتنلیکونه ورکړي‌ وه"

کندهار د شهېدانو چوک (څلورلاري )

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۱۴۰۱ کال میزان (تلې) میاشت کې د کندهار د یوه روغتون چارواکو بي بي سي ته ویلي وو، چې په اتو میاشتو کې تر څلورو زرو زیات کسان د رواني ستونزو له امله ورغلي

په افغانستان کې د هغو کسانو په اړه رسمي شمېرې نشته چې د رواني ستونزو له کبله یې د ځان وژنې هڅه کړې ده..

خو د ۱۴۰۱ کال د میزان (تلې) په میاشت کې د کندهار د میرویس روغتون چارواکو بي بي سي ته ویلي وو، چې په اتو میاشتو کې تر څلورو زرو زیات کسان د رواني ستونزو له امله ورغلي. خو یو کال وړاندې دا شمېر یوازې ۲۸۰۰ رسېده.

په کابل کې د رواني درملنې د یوه خصوصي مرکز مسوول، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، بي بي سي ته ویلي، زیاتره هغه کسان دوی ته ورځي، چې خپلې دندې او عایداتي سرچینې یې له لاسه ورکړې دي.

فرهاد هم وایي د ذهني ګډوډیو پیل یې هغه مهال و، چې د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې، د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته، یې خپله دنده ، له لاسه ورکړه. نوموړي د خوړو په یوه کارخونه کې کار کاوه.

د ملا درد او د یوې پښې معلولیت له هغه د درنو فزیکي کارونو توان اخیستی، ځکه یې هڅه کوله چې په کومه اداره کې کار پیدا کړي.

هغه وایي: "د کار د موندلو لپاره مې ۱۷ غوښتنلیکونه بېلابېلو دولتي ادارو ته سپارلي وو، خو هېڅ یوه یې ځواب را نه کړ."

فرهاد وایې په تېرو درېیو کلونو کې یې د خپلو دوو زامنو په مرسته یوازې په اوونۍ کې ۴۰۰ افغانۍ (شاوخوا ۶ ډالره) ګټلې، چې یوازې د وچې ډوډۍ د پېرلو لپاره بس وې او د ژوند د نورو اړتیاوو لپاره هېڅ نه پاتې کېدل.

د عامي روغتیا وزارت

د عکس سرچینه، MoPH/X

د عکس تشریح، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له ۲۰۲۶ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۳۰ کاله پورې د رواني روغتیا ملي ستراتیژۍ لپاره د تخنیکي کمېټې د جوړولو په اړه له نړیوالو سازمانونو سره غونډه کړې.

فرهاد وایي، د مور او مېرمنې ناروغي، خپله بې‌ وسي او د ماشومانو غوښتنې دومره زړه تنګ کړی و، چې نړۍ یې پرې ورانه ښکارېده او ځان یې یوازې احساساوه.

"نفس مې دومره تنګ شوی و، چې ساه مې تر ستوني رارسېدلې وه. خوب مې تښتېدلی و، کړۍ شپه به ویښ وم، د خپلې مور د درد او کړاو نارې مې لا هم په غوږونو کې ازانګه او نا ارامه کوي؛ هغه ناروغه او له درد نه کړېده، خو ما یې د درملنې وس نه درلود."

فرهاد وایې، د خبرو د اورېدلو او مرستې لپاره یې څوک ونه موند او په خبره یې "ان نژدې خپلوان هم مخ را نه واړاوه."

له پېښې وروسته ځایي چارواکو فرهاد وروغوښت او ترې پوښتلي وه، چې ولې یې داسې کړنه ترسره کړه؟

دی وایي هغوي ته یې په ځواب کې وویل، چې د یوې عادي دندې لپاره یې تېرو درېیو کلونو کې د ولایت مقام په ګډون ۱۷ ادارو ته غوښتنلیکونه سپارلي، خو ټولو بې‌ ځوابه پرېښی و.

" ژوند تر هر څه ډېر ارزښت لري "‌

په افغانستان کې د رواني روغتیا داسې معیاري چوپړونه نشته، چې د فرهاد په څېر کسانو سره، چې له ژور خپګان، رواني ستونزو او بې روزګارۍ کړېږي، مسلکي مشورې او ملاتړ یې وکړي.

څو ولایتونو کې سرچینو بي بي سي ته ویلي، د طالبانو حکومت په روغتیایي مرکزونو کې د رواني روغتیا د مشاورینو دندې ځنډولي او دوی یې تورن کړي چې ګواکي خلکو ته د شریعت خلاف مشورې ورکوي.

که څه هم د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت د رواني روغتیا د مشاورینو د دندو د ځنډولو په اړه څه نه وایي، خو د دغه وزارت ویاند په یوه لنډ پیغام کې لیکلي "د رواني ناروغانو د درملنې لپاره په پلازمېنه کابل کې یو تخصصي روغتون او د هېواد په کچه په ۵۰۰ روغتیایي مرکزونو کې مشاورین شته."

فرهاد وایي، هڅه کوي هغه څه هېر کړي چې ورسره پېښ شوي، خو هیله لري چې په افغانستان کې د کار، مرستې او مشورو لپاره داسې بنسټ جوړ شي، چې په سختو حالاتو کې د ده په څېر کسانو لاسنیوی وکړي او درملنه یې وکړي.

"ځان وژنه د خپلو ستونزو دروند بار د کورنۍ پر اوږو اېښودل دي او د هغوی کړاو لا ډېرېږي."

فرهاد، چې اوس د خلکو په مرسته یو کوچنی کاروبار پیل کړی، ژوند یې بېرته عادي حالت ته په ګرځېدو دی.

خو هغه په خپلو خبرو کې څو ځله دا تکرار کړل: "ژوند تر هر څه ډېر ارزښت لري او ځان وژنه هېڅکله باید د ستونزو حل ونه ګڼل شي."