د هېرو شویو 'کلا': د رواني درملنې هغه مرکز چې ښځې په کې د تړلو دروازو تر شا ژوند کوي

- Author, محجوبه نوروزي
- دنده, بي بي سي
د افغانستان پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې د یوې غونډۍ په لوړو کې د اغزن تار او پولادي دروازې شا ته، دا یو داسې ځای دی چې لږ خلک یې په اړه خبرې کوي او آن کمو خلکو لیدلی دی.
د رواني درملنې دا مرکز، چې د افغان سرې میاشتې له خوا اداره کېږي، د هېواد په کچه د رواني درملنې د ګوتو په شمېر له مرکزونو یو دی، چې په کې د افغان مېرمنو د روان درملنه کېږي.
ځایي خلک دغه مرکز "کلا" بولي.

بيبيسي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوه چې له ګڼې ګوڼې ډک دغه مرکز ته ورشي. دلته دومره ګڼ شمېر مېرمني درملنې ته راغلې، چې ډاکټران ورته په سختۍ رسېدنه کوي. دلته د کورني تاوتریخوالي ګڼې داسې قربانیانې شته، چې د درملنې دا مرکز ور ته په زندان بدل شوی، خو دوی له دې ځای پرته بله سرپناه هم نه لري.
د دې مرکز د لاسي صنایعو د درملنې په برخه کې، یوه ځوانه ښځه، چې موږ یې دلته مریم نوموو، تل موسکه وي او له ځان سره زمزمې کوي. مریم ۹ کاله مخکې، وروسته له هغه دلته پناه راوړه، چې د دې په ټکو کورنۍ یې وځوروله او له پام یې ورغځوله.
هغه زیاتوي: "کله چې به د ګاونډي کور ته ولاړم، نو "وروڼه به وهلم." مریم زیاتوي، کورنۍ به یې له کوره د وتلو اجازه نه ورکوله، ځکه د کلتوري باور له مخې ځوانې نجونې یوازې له کوره نه وځي.
د مریم په وینا، بالاخره یې وروڼه ورته غوسه شول، هغه یې له کوره وشړله او په ځوانه ځوانۍ یې د سړکونو پر سر ژوند ته اړه کړه.

دا لا څرګنده نه ده، چې مریم چېرته او څنګه پر رواني ناروغۍ اخته شوه. هغه دې مرکز ته د خیرښېګڼې یوې مېرمنې د درملنې لپاره راوستې وه.
سره له دې چې مریم ډېره ځورېدلې، خو بیا یې هم موسکا نه ده هېره کړې او له هر چا سره په ورین تندي مخامخېږي.
مریم اوس یوه له هغو ګوتو په شمېر رغېدلو کسانو ده، چې په خپله خوښه په دې مرکز کې د صفاکارۍ په چارو کې له کارمندانو سره مرسته کوي.
د رواني درملنې د دغه مرکز ډاکتران په دې باور دي هغه روغه شوې ده او له دې ځایه د تګ اجازه لري. مریم هم غواړې چې ولاړه شي، خو نه پوهېږي، چېرته؟
مریم وايي: "له مور او پلاره ښه خاطره نه لرم. غواړم همدلته په کابل کې له چا سره واده وکړم، ځکه که کور ته ولاړه هم شم، نو هغوی به مې بېرته وشړي."
د کور او کورنۍ د نشتون له امله دا مرکز د هغې یوازنۍ سرپناه ده، داسې سرپناه، چې له مجبورۍ په کې اوسېږي.
خو د مریم دا دردونکې کیسه یوازنۍ نه ده.
په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو حکومت لګول شوي محدودیتونو او د دوی پر وړاندې شته ټولنیزو ناسمو باورونو له امله د ښځو خپلواک ژوند نژدې ناممکن شوی.
د طالبانو د اصولو له مخې، ښځې باید د اوږد واټن سفر لپاره محرم ولري او ګڼ کاري فرصتونه یې له لاسه ورکړي دي. جنسیتي نابرابرۍ، د سواد ټیټې کچې او د ګټې وټې نه درلودلو ډېری ښځې پر نارینه و متکي کړې دي.

حبیبه، چې د خوب پر کټ ناسته ده، وايي کله یې چې مېړه دویمه ښځه وکړه، دا به یې وهله او ټکوله. په وینا یې له بدې ورځې یې دې مرکز ته پنا راوړې ده. حبیبه هم د مریم په شان له دې ځای پرته بله سرپناه نه لري.
نوموړې په خواشینۍ را ته وویل: "د اولادونو په لیدو پسې مې ډېره تږي یم." د هغې درې زامن له ترونو سره اوسېږي.
سلیمه حلیب، چې په دغه مرکز کې د روان پوهې په توګه کار کوي، وايي د دوی ځینې ناروغان له ۳۵ تر۴۰ کلونو راهیسې دلته اوسېږي.
"ځینې له سره د کورنیو له خوا هېرې شوې دي، هېڅوک یې پوښتنې ته نه راځي، نو دوی همدلته اوسېږي او بالاخره به همدلته مړې شي."

په افغانستان کې د پرله پسې جګړو او تاوتریخوالي له امله، ټولنې ژور رواني دردونه لیدلي، خو بیا هم په کې رواني روغتیا ته ډېر پام نه کېږي او د شرم په سترګه ور ته کتل کېږي.
د ملګرو ملتونو له خوا د ۲۰۲۴م کال په یوه خپره شوې څېړنه کې د دغه هېواد د اوسېدونکو رواني روغتیا بحراني بلل شوې او د یوې برخې پړه یې د طالبانو حکومت له خوا پر ښځو وضع شويو محدودیتونو سره تړلې ده.
د ملګرو ملتونو په دغه څېړنه کې په سلو ۶۸ سلنه مېرمنو ویلي، رواني حالت یې "بد" یا "ډېر بد" دی.
په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه د ملګرو ملتونو وروستي رپوټ ته په غبرګون کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت بيبيسي ته وویل، له ښځو سره "هېڅ ډول زور زیاتي ته اجازه نه ورکوي."
نوموړی زیاتوي، "د ښځو حقونه یې خوندي کړي دي."
خو نه یوازې په دغه مرکز کې، بلکې په ټول افغانستان کې د رواني درملنې چوپړونه تر سخت فشار لاندې دي.
روان پوه عبدالوکیل اوتمانزی، چې د سرې میاشتې له لارې د کابل په یوه روغتون دنده لري، وایي، هره ورځ تر۵۰ رواني ناروغان ګوري، چې لویه برخه یې ښځې دي.
نوموړي زیاتوي: "هغه مېرمني، چې د کورنۍ نفقه ور له غاړې وي، د نورو پرتله ډېر اقتصادي فشار احساسوي."
"د ناروغانو۸۰ سلنه مې ځواني نجونې دي، ځکه دوی له کورني تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دي."
د هغه په وینا "رواني ناروغۍ، په ځانګړې ډول افسرده ګي زموږ په ټولنه ډېره عامه ده."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي، خو هغه محدودیتونه چې له محرم پرته یې د ښځو پر تګ راتګ لګولي، دغو چوپړونو ته لاسرسی ګران کړی دی.
دا چې ګڼې ښځې د کورنۍ تاوتریخوالي قربانیانې دي او بل پناه ځای هم نه لري، پر روغتونونو یې ګڼه ګوڼه ډېره کړې ده. دا هر څه د دې لامل شوي، هغه مېرمني چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، ژر نوبت نه ورسېږي.
د بېلګې په ډول د یوې کورنې یادونه دلته کوو. د دغې کورنۍ ۱۶ کلنه لور زینب، چې دا یې اصلي نوم نه دی، هڅه کوي، لور یې د رواني درملنې په دې مرکز کې بستر کړي، خو هر ځل ور ته ویل کېږي، "خالي ځای نشته."
د زینب پلار فدا محمد، چې دلته یې نوم اړول شوی، په خواشینۍ را ته ویل: "څه وخت مخکې مې لور ورکه شوې وه، بیا پولیسو څو ورځې وروسته زموږ له کوره څو کیلومتره لېري پیدا کړه."
فدا محمد زیاتوي: "که یې له پښې زنځیر خلاص کړم، نو پر دېوال اوړي او له کوره وځي."

د زینب سترګې کله نا کله بې اختیاره له اوښکو ډکې شي، په ځانګړي ډول، کله یې چې مور وژاړي. مور او پلار یې له دې امله پښې په زنځیر ور تړي، چې له کوره و نه وځي.
په رواني ناروغۍ د هغې د اخته کېدو لامل لا څرګند نه دی. زینب په سختۍ خپل فکر بیانولی شي. پلار یې وايي، اته کلنه وه، چې د رواني ناروغۍ نښې نښانې په کې را څرګندې شوې. خو کله یې چې په ۲۰۲۲ م کال کې په ښوونځی کې پر له پسې بمي چاودنې وشوې، رواني حالت یې لار ور خراب کړ.
"چاودنې له دېوال سره وجنګوله، ما ټپیان دباندې را ایستل او جسدونه مې را ټولول، ډېره وحشتناکه صحنه وه."
بالاخره، زینب ته د رواني درملنې په مرکز ځای پیدا شو. هغه په دغه مرکز کې تر ټولو ځوانه ناروغه ده.
د هغې له کیسې دا روښانېږي، چې د دغه ډول مرکزونو شته والی د ځینو کورنیو لپاره مهم ارزښت لري، ځکه د ژغورنې یوازني ځایونه دي. خو د نورو لپاره دا مرکزونه په زندانونو بدل شوي، ترې وتی نه شي، په تېرو بیا د هغو مېرمنو لپاره، چې کورنۍ یې نه قبلوي او دا مرکزونه یې یوازنۍ سرپناوې دي.
په داسې هېواد کې چې د رواني ناروغیو دردونه په کې په پټه زغمل کېږي، ښځې د تړلو دروازو تر شا نوم ورکي قربانیانې دي.











