'کاش یوه بله قابله هم وای چې مرسته یې راسره کړې وای' - د افغانستان د روغتیايي سیستم ویروونکی انځور

میندې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي پښتو

"څو ورځې وړاندې پنځه ښځې راغلې وې. پرلپسې مې له پنځو واړو سره په زېږون کې مرسته وکړه. یوه به مې له کټ راکوزه کړه بله به پورته شوه. یوازې دومره به مې کول چې لاسونه ومینځم او بېرته بلې ښځې ته ځان راورسوم. په هماغه ورځ مې ځان سره ویل، کاش یوه بله قابله هم وای چې مرسته یې راسره کړې وای."

بي بي سي له سیمه ییزو سرچینو موندلې چې د نیمروز ولایت چخانسور ولسوالۍ چې د وګړو شمېر یې ۱۶۰۰۰ اټکل شوی یوازې یو روغتیايي مرکز لري.

په دې کلینيک کې ارزو حلیمي یوازینۍ هغه قابله ده چې د ټولو میندواره ميندو او ماشومانو ژوند ورپورې تړلی دی.

د ولسوالۍ ټول اوسېدونکي، نارینه، ښځې او ماشومان همدې یوه کلینیک ته راځي او مخته یې کتارونه جوړ وي.

نورو ناروغانو ته انتظار خونه کې ناسته ښايي یو څه د زغم وړ وي،‌ خو د انتظار هره شېبه بیا د هغې میندواره ښځې لپاره د کال هومره اوږدېږي،‌ چې د زېږون لپاره په کتار کې ناسته وي.

اروز وايي: "کلینیک کوچنی دی او مراجعین ډېر دي" هغسې پاملرنه یې نه کېږي، څه ډول چې پکار ده.

۳۲ کلنه ارزو چې له شپږو کالو راهیسې د دې ولسوالۍ یوازینۍ قابله ده، له کور تر کلینیکه یې پنځه دقیقې پر پښو مزل دی. مخکې به یوازې تلله، خو اوس چې د طالبانو حکومت د ښځو لپاره د محرم مسله جدي کړې، هره ورځ یې مېړه تر روغتون بیايي او بېرته یې راولي.

روغتون کې د هغې د کار وخت له سهار اته نیمو د ماسپښین تر درې نیمو وي، خو تل یې موبایل ته سترګې وي

چې کله به پرې زنګ راځي چې روغتون ته ځان ور ورسوي.

د چغانسور ولسوالۍ کلینیک چې د زېږون لپاره یو وارډ لري او یو کټ پکې پروت دی، که غبرګې ښځې د زېږون لپاره ورته راځي نو باید بهر دهلیز کې په تمه پاتې شي چې هم قابله او هم دا یوازېنی کټ‌ ورته وزګار شي.

دا بیا نه وي مالومه چې د زېږون دردونو راخیستې میندواره ښځه خپل ماشوم د وارډ تر کټه رسوي او که دهلیز کې یې ماشوم پیدا کېږي.

ارزو وايي: "د کار فشار بیخي ډېر دی. زه شپه او ورځ کار کوم. د ورځې کلینیک کې یم او بیا کور ته راځم. د شپې هر وخت چې ولادي ناروغ راشي زه باید کلینیک ته لاړه شم. د ورځې هم که په جنازه کې یم یا په واده کې، ځان باید راورسوم."

ارزو مو وپوښتله که لرې په سفر تللې وي او یا کومه بله جدي ستونزه ورته پېښه وي چې روغتون ته نه شي تللی، تشه یې څنګه ډکوي؟.

"روغتون کې که نه یم او ورته رارسېدلی نه شم یا مې پر ځای له بلې ولسوالۍ یوه قابله راځي او یا هېڅوک نه وي چې له میندواره مېرمنو سره د زېږون پر مهال مرسته وکړي. ناروغ که د زیږون لپاره راشي د روغتون د بندو دروازو له شا بېرته ستېږي."

بله قابله له یوې بلې نژدې ولسوالۍ راځي‌ چې ډېر کله ورته لاسرسی نه وي.

وروستیو کې د امریکا د مرستو کمښت افغانستان کې د روغتیا برخه ډېره زیانمنه کړې. د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو مشر ټام فلیچر ویلي، وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په سویلي ولایتونو کې شاخوا ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. خو د طالبانو حکومت لا هم د تړل شویو روغتیايي مرکزونو د کره شمېر په اړه څه نه وايي.

د طالبانو حکومت کې د روغتیا وزارت پخواني چارواکي د دغه وزارت د کلني رپوټ ورکولو پر مهال ویلي و"افغانستان کې له ۴۰۰ ولسوالیو یوازې ۹۳ ولسوالۍ یې روغتونونه لري"

نو په دې حساب په هرو څلورو ولسوالۍ کې یې یوه ولسوالۍ روغتون لري.

میندواره ښځې پر موټرسایکل روغتون ته وړل کېږي

میندواره ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د زېږون پر مهال د مور د مړینې کچه پکې لوړه ده.

فاطمه چې دلته یې د خوندیتوب لپاره نوم مستعار یادوو د غور د الله یار ولسوالۍ اوسېدونکې ده. د دغې سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي چې ولسوالۍ یې یوازې دوه کوچني روغتیايي مرکزونه لري.

فاطمه د اتو میاشتو مېندواره وه. ناڅاپه یې فشار لوړ شو. هغې باید ساعتونه مزل کړی وای او ځان یې د بلې ولسوالۍ روغتون ته رسولی وای.

"پر موټر سایکل مې پنځه شپږ ساعته مزل وکړ. روغتون ته ورسېدم خو، ماشوم مې په خېټه کې مړشوی و."

غور چې یو غرنی ولایت دی سختو لارو او لوړو ژورو یې د خلکو ژوند ګران کړی. خو د دې ستونزو سربېره د روغتیايي کلینکونو او قابله ګانو نشتون او پام وړ کمښت د میندوارۍ پر مهال د ښځو ژوند ته لوی ګواښ دی.

غور کې د الله یار ولسوالۍ یوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته ویلي، "د دغې ولسوالۍ ۹۰ سلنه ښځې په کور کې زیږون کوي."

ارزو وايي، د دوی په ولسوالۍ کې هم ورته کیسه ده "میندواره ښځه باید په موټر کې دوه درې ساعته مزل وکړي چې روغتون ته راورسول شي. هغه کورنۍ چې وس نه لري. ډېرې ښځې یې کور کې زېږون کوي."

د قابلو کمښت

میندواره ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت تېر ۲۰۲۴ کال افغانستان کې د نجونو او ښځو پر طبي زدکړو هم بندیز ولګاوه.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې د لس زره کسانو پر سر باید لس قابلې وي.

نو په دې حساب د افغانستان د وګړو شمېر چې اټکل کېږي شاوخوا ۴۰میلیونه دی، ۴۰ زره قابلو ته اړتیا ده.

د طالبانو حکومت کې یوه کس چې تازه له هېواده وتلی بي بي سي ته منلې چې دغه هېواد کې پنځه زره قابلې موجودې دي او د هغه شمېر شلمه برخه جوړوي چې د روغتیا نړویوال سازمان یې سپارښتنه کړې.

خو د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې بیا بي بي سي ته ویلي چې افغانستان کې اوسمهال لس زره قابلې شته.

بي بي سي هڅه وکړه چې د طالبانو له حکومته د قابله ګانو د کره شمېر په اړه مالومات ترلاسه کړي، خو د کره مالوماتو له شریکولو یې ډډه وکړه.

د پرځېدلي جمهوري حکومت د روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین بشیر نورمل بیا د افغانستان روغتیايي سیسټم کې د ښځینه او نارینه کارمنانو نه انډول ته په اشارې ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې هم د روغتیا برخې کارمنانو یوازې ۳۲ سلنه یې ښځې وې.

د طالبانو حکومت روغتیا وزارت یوه پخواني چارواکي چې څو میاشتې مخکې یې رسمي دنده درلوده بي بي سي ته ویلي، په شلو لري پرتو ولسوالیو کې هیڅ ښځینه روغتیايي کارکوونکې نشته.

د ځینو ولسوالیو ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته ويلي، د افغانستان په یو شمېر ولسوالیو کې غیر مسلکي ښځې چې مسلکي زدکړې نه لري، د قابلو په توګه کار کوي.

د نړیوالو سازمانونو د مالوماتو له مخې، افغانستان کې د زېږون پر مهال د مېندو مړینه د نړۍ په کچه لوړه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۲۰ کال کې اټکل کړی و، چې افغانستان کې هره ورځ ۲۴ ښځې د زېږون پر مهال مري.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې رپوټ ورکړی و چې افغانستان کې هرو ۱۰۰،۰۰۰ ښځو کې ۶۲۰ یې د زېږون پر مهال مري.

د طالبانو حکومت تېر کال د نجونو او ښځو پر طبي زدکړو هم بندیز ولګاوه چې دې کار د مور او ماشوم په تړاو اندېښنې لا زیاتې کړې.

ارزو پخپله د (سي مي) په نامه یوې بهرنۍ موسسې له خوا چې اوس یې افغانستان کې فعالیت بند شوی، قابله ګۍ برخه کې زدکړې کړي دي.

که دې برخه کې څه مثبت بدلون رانشي، د وخت په تېرېدو به د قابله ګانو د کمښت ستونزوه لاپسې ډېره شي.

دا هغه اندېښنه ده چې ارزو یې په اړه وخت نا وخت فکر کوي او ځورېږي.

هغه وايي: "راتلونکې ته اندېښمنه یم. که زه تقاعد شم مېندواره ښځو سره به د زېږون پر مهال څوک مرسته کوي. دا به یو ناورین وي."