ولې یو څه پېتاوي ته اړتیا لرو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
تر کلونو پورې ویل کېدل، چې کله اسمان شین او لمر ختلی وي، د لمروړانګو مخنیوي له کریمو پرته ګرځېدل ښايي خطرناک وي، خو رښتیا دا دی، چې انسانان د لمر وړانګو ته اړتیا لري او په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې دا اړتیا لا زیاته شي چې لمر په کې ډېر نه څرګندېږي.
د لمر وړانګې د انسانانو له خواشینۍ، خوشحالۍ سره تړاو لري، د وینې لوړ فشار کمولای شي، د هډوکو پیاوړتیا لپاره ګټه لري او ان د بدن مدافعت پر نظام مثبت اغېز کولای شي.
پیتاوي ته کېناستل او د لمړ وړانګو جذبول له فزیکي او رواني پلوه د انسانانو روغتیا ته خورا ډېره ګټه لري. د لمر وړانګو له مخامخ جذب پرته د انسان بدن ویټامن ډي نه تولیدوي. دا هغه کیمیاوي مواد دي، چې د هډوکو، غړو (عضلاتو) او د بدن مدافع نظام لپاره خورا اړین بلل کېږي.
لمر ته ګرځېدل بیا د ویټامین ډي موندلو تر ټولو اسانه او مهمه سرچینه ده. د بریتانیا په ګډون په ګڼ شمېر هېوادونو کې له اپریل میاشتې تر سپتمبر پورې داسې موسم دی، چې معمولاً اسمان شین، لمر ختلی وي او انسانان کولای شي د لمر له وړانګو ویټامن ډي ترلاسه کړي.
د ځینو ژویو په څېر د انسان بدن هم په اوړي کې ترلاسه کړي ویټامن ډي د بدن له وازدې سره زېرمه کوي او په ژمي کې بیا ترې ګټه اخلي.
د سړو سیمو ډېری اوسېدونکي د ویټامن ډي په کمښت اخته وي، چې بیا همدا د حافظې کمزورتیا، د بدن په مدافعتي نظام کې د ګډوډۍ او شکرې په ناروغۍ د اخته کېدو لامل هم کېدای شي.
خو د لمر وړانګو ګټه یوازې ویټامن ډي نه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مزاج په ښه کېدو کې د لمر وړانګو رول
موږ ټول پوهېږو چې پیتاوی ښه لګېږي. لامل یې دا دی، چې د لمر وړانګې د انسان په ذهن کې د سیروتونین په نامه د یو ډول هارمون تولید زیاتوي، چې نه یوازې د انسان تمرکز ورسره زیاتېږي، بلکې د ارامتیا لامل کېږي.
په یوه څېړنه کې معلومه شوه، چې کله اسمان شین وي، لمر ختلی وي، د انسانانو په وینه کې د سیروتونین کچه د هغو ورځو پرتله ډېره وي، چې وریځ او لمر پټ وي. په څېړنه کې دا هم معلومه شوه، چې په مغز کې د سیروتونین تولید کچه د لمر له مخامخ روښانه وړانګو سره تړلې ده او په دې کې د موسم څرنګوالی یا بهر د تودوخې درجه هېڅ ډول رول نه لري.
د دې تر څنګ ځینې نورې څېړنې وايي، د لمر مخامخ وړانګې د اندورپین له تولید سره هم تړاو لري، چې د بدن په ژوڼکو یا حجرو کې پیدا کېږي او د انسان احساس ورسره ښه کېږي.
د لمر رڼا په هکله ویل کېږي، چې د وینې لوړ فشار په کمولو کې هم رول لري. د ایډینبورغ پوهنتون ساینسپوهانو ته په یوه تجربه کې معلومه شوه، چې که یو څوک د ۲۰ دقیقو لپاره خپله اوږه د لمر رڼا ته کړي، همدا د انسان په پوټکي کې د نیټریک اکسايډ دومره تولید لپاره کافي ده، چې د وینې لېږدونکي رګونه ورسره پاسته شي او د بدن لاندینۍ برخې ته وینه ورسوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لمر وړانګې او پیاوړتیا
د انسان بدن هډوکو ته ویټامن ډي خورا اړین دي او دا د انسان د پیاوړتیا لامل کېږي. یوه وروستۍ څېړنه ښيي، چې د ویټامن ډي ترلاسه کولو د لوبغاړو عضلاتو ته ګټه کړې او ښايي د دې لامل د ژوڼکو یا حجرو تحریک زیاتېدل وي.
داسې لاسوندونه هم موندل شوي، چې دا په تنفسي نظام کې د انفکشن مخنیوي کې ګټه کوي او د بدن مدافعتي نظام ورسره پیاوړی کېدای شي. له همدې کبله ماهرین د لمړ وړانګو ترلاسه کول خورا اړینه چاره بولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لمر وړانګې د ویټامن ډي تر ټولو مهمه سرچینه
دا سمه ده، چې ویټامن ډي له خوړو هم ترلاسه کېدای شي، خو دا بیا ډېره سخته ده، چې یوازې له خوړو به کافي اندازه ترلاسه شي. سالمون، ماکریل او ساردین د کبانو هغه ډولونه دي، چې د ویټامن ډي ترلاسه کولو لپاره غوره خواړه بلل کېږي.
د هګۍ ژیړ او مرخیړي بیا هغه سابه بلل کېږي، چې تر یوه بریده پکې دا ویټامن شته، خو یوازې له خوړو نه د ویټامن ډي دومره کچه ترلاسه کول چې بسنه وکړي، خورا ګرانه چاره ده.
له نیکه مرغه ښه او اسانه لاره یې بیا دا ده، چې هره ورځ تر ختلي لمر لاندې قدم ووهل شي. کله چې د لمر وړانګې زموږ پر بدن لګېږي، انساني بدن دا وړتیا لري، چې په مناسب غذایت یې بدل کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
څومره کافي دي؟
د لمر له وړانګو د تر لاسه کېدونکي ویټامن ډي کچه د بېلابېلو انسانانو تر منځ توپیر لري او دغه راز د پوټکي رنګ په څرنګوالي پورې هم تړاو لري. دغه راز د اوسېدو سیمه او د حساسیت کچه هم پکې مهم رول لري. تر ټولو مهمه دا ده، چې باید پوټکی و نه سوځي.
په نسبتاً زیات غنمرګي پوټکي کې یو ډول ماده وي، چې میلانین نومېږي، چې د لمر له تېزو وړانګو د یوه طبیعي ساتونکي یا سن سکرین په توګه کار کوي، وړانګې جذبوي او پوټکی له خرابېدو ژغوري.
خو د همدې چارې بیا یو بل اړخ دا دی، چې بالاخره ویټامن ډي په سخت ترلاسه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پوټکي یو څه برخه باید لوڅه شي
معمولا فکر کېږي، چې د لمر وړانګو جذب لپاره د مخ لوڅېدل بسنه کوي، خو رښتینې ګټه هغه وخت ترلاسه کېدای شي، چې تر یوه بریده څنګلې او لینګي هم د لمر پر وړاندې لوڅ وي. ماهرین وايي، که اسمان وریځ هم وي، بهر ته وتل اړین دي، ځکه له دې سره له نریو وریځو یوه اندازه (یو وې) وړانګې ترلاسه کېدای شي.
ښايي دا په اسانۍ سره زړه ته و نه لوېږي، چې په ټکنده غرمه کې چې لمر نیمايي اسمان ته رسېدلی وي، څوک د لمر وړانګو پر وړاندې بهر ته ووځي، خو ماهرین وايي، په غرمه کې قدم وهل ښايي د ویټامن ډي ورځنۍ وړتیا پوره کولو لپاره مناسب وخت وي.
د مانچسټر پوهنتون پروفیسره ان وېب وايي: ''د ورځې سم نیمايي هغه وخت دی، چې د پوټکي سرطان له خطر سره د لږ احتمالي مخامختیا پرته تر ټولو ډېر ویټامن ډي ترلاسه کېدای شي.''
دا چاره د هغو نورو هېوادونو پرتله چې لمر پکې ډېر تېز وي، یوازې د بریتانیا لپاره ښه ده. که څوک د ډېر وخت لپاره بهر ته وځي او د لمر وړانګو له کبله یې د پوټکي سوځېدو احتمالي خطر وي، باید د مخنیوي اقدامات یې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
لږ او ډېری وخت
د لږ وخت لپاره او اکثر پیتاوي ته ګرځېدل تر ټولو مناسبه چاره بلل کېږي. ښايي داسې فکر وکړو، چې تر ډېرو پورې لمر ته ګرځېدل به د ویټامن ډي زیاتې کچې ترلاسه کولو لامل کېږي، خو ماهرین وايي، د انسان بدن ته د اړتیا وړ ویټامن ډي ډېره برخه په هماغو لومړنیو شېبو کې رسېږي، چې د لمر له وړانګو سره مخامخ کېږو.
دغه راز د پوټکي سوځېدو مخنیوي لپاره هم لمر ته تر ډېرو پورې د نه ګرځېدو چاره مناسبه بلل کېږي. که پوټکی مو زیات حساس وي، یا هم داسې دارو-درمل کاروئ، چې د حساسیت لامل کېږي، باید لا زیات احتیاط وشي.
د پوټکي لپاره د داسې تولیداتو کارولو په صورت کې چې ریتینول یا نور قوي ایکسفولیانټس پکې کارول شوي وي، د لمر وړانګو مخنیوي کریمونو کارولو توصیه شوې ده، ځکه دا مصنوعات له لمر وړانګو سره د پوټکي پر حساسیت اغېز کولای شي.
د ځینو خلکو لپاره ښايي دا هم سخته وي، چې تر ډېرو پورې بهر وګرځي یا د پوټکي ډېره برخه لوڅه کړي. په ژمي کې بیا ډېر خلک د درملو په بڼه هم ویټامن ډي اخلي. اړتیا یې هم خورا زیاته نه ده، بلکې تر ۱۰ مایکرو ګرامو یا ۴۰۰ نړیوالو یونټونو پورې ورځنی خوراک یې له دې مهمو ویټامنو د ګټې اخیستو لپاره بسنه کوي.











