انګلستان کې داسې رومیان بازار ته وړاندې کېږي چې 'بدن کې ویټامن ډي زیاتوي'

Gene edited tomotoes

د عکس سرچینه، BBC News

د عکس تشریح، که اجازه ورکړل شي، د رومیانو تر څنګ ښايي په ځینې نورو سابو کې هم جنیټک بدلونونه راوستل شي.
    • Author, پالاب ګهوش
    • دنده, د ساینسي چارو خبریال

تمه کېږي په انګلستان کې به ژر داسې رومیان په بازارونو کې پلور ته وړاندې شي، چې د انسان بدن کې د ویټامن ډي وده زیاتوي.

څېړونکو د دې رومیانو په جنیټک کوډ کې بدلون راوستی، یو ځانګړی مولیکول یې پکې بند کړی او له هغه وروسته یې بوټي کرلي دي.

انګلستان کې به په سوداګریزه کچه د دې ډول رومیانو کرنې اجازې لپاره پر چارشنبه پارلمان ته یو قرارداد هم وړاندې شي.

برتانیا کې اوس د اروپايي ټولنې محدودیتونو له کبله په جنټیک ډول د بدل شویو غلو - دانو او سابه فصل اجازه نه وه، خو له اروپايي ټولنې وتلو وروسته اوس بریتانیا کولای شي دې لړ کې خپل اصول وټاکي.

د یادونې ده، چې له شپږو بریتانویانو یو په بدن کې د ویټامن ډي له سخت کموالي سره مخامخ دی، چې د غښتلو هډوکو، عضلاتو لپاره او دغه راز له سرطانونو د خوندي پاتې کېدو لپاره خورا اړین دي.

پروفیسره کاتي مارټین چې په جان اینس مرکز کې د څېړونکو ډلې مشره ده، په دې هکله وايي، د طبیعي بوټو په ژورنال کې د دې خپرې شوې څېړنې پایله خورا ګټورې دي.

نوموړې زیاتوي: ''د انسانانو لپاره په بدن کې د کافي ویټامن ډي تولید ته نیم ساعت بسنه کوي، چې تر لمر لاندې وګرځي، خو ګڼ کسان دومره وخت نه لري، چې له کورونو بهر وګرځي، ځکه دوی (د ویټامن ډي) اضافي خوراک اخلي او دا رومیان به د دوی په خوراک کې د ویټامن ډي ترلاسه کولو لپاره یوه بله سرچینه شي. ''

د جنیټک بدلون پروسه یوه نسبتاً نوې تکنالوژي ده.

په دې کې د بوټیو ډي این اې ټوټه - ټوټه کېږي او له همدې لارې یې ځینې جینونه یا بندیزي او یا هم پرانیستل کېږي.

مخکې به د جین پیوند لپاره ځینې وخت ان د بل ډول بوټیو جینونه پکې ټومبل کېدل.

خو په اروپايي ټولنه کې له تېرې نژدې ربع پیړۍ راهیسې د خلکو مخالفت او خوندیتوب ځینې اندېښنو له کبله پر دواړو ډولونو بندیز لګېدلی و، چې په نورو هېوادونو کې د غلو - دانو او سابه لپاره دود دي.

بریتانیا تر اوسه د دې دواړو تخنیکونو لړ کې د اروپايي ټولنې تګلاره تعقیبوي، خو که پارلمان اجازه ورکړي، دې لړ کې به خپلې تګلارې وټاکي.