څېړنه: رومیان ښایي د بې اولاده نارینه و ستونزه حل کړي

د یوې نوې ارزونې له مخې په رومیانو کې لایکوپین شته چې ښايي د نارینه سپرم په وده کې ښه والی راولي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د یوې نوې ارزونې له مخې په رومیانو کې لایکوپین شته چې ښايي د نارینه سپرم په وده کې ښه والی راولي.

د یوې نوې ارزونې له مخې په رومیانو کې لایکوپین په نامه یو ډول مواد شته چې ښايي د نارینه سپرم په وده کې ښه والی راولي. د څېړنې له مخې که یو روغ سړی د اضافي خوړو په ډول په ورځ کې یو ځل د رومیانو د روب دوه کاشوغې وخوري جنسي ځواک یې تر پخوا ښه کېږي.

که غواړئ همدغومره لایکوپین له پخو رومیانو ترلاسه کړئ، نو باید دوه کیلو رومیان وخورئ. په هغو واده شویو جوړو کې چې بې اولاده وي، ډېر کله ستونزه د سړیو کمزوري وي.

په وګړو کې د بې اولادۍ د برخې کارپوهان وایي، پر هغو نارینه و دې لا ډېرې څېړنې وشي چې اولاد نه لري، او د خپلې کمزورۍ په اړه شکایت کوي.

د برتانیا د روغتیا ملي اداره (اېن اېچ اېس) هغو سړیو ته چې اولاد یې نه کېږي او ستونزه هم په سړي کې وي سپارښتنه کوې چې سالم ژوند غوره کړي او ازاد کالي واغوندي.

خو په ټولنه کې دا فکر کیږي چې د ځینو خوړو په واسطه کاله کې د بچي پیدا کېدو امکان پیدا کیږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ټولنه کې دا فکر کیږي چې د ځینو خوړو په واسطه کاله کې د بچي پیدا کېدو امکان پیدا کیږي.

په دې ارزونه کې سپارښتنه شوې چې دغه کسان باید پر ځان عصبي فشار کم کړي او ځان ډاډه کړي چې د ژوند له ملګرې سره په هغه دوره کې چې د مور کېدو لپاره ښځه چمتو وي، په منظم ډول جنسي اړیکي وساتي چې د مینداوره کېدو شونتیا یې ډېره شي.

په عامه توګه په ټولنه کې داسې عقیده شته چې د ځینو شیانو په خوړلو سره نارینه کولای شي چې د اولاد زېږولی ځواک ډېر کړي.

د څېړنې پایلې ډاډ بښونکې دي:

په څېړنه کې ۶۰ نارینه و د ۱۴ اوونیو لپاره ګډون وکړ. په دې ۱۴ اوونیو کې دوی ته په خوراک کې لېپټو لایکوپېن ورکول کېدل، چې په رومیانو کې موندل کېږي.

د څېړنې په پیل، نیمایي او بیا په پای کې د دې نارینه و د مني یا سپرم معاینه وشوه. له پایلو جوته شوه چې د رومیانو په خوړلو سره، که څه هم د سپرم او مني کچه نه دېرېږي، خو حرکت پکې پیدا کېږي او جوړښت کې یې هم بدلونه راځي.

څېړونکي وایي، که څه هم په دې برخه کې لا ډېرو څېړنو ته اړتیا شته، خو دوی له لومړنیو پایلو خوښ دي.