د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ویلي ایران لخوا روسیې ته د توغندیو ورکولو د اوکرایین بحث بدل کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لمي د کیېف د سفر پر مهال بيبيسي ته ویلي، ایران لخوا روسیې ته د توغندیو ورکړې، اوکرایین له لوري د روسیې خاوره کې دننه د اهدافو په نښه کولو لپاره د لوېدیځ له اړخه د ورکړل شویو اوږد واټنه توغندیو د کارېدو بحث بدل کړی دی.
ښاغلی لمي او د هغه امریکايي سیال انتوني بلېنکن لندن کې تر کتنې وروسته اوکرایین ته تللي دي.
دوی هلته له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي سره وکتل، چې په پرله پسې ډول له خپلو لوېدیزو متحدانو غواړي چې دوی ته د ورکړو وسلو پر کارېدو لګولی محدودیت لېري کړي.
امریکا او بریتانیا تر اوسه اوکرایین ته دا اجازه نه ده ورکړې چې اوږد واټنه توغندي روسیه کې دننه د اهدافو ویشتلو لپاره وکاروي.
دوی اندېښنه لري چې دا کار به د جګړې پر اور تېل وپاشي.
خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چارشنبه کیېف کې یوې خبري غونډې ته وویل، ولسمشر جو بایډن ښايي د بریتانیا له لومړي وزیر کیېر سټارمر سره د جمعې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې په پلان شوې لیدنه کې د اوږد واټنه توغندیو د کارېدو پر موضوع وغږېږي.
ښاغلي بلېنکن د دغه ګام له کبله د کړکېچ د ډېرېدو خطر په تړاو د پوښتنې ځواب کې وویل:
"اوس موږ روسیې لخوا له ایرانه د بالېستیک توغندیو ترلاسه کولو د عمل شاهدان یو، چې دا به په اوکرایین کې د دوی یرغل لا نور پیاوړی کړي. نو څوک چې تشدېدونکي ګامونه اخلي، داسې ښکاري چې ښاغلی پوتین او روسیه دي."
لمي دا روښانه نه کړه چې ایا امریکا او بریتانیا به اوکرایین ته اجازه ورکړي چې د لوېدیځ لخوا ورکړل شوي اوږد واټنه توغندي د روسیې خاوره کې د اهدافو په نښه کولو لپاره وکاري که څنګه.
خو نوموړي وویل: "زه دې ته چمتو نه یم چې پوتین ته امتیاز ورکړم."
د امریکا ولسمشر که څه هم ویلي چې اداره یې په دې برخه کې د لګېدلو محدویتونو پر لېرې کولو غور کوي، خو تر اوسه په زغرده کومه پرېکړه نه ده شوې.
دا په داسې حال کې ده چې ولودمیر زېلېنسکي چارشنبه وویل، د روسیې خلاف جګړه کې یې د هېواد بریا "تر ډېره د متحدو ایالتونو په ملاتړ پورې تړلې ده."
د هغه بهرنیو چارو وزیر اندريې سېبیها هم ویلي، چې "ایران لخوا روسیې ته د بالېستیک توغندیو د لېږد امکان په اړه رپوټونو ته په کتو دا مهمه ده" چې د اوږد واټنه توغندیو پر کارېدو د لګېدلو محدویتونو لغوه کېدو پر لور ګامونه واخیستل شي.
هغه زیاته کړې "موږ باید زړور عمل وکړو."

د عکس سرچینه، Mashregh
ښاغلي لمي له بيبيسي سره په یوه مرکه کې وویل، د ایران لخوا روسیې ته د بالېستیک توغندیو ورکول "په څرګند ډول بحث بدلوي" ځکه چې دا وسله له روسي ځواکونو سره "اوکرایین ته په نور نفوذ کولو" کې مرسته کوي.
هغه وویل: "دا ډېره خطرناکه ده."
نوموړي زیاته کړه: "څنګه چې موږ ګورو روسیه له خپلو شریکانو سره کار کوي، موږ له ایران څخه روسیې ته د بالستیک توغندیو لېږد وینو، دا مهمه ده چې موږ د اوکرایین ملاتړ لپاره ډېر څه وکړو چې دوی په خپلو هڅو کې بریالي شي."
ښاغلي لمي د چارشنبې پر ورځ دا اعلان هم وکړ چې هېواد به یې له اوکرایین سره د انرژۍ، ثبات او بشردوستانه اړتیاوو برخه کې ملاتړ لپاره د ۷۸۰ میلیون ډالرو مرسته وکړي.
همدا راز ښاغلي بلېنکن هم د انرژۍ سکتور او ماینپاکۍ لپاره د مالي مرستو په ګډون، له کیېف سره ۷۰۰ میلیونه ډالر نوره مرسته اعلان کړه.
له اوکرایین سره دغه تازه مرسته له هغې وروسته اعلانېږي چې امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني پر ایران روسیې ته د اوکرایین جګړه کې کارېدو لپاره د بالېستیک توغندېو ورکولو له کبله نور بندیزونه ولګول.











