په امریکا کې د محمد بن سلمان تود هرکلی: ټرمپ د خاشقچي د وژنې په تړاو د سعودی د وليعهد دفاع وکړه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د سې شنبې په ورځ (نومبر ۱۸مه) یې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان تود هرکلی وکړ وویل، شهزاده محمد بن سلمان په "۲۰۱۸ کال کې د جمال خاشقچي د وژنې په اړه هېڅ معلومات نه لرل".

د ښاغلي ټرمپ څرګندونې د ۲۰۲۱ کال د امریکا د استخباراتو د ارزونې سره په ټکر کې دي. په هغو کې ويل شوي وو چې ځواکمن ولیعهد د هغو عملیاتو اجازه ورکړې وه چې په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې د جمال خاشقچي د وژنې لامل شول.

محمد بن سلمان، چې هر ډول ناسمه کړنه یې رد کړه، په سپینه ماڼۍ کې وویل، سعودي عربستان د خاشقچي د وژنې د څېړلو لپاره "ټول سم کارونه" کړي دي.

د خاشقچي له وژل کېدو وروسته د امریکا او سعودي اړیکې یو څه ترينګلې شوې او دا له هغه راهيسې امریکا ته د محمد بن سلمان لومړنی سفر دی.

د سې شنبې په ورځ، په اوول دفتر کې، چې په امریکا کې د ولسمشر رسمي استوګنځی دی، ډونلډ ټرمپ د خاشقچي د وژل کېدو د پوښتنې په ځواب کې وويل، "تاسو د هغه چا په اړه خبرې کوئ چې په حیرانونکي ډول جنجالي و. ډېری خلکو هغه نه خوښاوه. که تاسو یې خوښوئ یا نه، دا شیان پېښېږي."

خو نوموړي زياته کړه، "هغه [وليعهد] په دې اړه هېڅ معلومات نه لرل. تاسو بايد زموږ مېلمه ونه شرموئ".

په همدې مهال محمد بن سلمان وويل، سعودی د وژنې د قضيې پلټلو لپاره "ټول اړین ګامونه" پورته کړي دي او دا پېښه یې دردناکه او "لویه تېروتنه" وبلله.

د جو بایډن د حکومت پر مهال په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د استخباراتو یوه راپور کې راغلي وو چې د سعودي ولیعهد په استانبول کې د خاشقچي د "نیولو یا وژلو" پلان تصویب کړی و. په هرصورت، د ډونلډ ټرمپ د ادارې پر مهال، د سپینې ماڼۍ چارواکو د راپور له خپرولو څخه ډډه وکړه.

په داسې حال کې چې له وژنې وروسته د سعودي لسګونه چارواکي له بندیزونو سره مخ شول خو په شخصي توګه هېڅ بنديز په محمد بن سلمان و نه لګول شو.

سعودي عربستان هغه وخت راپور "منفي، ناسم او د نه منلو وړ" بللی و.

د سې شنبې په ورځ، د جمال خاشقچي مېرمنې د سعودي له ولیعهد وغوښتل چې د هغې د مېړه د وژنې له امله ترې بخښنه وغواړي، او ویې ویل چې د دې عمل لپاره "هېڅ توجیه" نشته.

هغې پر اېکس ليکلي، "وليعهد شهزاده بخښنه غوښتې، دی باید له ما سره وګوری، بخښنه وغواړي او زما د مېره د وژنې تاوان راکړي".

تمه کېده چې د ډونلډ ټرمپ او محمد بن سلمان ترمنځ د سې شنبې په ورځ په غونډه کې د ملکي اټومي انرژۍ، مصنوعي استخباراتو او په امریکا کې د سعودي پانګونې په اړه هوکړې لاسليکې شي. هغه پانګونه چې وړاندې ۶۰۰ میليارده ډالره ښودل شوې وې وه اوس يو ټريلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.

د ډونلډ ټرمپ په څېر، محمد بن سلمان هم امریکا "اوس مهال په نړۍ کې ترټولو لوی او زړه راښکونکی هېواد" وباله او د "اوږدمهاله فرصت" رامنځته کولو لپاره یې د امریکا د ولسمشر ستاینه وکړه.

دواړو مشرانو سعودي عربستان ته د پرمختللو اېف -۳۵ جنګي الوتکو د احتمالي پلور په اړه هم بحث وکړ.

ښاغلي ټرمپ وویل چې که څه هم د صادراتو جوازونه لا نه دي بشپړ شوي، هغه تمه لري چې د سعودي عربستان او د امریکا د دفاعي شرکت لاک هیډ مارټین ترمنځ به یوه هوکړه وشي.

احتمالي پلور د ځینو اسرائیلي چارواکو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې دي.

خو د امریکا ولسمشر وویل چې سعودي عربستان ته پلورل شوی بڼه به په پراخه کچه د اسرائیل لخوا کارول شوي ماډل سره ورته وي.

په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او د سعودي وليعهد ليدنه

د سعودي شهزاده محمد بن سلمان واشنګټن ته له رسېدا وروسته له سپینې ماڼۍ بهر د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره چې هرکلي ته یې راوتلی و، په لاس روغبړ وکړ. ‌دا لومړی ځل دی چې په تېرو اوو کلونو کې د سعودي شهزاده واشنګټن ته سفر کوي.

د دې سفر موخه د امریکا او سعودي ترمنځ اقتصادي او د پانګونې اړوندو اړیکو پیاوړتیا ده او سعودي هڅه کوي له متحده ایالاتو سره یو پراخ دفاعي تړون لاسلیک کړي.

دا سفر ځکه هم مهم بلل کېږي چې سعودي په وروستیو کلونو کې د سترو بدلونونو شاهد و.

دغه هېواد د "اوپک پلس" له لارې د انرژۍ په نړیوال بازار کې خپل رول ډېر قوي کړی، د اقتصاد د رنګارنګۍ لپاره یې د بهرنۍ پانګونې پرمخ دروازې پرانیستې او د نړیوال منځګړتوب په برخه کې یې هم مهم رول لوبولی، په ځانګړي ډول د روسیې او اوکرایین د کړکېچ په مسله کې.

له بلې خوا واشنګټن هڅه کوي سعودي وهڅوي چې له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو لوري ته ګام واخلي، خو دا د هغو شرطونو په چوکاټ کې چې د سیمې دایمي سولې ته مناسبه فضا رامنځته شي او د امریکا ستراتیژیکې ګټې خوندي پاتې شي.

خو ریاض ټينګار کوي چې د دواړو هېوادونو د حل پر خپل دریځ ولاړ دی او باور لري چې رښتینې او تلپاتې سوله هغه وخت ممکنه ده چې د فلسطین قضیه په عادلانه او بشپړ ډول حل شي.

په ټوله کې دا سفر د سعودي عربستان د نړیوال رول د بدلون نښه ده؛ یو داسې رول چې یوازې د تېلو او اقتصاد له محوره د سیمې او نړۍ په مهمو سیاسي موضوعاتو کې فعال ګډون ته غځېدلی.

دواړه لوري هڅه کوي خپل شراکت لا پیاوړی کړي، سره له دې چې ځینې سیاسي او دیپلوماتیکې ننګونې هم شته.

تمه ده چې دواړه مشران به نن سه شنبې سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال د دفاع او ملکي اټومي انرژۍ په برخو کې پر معاملاتو خبرې وکړي. دا له هغه وخت راهيسې چې ترکیه کې خبریال جمال خاشقجي ووژل ش، .د سعودي د مشر لومړنۍ لیدنه ده.

ټرمپ: متحده ایالات به پر سعودي عربستان د F-35 الوتکې وپلوري

ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان له لیدنې مخکې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات به پر سعودي عربستان F-35 جنګي الوتکې وپلوري.

ټرمپ وویل: "موږ به دا کار وکړو. موږ به د F-35 الوتکې وپلورو. هغوی زموږ ډېر غوره ټلوال وو."

وروستی ځل چې شهزاده محمد بن سلمان د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال په ۲۰۱۸ کال کې امریکا ته تللی و، هماغه کال و چې خاشقجي په استانبول کې ووژل شو.

پخواني ولسمشر جو بایډن له وليعهد سره له لیدنې کتنې انکار وکړ او پر سعودي یې نیوکه وکړه چې د بشري حقونو وضعیت پکې خراب شوی دی.

بایډن په ۲۰۲۲ کال کې سعودي ته سفر وکړ چې په نورو موضوعاتو کې هوکړې ترلاسه کړي او ویې ویل چې د خاشقجي موضوع یې هلته راپورته کړې ده.

ټرمپ او وليعهد مخکې له دې په مې میاشت کې په ریاض کې سره لیدلي وو، هلته چې امریکا نژدې ۱۴۲ میلیارده ډالره وسلو د پلورلو لپاره موافقه وکړه. سپینې ماڼۍ دا په تاریخ کې "د دفاعي وسلو تر ټولو لویه معامله" بللې وه، چې د ۶۰۰ میلیارده ډالرو د پانګونې د لویې هوکړې یوه برخه وه. سعودي د امریکا د وسلو تر ټولو لوی پېرودونکی هېواد دی.

ځینې امریکایي دفاعي چارواکو د F-35 الوتکو د پلور په اړه اندېښنې څرګندې کړې، ځکه دغه الوتکې د نړۍ تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکې ګڼل کېږي.

هغوی له امریکایي رسنیو سره ویلي چې وېره لري سعودي ته د دې الوتکو ورکول به د پټې ټېکنالوژۍ لاسرسی زیات کړي چې کېدای شي وروسته له چین سره د دواړو هېوادونو د امنیتي اړیکو له مخې شریکه شي.

په اسرائیلو کې هم اندېښنې شته. ځینو چارواکو امریکایي او سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې دا معامله به د اسرائیلو د پوځي برلاسي لپاره ستونزې جوړې کړي.

اسرائیل په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو نژدې متحد دی او په سیمه کې یوازېنی هېواد دی چې د F-35 الوتکې لري.

د لوکهیډ مارټن د معلوماتو له مخې، د یوې F-35 (A ماډل) الوتکې منځنی قېمت شاوخوا ۸۲.۵ میلیونه ډالره دی.

ټرمپ د سعودي وليعهد په سپینه ماڼۍ کې هرکلی کوي او تمه ده رونالدو هم ګډون وکړي

یوه چارواکي تایید کړې چې د سعودي د فوټبال کلب النصر لوبډلمشر کرسټیانو رونالدو به نن د سعودي د وليعهد د لیدنې په مناسبت سپینې ماڼۍ ته ورشي.

چارواکي دا څرګنده نه کړه چې رونالدو د رسمي پلاوي برخه ده که نه.

رونالدو د نړۍ له تر ټولو نامتو فوتبالرانو دی او د سعودي د پرو لیګ مخ شوی دی، هغه لیګ چې د سعودي عربستان د فوټبال لوړه سیالي بلل کېږي.