د ټرمپ او پوتين له ليدنې مخکې اروپايي هېوادونو د سولې په خبرو کې د اوکرايين د ورګډېدو غوښتنه کړې

اروپايي مشران

د عکس سرچینه، EPA

د اوکرايين په ملاتړ اروپايي هېوادونه وايي، کېيف بايد له روسيې سره د سولې په خبرو اترو کې ښکېل کړل شي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ په الاسکا کې له خپل روسيې سيال ولادمير پوتين سره وګوري.

د بريتانيا، فرانسې، ايټاليا، جرمني، پولنډ، فنلنډ او اروپايي کميسینون مشرانو په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي چې، "په اوکرايين کې د سولې لار له اوکرايين پرته نشي ټاکل کېدی".

اروپايي مشرانو په دې اعلاميه کې ټینګار کړی چې، "نړيوالې پولې بايد په زور بدلې نشي."

دوی همدا ډول زياته کړې چې د اوکريين ډيپلوماټيک، پوځي او مالي ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي اندېښنه لري چې اوکرايين به د سولې خبرو ته و نه بلل شي. ده ويلي چې له کېيف پرته هر ډول هوکړه به "بې پايلې" وي.

د اوکرايين ولسمشر ويلي چې هېواد يې بايد له روسيې سره د سولې په پرېکړه کې ښکېل وي.

د ډونلډ ټرمپ او ولادیمر پوتین تر منځ راتلونکې اونۍ لیدنې ته غبرګون کې د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي ویلي، اوکرایین به ''اشغالګرو ته خپله خاوره نه پرېږدي.''

نوموړي د پیغامونو پر اپلېکشن ټيلیګرام یوه پیغام کې لیکلي، له اوکرایین پرته به هر حل ''د سولې ضد حل وي.''

له دې څو ساعته مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، د اګست پر ۱۵مه (جمعه) به د روسیې له ولسمشر ولادیمر پوتین سره د اوکرایین جګړې پر موضوع د خبرو لپاره په الاسکا کې وویني.

ولسمشر ټرمپ اشارتاً وویل، کېدای شي له روسیې سره د سولې په جوړجاړي کې اوکرایین ځینې ځمکې له لاسه ورکړي. نوموړي خبریالانو ته وویل: ''کېدای شي ځینې ځمکې تبادله شي.''

په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي اېس نیوز هم په خپل رپوټ کې وايي، سپینه ماڼۍ هڅه کوي، اروپايي مشران وهڅوي، چې اوکرایین د زاپوریژیا، خېرسون او دنباس په ګډون د ځینو سیمو پرېښودلو ته راضي کړي.

ولسمشر زېلینسکي په تېر کې هم د ځمکې امتیازاتو مخکیني شرطونه رد کړي دي.

له دې مخکې په سپينې ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ډونلډ ټرمپ د دې خبر پخلی وکړ او بیا یې پر خواله رسنۍ ولیکل، "د امریکا د ولسمشر په توګه به د روسیې له ولسمشر ولادیمير پوتین سره زما ډېره مهمه لیدنه د را روانې جمعې په ورځ د ۲۰۲۵ کال د اګست پر ۱۵ په الاسکا کې وي. نور جزیات به هم ژر په ډاګه شي."

وروسته د کریملېن یوه ویاند هم دا خبر تایید کړ او ویې ویل چې د ملاقات دا ځای "ډېر منطقي" دی، ځکه چې الاسکا روسیې ته نسبتاً نږدې سیمه ده.

د کریملېن ویاند همدا راز وویل چې ټرمپ ته روسیې ته د ورتګ بلنه هم ورکړل شوې ده چې ډېر امکان شته چې دویمه سرمشریزه به وي.

سپينې ماڼۍ لا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

تر اوسه اوکرايين هم د دغه هېواد په اړه د امریکا او د روسیې ولسمشرانو تر منځ دې لیدنې ته کوم بېړنی غبرګون نه دی ښکاره کړی.

ټرمپ او پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د یادولو ده چې تر دې مخکې ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې داسې یو ''ښه فرصت'' شته چې ''ډېر ژر'' د روسیې او اوکرایین له مشرانو سره په خپله وویني او په اوکرایین کې د جګړې ختمولو پر موضوع ورسره خبرې وکړي.

د تېرې چارشنبې پر شپه د امریکا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ښاغلي ټرمپ پوښتنه وشوه، چې ایا اوکراییني ولسمشر ولودیمر زېلینسکي او پوتین منلې چې په یوه درې اړخیزه غونډه کې به ګډون کوي، ولسمشر ټرمپ وویل، داسې ''یو ښه امکان و'' خو زیات جزیات یې ورنه کړل.

بل لور د روسیې خبري اژانسونو د کریمیلین سلاکار یوري یوشاکوف له قوله ویلي چې په مسکو کې له پوتین سره د ټرمپ استازي سټېو ویټکووف او پوتین تر منځ خبرو کې د درې اړخیزې غونډې خبره شوې، خو په خبره یې روسیې پر دې موضوع ''له تبصرې ډډه کول غوره کړل.''

ویټکووف سږ کال تر اوسه څلور ځله مسکو ته سفر کړی. د ده له هر سفر وروسته ولسمشر ټرمپ هیله څرګنده کړې، چې په نژدې راتلونکي کې به یو اوربند وشي. خو تېره میاشت له بي بي سي سره خبرو کې هغه ومنله چې پوتین څلور سره ځله ناهیلی کړی دی.

خو دا ځل د امریکا د ولسمشر لهجه لا زیاته له احتیاطه ډکه ده. نوموړي پر چارشنبه خبریالانو ته وویل: ''زه دا ډېر لوی پرمختګ نه بولم... موږ له اوږدې مودې راهیسې په دې تړاو کار کوو. زرګونه ځوانان مري... زه دلته یم، چې دا هر څه پای ومومي.''

بل لور پر چارشنبه کریمیلین یوه مبهم بیان خپور کړ، دا خبرې یې ''رغنده'' وبللې او ویې ویل، چې دواړو لوریو د ''اشارو'' تبادله کړې.

له دې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویل شوي و، چې ټرمپ غواړي ډېر ژر، یعنی راتلونکې اونۍ له پوتین سره شخصا وویني، چې له هغه وروسته به د زېلینسکي په ګډون یوه درې اړخیزه احتمالي غونډه ورپسې وي.

ولودیمر زېلنسکي ویلي، له ټرمپ او اروپايي مشرانو سره د ویټکووف سفر په هکله غږېدلی دی.

اوکراییني ولسمشر بیا-بیا خبرداری ورکړی، چې روسیه به یوازې په داسې صورت کې د سولې لپاره پرمختګ ته زړه ښه کړي، چې پیسې یې ختمې شي.

د سې شنبې پر ورځ نوموړي د درې اړخیزې غونډې په تړاو خپل ملاتړ اعلان کړ. ښاغلي زېلینسکي په یوه اېکس پیغام کې لیکلي: ''موږ په اوکرایین کې په تکرار سره ویلي چې د مشرتابه په کچه د رښتینو حل لارو لټون به رښتیا هم ګټه وکړي.''

نوموړي زیاته کړې: ''وخت او د هغو موضوعاتو په پام کې نیول چې خبرې پرې کېږي، خورا مهمه چاره ده.''

د جمعې تر ورځې چې د ټرمپ له لوری ټاکل شوی ضرب الاجل پای ته رسېږي او په داسې حال کې چې د امریکا د بندیزونو له ګواښونو سره سره پر اوکرایین د روسیې پراخ هوايي بریدونه دوام لري، د یوه جوړجاړي رامنځته کېدو هیلې کمزورې ښکاري.

پر چهارشنبه ولسمشر ټرمپ د فشارونو له زیاتېدو وروسته هغه اجرائیوی امر لاسلیک کړ، چې له روسیې د تېلو اخیستلو له کبله په امریکا کې پر هندي وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه زیاتوي.

په تېره جنورۍ کې د واکمنۍ له سمبالولو مخکې ښاغلي ټرمپ ویلي و، د روسیې او اوکرایین تر منځ جګړه به په یوه ورځ کې پای ته ورسوي، خو دې جګړې دوام وکړ او د مسکو لپاره د ده په دریځ کې تدریجي سختوالی راغی.

هلته په استانبول کې د روسیې او اوکرایین تر منځ د خبرو درې پړاوونه و نه توانېدل، چې دغه جګړه چې نژدې درې نیم کاله مخکې پر اوکرایین د روسیې له بشپړ پوځي یرغل سره پیل شوې وه، پای ته نژدې کړي.

د جګړې پای ته رسولو په تړاو د مسکو شرطونه کیېف او لوېدیځوالو متحدینو ته یې د منلو نه دي او کریمیلین څو ځله د پوتین او زېلینسکي د لیدنې په هکله د کیېف غوښتنې له منلو انکار کړی.

په ورته مهال امریکا متحدو ایالتونو پر سې شنبه د ډرون تولید برخه کې د مرستې په ګډون د اوکرایین لپاره د پوځي ملاتړ لپاره د ۲۰۰ میلیونو ډالرو مرسته کړې.