۱۹ افغانې نجونې د طبي زده کړو لپاره سکاټلنډ ته ورسېدې

د افغانستان د طبي پوهنتونونو نولس ښځینه محصلینې د زده کړو بشپړولو لپاره سکاټلنډ ته لېږدول شوې دي.

درې کاله وړاندې کله چې طالبان واک ته ورسېدل دوی اړې کړل شوې، خپلې زده کړې پرېږدي.

په لیویس کې مېشت خیریه بنسټ لینډا نورګروف د انګلنډ او سکاټلینډ حکومتونو سره کار کړی، چې په طبي ښوونیزو مرکزونو کې د اوسېدو او دوی ته د ویزو چارې تنظیم کړي.

یوه محصله ام البنین سلطاني وايي: "موږ دې موخې ته د رسېدو لپاره زر ورځې کړاو وزغامه. زر ورځې په خپلو کورونو کې بندې پاتې شولو، غږ مو له اوښکو او خپګان پرته بل څه نه و، زموږ ژوند ضایع کېږي."

د لینډا نورګروو بنسټ تېر کال د زده کونکو حالت روښانه کړی و.

خو ویل شوي چې بریتانیا ته د دغو ښځینه ډاکټرانو د راوستلو هڅې، د اوږدو اداري چارو او مقرراتو له امله ځنډول شوې وې.

دغه خیریه بنسټ وايي، په اوکرایین او منځني ختیځ کې شخړو چې پر حکومت یې فشارونه لا ډېر کړي، د دغو ښځینه ډاکټرانو لېږد چاره نوره هم پېچلې کړې وه.

د لینډا نورګروو بنسټ د سکاټلنډ او د انګلنډ له حکومتونو مننه کړې، چې د ځینو لویو ننګونو سره د مقابلې لپاره یې لارې موندلې دي.

دغه بنسټ د مرستندویه کارکوونکې "لینډا نورګروو" په نوم او یاد جوړ شوی، چې په ۲۰۱۰کې په افغانستان کې وژل شوې وه.

بریتانیا ته د دغو مېرمنو د لېږد او په سکاټلنډ کې د هغوی د اوسېدو لپاره تر اوسه شپږ سوه زره پاونډه راټول شوي دي.

زده کونکي د دې اونۍ په پیل کې د سکاټلنډ مرکز اېډېنبرا ته رسېدلي دي.

دغه محصلینې وايي، داسې وختونه هم وو چې دوی پر خپل ژوند وېرېدلې.

اغلې سلطاني وايي "په دې سختو او نه زغم ورځو کې، زموږ په تیاره نړۍ کې د رڼا یوازېنۍ انګېزه د لیندا نورګرووف بنسټ شتون و، چې زموږ تر څنګ ودرېد او هېڅکله مو د یوازېتوب احساس ونه کړ."

د زده کونکو ویزې افغان وګړو ته د بیا مېشتېدنې پروګرام له لارې ورکړل شوي، چې په بریتانیا کې مېشتې شي.

د سکاټلنډ حکومت د زده کونکو ملاتړ مقررات تعدیل کړل او له مخې یې دغو مېرمنو ته اجازه ورکړل شوه، چې د کورنیو زده کونکو په شان چلند ورسره وشي.

د سکاټلینډ د پوهنې وزیره جیني ګیلروت وايي: " دې الهام بښونکو مېرمنو سره به اوس د کورنیو زده کونکو په توګه چلند کېږي، په دې مانا چې دوی به دلته په سکاټلنډ کې د وړیا زده کړو او د ژوند لګښتونو ملاتړ څخه برخمنې شي."

د لیندا نورګرووف بنسټ په تېرو ۱۴ کلونو کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د پروژو مالي ملاتړ لپاره تر درې میلیونو پاونډو زیات راټول کړي دي.

دوی په سکاټلنډ کې د بیا مېشتېدنې لپاره د کډوالو ملاتړ هم کړی دی.

لیندا نورګروف په ۲۰۱۰ کال کې د طالبانو له خوا تښتول شوې وه او د امریکا پوځ له خوا د هغې د ژغورلو په هڅه کې ووژل شوه.

د هغې مور او پلار جان او لورنا په همدغه کال کې د هغې په نوم خیریه بنسټ جوړ کړ.