د سعودي یوه تلوېزیون راپور په اړه پراخه غوسه چې د حماس او حزب‌الله مشران یې "ترهګر" بللي

انځور

د عکس سرچینه، Photoshot

د عراق د رسنیو او مخابراتو کمیسیون د شنبې په ورځ په عراق کې د (ایم بي سي) تلوېزیوني د فعالیت جواز لغوه اعلان کړ. عراق وروسته له هغه دا ګام واخیست چې د دې تلوېیون لخوا یوه رپوټ کې د وسله‌والو اسلامي حرکتونو مشران ترهګر بللي وو، چې د ځینو خلکو پراخه غوسه یې راوپاروله.

د کمیسیون پرېکړه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې په بغداد کې په سلګونو عراقیانو په حي الجامعه سیمه کې د یاد تلوېزیون پر دفتر هجوم ور وړ ، دوی د "مقاومت" سمبول ته د سپکاوي په غبرګون کې د ودانۍ بهرنۍ انګړ ته اور واچاوه او هلته یې هر څه مات کړل.

دې ادارې په یوه بیان کې چې د عراق د خبري اژانس له خوا خپور شوی ویلي: "د MBC سپوږمکۍ چینل د خپلو پرله پسې سرغړونو او په شهیدانو، د فتحې په مشرانو او د مقاومت د اتلانو په مشرانو د بریدونو له لارې د رسنیو د نشراتو له مقرراتو سرغړونه کړې ده. د غاصب صهیونیستي ادارې په وړاندې، موږ په ټولو اړینو قانوني ګامونو اخیستو ټینګار کوو او په عراق کې یې د کار کولو مخه نیسو."

ادارې زیاته کړه: "موږ د خپل واک اجراییوي څانګې ته لارښوونه کوو چې MBC ته ورکړل شوی د کار جواز لغوه کړي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

سعوديانو د عبداللطیف الشیخ په ګډون د تلوېزیون پر مرکزي دفتر برید غندلی و او دا یې د "د رسنیو او بیان له ازادۍ ښکاره سرغړونه" بللې، په داسې حال کې چې یوه بل تن دا په عراق کې له "جبر" څخه د عامه ذهنونو د اړولو لپاره په"لوی لاس" یو پیل شوی خوځښت بللی دی.

ځینو عراقیانو هم پر دغه برید نیوکه کړې، چې لیکوال او تلویزیوني وړاندې کوونکی عمر الجمّال وايي، دا د سعودي تلوېزیون د دفتر د تړلو لامل پایله نه شوه، بلکې یو عراقی شرکت یې په نښه کړی و چې له سعودي چینل سره یې قرارداد کاوه او زیاته یې کړه چې دغه برید د "عراقي مالونو او توکو غلا ته لاره هواره کړه، نه سعودي ته".

د خبري ډلې لخوا خپره شوې وېډیو چې عنوان یې دی "له ترهګرو د خلاصون زریزه" د "اېم‌بي‌سي په یوه اونۍ کې" پروګرام لپاره د راپور د یوې برخې په توګه راغلې، چې د راپور په متن کې راغلي ‌ "نړۍ څنګه له دې بدو خلکو خلاصه شوه."

په وېډیو کې د وسله‌والو اسلامي خوځښتونو هغه خورا مهم -لکه په عراق کې د ولسي پاڅون مشر ابو المهدي المهندس په ګډون مشران راخیستل شوي چې له ۲۰۰۰ کال راهیسې وژل شوي، چې دوی د "مقاومت محور" په نوم پېژندل شوي شخصیتونه دي.

په دې راپور کې د لبنان د حزب‌الله د مهمو مشرانو – چې سر کې یې حسن نصرالله راځي او همدارنګه د فلسطین د حماس غورځنګ د مشرانو صالح العروري، اسماعیل هنیه او یحیی السنوار پر ژوند هم رڼا اچول شوې ده.

راپور سنوار د "ترهګرۍ یوه نوې څېره او هغه څوک چې بالاخره نړۍ ترې خلاصه شوه" په تورو یاد شوی او د پروګرام وړاندې کوونکو شاته پر سکرین (پرده) لیکل شوي: "سنوار ... اسرائیلو له مرګه وژغوره، هغه یې پر وړاندې وجنګېد."

PHOTO

د عکس سرچینه، Photoshot

له بېلابېلو عربي هېوادونو د راپور په غندلو سره په ټولنیزو رسنیو کې له قهره ډکې تبصرې شوې دي او دا راپور د اسرائیلو لوري ته میلان او له هغوی سره خواخوږي ګڼل شوې ده، په داسې حال کې چې ځینو دا د "سعودي په تمویل د اسرائیلو راپور" بللی.

د عراق د پارلمان غړي مصطفی سند د سعودي ددغه تلوېزیوني چینل راپور غندلی او یادونه یې کړې چې عراق کې له MBC تلوېزیون سره "د حکومت ملاتړ" دی.

هغه پر خپل فېسبوک او اېکس دا ټینګار هم کړی چې "دا موضوع عراق کې په ماتولو او سوځولو نه ختمېږي، تاسې په عراق کې ځای نه لرئ او ستاسو د جواز لغوه کولو لپاره لاس په کار شي."

حماس د یوې اعلامیې په خپرولو دا راپور غندلی او د غورځنګ او د هغه د مشرانو پر وړاندې یې د "تیاره او پاروونکی" بللی او "د رسنۍ د مسلکیتوب او اخلاقي ټیټوالی بللی چې له هغه صهیونیستي پروپاګند او داستان سره سمون خوري چې له مقاومت او د مقاومت له سمبولونو سره خپل شیطانت څرګندوي."

په بیان کې راغلي دي: "دا راپور له ژېړ ژورنالیزم او پنځم کتار پرته بل څه نه دي،" او د فلسطین غورځنګ د سعودي یاد تلوېزیون له مدیریت غواړي چې "په سملاسي ډول له دغه ټیټ کار او مسلکي زوال لاسونه واخلي، راپور له خپل پلیټ فارم لرې کړي او د دې راپور له امله – چې د تلوېزیون څښتنو او هغو ته چې د اداره کولو مسؤل یې دي زیان رسوي- بښنه وغواړي."

د خواله رسنیو د مخکښانو په وینا، دا وېډیو وروسته له هغه چې په فېسبوک او اېکس(ټوېټر) کې خپره شوه، د اوونیزې خپرونې له پاڼې حذف شوه او د راپور د چمتو کوونکي اکاونټ غیر فعال شو.

د #BoycottMBC هشټګ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی او د سعودي له تلوېزیوني لړۍ سره یې د پرېکون غوښتنه کړې.

سعودي عربستان کې د رسنیو د مقرراتو عمومي ادارې بیان

په سعودي عربستان کې د رسنیو د مقرراتو عمومي ادارې پرون ماښام په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د دې تلوزیون د نوم له اخیستو پرته یې "د یوه ټلویزیون مسوولین د یوه راپور له امله چې د سعودي د رسنیو له مقرراتو او پالیسي سرغړونه کوي، تحقیقاتو ته راجع کړي چې د دې سرغړونې په اړه نظارتي بهیر بشپړ کړي."

ادارې په ورته بیان کې تایید کړه چې دا "په دوامداره توګه د هغه حد څارنه کوي چې رسنۍ د سلطنتي رسنیو مقرراتو او منځپانګې کنټرولونو ته غاړه کېږدي او د هر ډول سرغړونې په اړه به د سیسټم پلي کولو کې ناغېړي نه کوي."