حماس: لا نور ځواکمن شوي یو
حماس: لا نور ځواکمن شوي یو
د اسرائيلو لومړي وزير ويلي، د حماس مشر يحيی سنوار له مرګ سره به غزه کې جګړه لا روانه وي.
اسرائيلي ځواکونه وايي دا ۶۱ کلن، چې په پراخه باور دی، د اکتوبر ۷ مې بريدونو تر شا و، د چارشنبې پر ورځ د غزې جنوب رفح ښار کې د مځکنيو عملياتو پر مهال د حماس دوو نورو کسانو سره وژل شوی دی. د حماس يوه جګپوړي مشر خليل الحيه يوه ټلويزيوني وينا کې د سنوار د مرګ پخلی وکړ، خو ټينګار يې کاوه، چې غورځنګ يې لا نور ځواکمن او مشهور شوی.



