موردخای وانونو څوک دی، چې د اسرائیلو د اټومي وسلو رازونه یې افشا کړل؟

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، "موږ د ایران د وسلو جوړولو د پروګرام په زړه کې برید وکړ،" وروسته له هغه چې اسرائیل تېره اونۍ مخکې له مخکې بریدونه پیل کړل، د هغه د هېواد د جنګي اهدافو په اړه لږ شک پرېښود.

ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییز دی، خو اسرائیلو له اوږدې مودې راهیسې تور پورې کړی چې ایران په پټه د وسلو جوړولو هڅه کوي.

په ورته وخت کې، اسرائیل نه تاییدوي او نه ردوي چې ایا اټومي وسله لري، خو نړۍ په پراخه کچه باور لري چې لري یې.

د دې لامل یو کس دی، چې د هغه افشاګريو د اسرائيلو پټ عملیات په یو اټومي ځواک بدل کړل، روښانه کړل.

دې کار هغه ته شاوخوا دوه لسیزې د هغه ازادي تاواني ‌کړه.

د ۱۹۸۶ کال په اکتوبر کې، "سنډې ټایمز" ورځپاڼې یو مطلب خپور کړ چې په پراخه کچه د برتانوي ژورنالیزم له سترو کشفونو ګڼل کېږي، سرلیک یې و: "روښانه شول: د اسرائیلو د اټومي وسلو رازونه".

دغه معلومات له اسرائیلي اټومي تخنیکر موردخای وانونو ترلاسه شوي وو او د هغه افشاګريو د هېواد د اټومي وړتیاوو په اړه شکونه تایید کړل، چې ښيي د وسلو پروګرام یې تر هغه څه ډېر او پرمختللی دی چې مخکې به یې فکر شوی و.

هغه په نیګیف دښته کې، چې له بیت المقدس ښاره شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره لیرې ده، د "ډيمونا" په نوم پټ اټومي څېړنیز مرکز کې کار کاوه.

د ورځپاڼې د مقالې پایله دا وه چې اسرائیل د نړۍ شپږم اټومي ځواک شوی او ممکن تر ۲۰۰ اټومي سروکي لرونکې وسلې ولري.

د ورځپاڼې څېړونکي خبریال پیټر هانام له بي‌بي‌سي سره خبرو کې وویل: "موږ تر ډېر فشار لاندې وو، ډېر ستړي شوي وو، زیاتره خلکو هلته هېڅکله داسې لویه کیسه نه وه کړې."

خو په هغه ورځ (اکتوبر پنځمه) چې "سنډې ټایمز" دغه کیسه خپره کړه، د دوی مهمه سرچینه ورکه شوه.

غدار که رسوا کوونکی؟

ښاغلي هانم لومړی ځل په هغه کال اګسټ میاشت کې د استرالیا سیډني ښار په یو ځای کې له ښاغلي وانونو سره ولیدل او د هغه بڼې او چلن حیران کړ.

هانم وویل په یاد یې دي چې: "کله مې وانونو هلته ولاړ ولیده - کوچنی، کمزوری، لږ وېښتان یې کم شوي وو، بې باوره ښکارېده، ډېر عادي کالي یې اغوستي وو- هغه هېڅکله د یو اټومي ساینسپوه په څېر نه ښکارېده".

مګر هغه وویل: "خو وانونو د هغهېپرېکړې له مخې هڅول شوی و چې نړۍ ته د "ډيمونا" له مرکزه هغه څه ښکاره کړي چې لیدلي یې وو".

د ۱۹۸۵ کال په پای کې، وانونو پرېکړه وکړه چې خپله دنده پرېږدي او پر اسیا وګرځي، ځکه چې د فلسطینیانو په اړه د اسرائیلو چلن او د اټومي وسلو د جوړولو له کبله مایوسه شوی و.

له استعفا ورکولو مخکې، هغه د اټومي تاسیساتو دوه فلمونه ورسره واخیستل چې پکې د وسلو لپاره د راډیو اکټیف موادو د استخراج تجهیزات او د تودوخې اټومي وسلو لابراتواري نمونې شاملې وې.

دا هغه پرېکړه وه چې دی یې لومړی لندن او د "سنډې ټایمز" ورځپاڼې او وروسته روم ته ورساوه او د اسرائیلو استخباراتي ادارې "موساد" وتښتاوه او بیا اسرائیلو ته ستون کړل شو او په اوږده بند محکوم شو.

هانم وویل: "هغه ډېره جالبه کیسه پیل کړه، چې څنګه یې یوه داسې کامره قاچاق کړه چې فلم پکې نه و او وروسته یې پخپلو جرابو کې یو فلم پټ کړ او بیا یې په پټه د شپې ناوخته او ګهیځ وختي انځورونه اخیستل پیل کړل."

د "سنډې ټایمز" مدیرانو هانم ته وویل چې وانونو بېرته لندن ته راولي چې د هغه کیسه نوره هم وڅیړي.

سره له دې چې وانونو وېرېدلی و، خو هوکړه یې وکړه چې بریتانیا ته سفر وکړي. "سنډې ټایمز" هغه ته له لندن بهر یوه پټ هوټل کې ځای ورکړ.

خو هغه نارامه شو او د لندن یوه هوټل ته لاړ، هلته یې حالات ناڅاپه بدل شول.

هانم یادونه وکړه: "هغه د اونۍ رخصتیو کې یوه ښځه ولیده چې په کوڅو کې یې ورسره ګرځېده. څو ځلې یې لیدلې وه او سینما ته هم ورسره تللی و. ما ورته وویل، 'باور دې دی چې دا ښځه رښتینې ده؟'"

په لندن کې د پاتې کېدو پرمهال هانم د وانونو د خوندیتوب په اړه لا زیات اندېښمن شو او باقاعده یې ورسره اړیکه نیوله. د هغوی د وروستۍ خبرې یادونه یې وکړه:

"هغه وویل، 'زه څو ورځې ځم شمالي انګلستان ته، زه به ښه یم.' ما ورته وویل، 'هر څه چې کوې، دوه ځله په ورځ کې راته زنګ ووهه چې ډاډمن شم ته خوندي یې'"

یوه میاشت وروسته، اسرائیلي حکومت اعلان وکړ چې وانونو نیول شوی دی. هغه "د شاتو د کلاسیک تلک" عملیاتو قرباني شوی و، بې هوښه په کشتۍ کې پټ اسرائیلو ته قاچاق شوی و.

کله چې وانونو د اسرائیلو له زندانه د انتقال پر مهال و، د خپل تښتونې ځینې جزییات یې د خپل لاس په ورغوي ولیکل او د موټر د ښیښې ته یې ونیول چې منتظرو خبریالانو ته معلومات ورسوي.

هغه وویل په لندن کې یې د یوې امریکایي الاصل موساد افسرې شیرل بینتو سره ملګرتیا کړې وه چې ځان یې د سیلانۍ په توګه ښودلی و.

هغې دی د سپتمبر په ۳۰مه نېټه روم ته په رخصتۍ له ځان سره بوت. هلته دی وتښتول شو او نشه کړل شو.

وروسته د ۱۹۸۷ په مارچ کې د خیانت او جاسوسۍ په تور له محاکمې سره مخ شو او په ۱۸ کاله زندان محکوم شو. د دې مودې تر نیمايي ډېره یې په جلا بند کې تېره کړه.

وانونو د زندان په یوه ثبت شوې مرکه کې وویل: "زه غواړم نړۍ ته ووایم چې څه پېښیږي... دا خیانت نه دی، دا نړۍ ته معلومات ورکول دي، چې د اسرائیلو د سیاستونو برعکس دي."

هغه د ۲۰۰۴ کال د اپریل په ۲۱مه خوشی شو، خو له هغه وروسته ورته له اسرائیلو د وتلو اجازه ورنه کړل شوه.

هغه بیا بیا څو ځلې په دې تور زندان ته ستنول شوی دی ځکه چې د خوشې کېدو یا د ازادۍ له شرایطو یې سرغړونه کړې ده.

په ۲۰۰۹ کال کې زندان ته له انتقال مخکې، وانونو وویل: "تاسو په ۱۸ کالو کې له ما هېڅ ترلاسه نه کړل؛ په درېیو میاشتو کې به هم هېڅ ترلاسه نه کړئ. اسرائیل دې وشرمېږي".

پټه معامله

تر دې چې وانونو خپله افشاګري وکړي، د اسرائیلو د اټومي وړتیاوو په اړه لږ څه معلوم وو، حتی د هغوی تر ټولو نږدې متحدینو هم په ډېر څه نه پوهېدل.

اټکل کېږي چې اسرائیلو خپل اټومي پروګرام د ۱۹۴۸ کال د دولت له جوړېدو وروسته ژر پیل کړی و.

د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر ډیویډ بن ګورین د اټومي مخنیوي اهمیت درک کړی و، خو نه یې غوښتل چې د غیرمتعارفو وسلو د راوړلو له امله له خپلو دوستانو سره اړیکې خرابې کړي، په ځانګړي ډول په دې کړکېچنه سیمه کې.

له همدې امله اسرائیلو له فرانسې سره یوه پټه معامله وکړه چې د "ډیمونا" فابریکه جوړه کړي او ویل کېږي په ۱۹۶۰مو کلونو کې یې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره مواد تولیدول پیل کړل. د کلونو لپاره اسرائیلو ادعا کوله چې دا یوه د ټوکر جوړولو فابریکه ده.

د امریکا متفشین څو ځله په ۱۹۶۰مو کلونو کې دغه ځای ته ورغلل، خو ویل کېږي چې دوی له ځمکې لاندې پوړونو بې خبره وو، ځکه چې د ننوتلو لارې او دروازې په خښتو بندې او په پلسټر پوښل شوې وې.

د وسلو د کنټرول او غیرخطرناک کولو مرکز په وینا، اوس مهال اټکل کېږي چې اسرائیل شاوخوا ۹۰ اټومي سروکي لري.

خو بیا هم دا د خپل اټومي وړتیا په اړه د ابهام رسمي پالیسي ساتي او اسرائیلي مشرانو په تېرو کلونو کې ډېری وختونه تکرار کړې چې "اسرائیل به لومړی هېواد نه وي چې منځني ختیځ ته اټومي وسلې راوړي".

له ۱۹۷۰ کال راهیسې، ۱۹۱ هېوادونو د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي تړون (NPT) سره یوځای شوي - د دې تړون هدف دا دی چې د اټومي وسلو خپرېدل وځنډوي او وسلو کمول پرمختګ وکړي.

پنځو هېوادونو - امریکا، روسیې، برتانیا، فرانسې او چین - ته اجازه ورکول شوې چې وسلې ولري ځکه دوی د تړون له نافذېدو مخکې، د ۱۹۶۷ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه اټومي وسلې جوړې کړې او ازموینه یې کړې وه.

اسرائیل د دې تړون غړی نه دی.

ښاغلی وانونو په اسرائیلو کې په پراخه کچه خاین ګڼل کېږي، خو د هغه ملاتړو د هغه د ۲۰۰۴ کال د خوشې کېدو پر مهال د هغه هرکلی وکړ او هغه یې د "سولې اتل" وباله.

هغه له خوشي کېدو وروسته په لومړي مرکه کې بي بي سي‌ ته وویل "زه هېڅ پښیمانه نه یم".

هغه وویل: "ما چې څه کړي دا و چې زه نړۍ ته یوازې دا معلومات ورکړم چې په پټه څه پېښیږي. ما نه دي ویلي چې موږ باید اسرائیل له منځه یوسو، یا "ډیمونا" باید ویجاړ شي. ما یوازې وویل چې وګورئ دوی څه لري او خپله پرېکړه وکړئ."