تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د محمد ضیف د مړینې پخلی: د حماس پوځي مشر چې د وژلو له ۷ هڅو ژوندی تلی و
حماس ومنله چې د پوځي څانګې قوماندان یې 'محمد ضیف' وژل شوی دی.
د اسرائیل پوځ د تېر کال په جولای میاشت کې ویلي وو چې ضیف یې وژلی، خو حماس یې تر اوسه پخلی نه کاوه.
د اسرائیل پوځ ویلي وو چې د حماس پوځي مشر محمد ضیف یې د غزې په خان یونس کې په یوه هوايي برید کې وژلی دی.
غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت ویل، برید المواصي سیمه کې شوی او د جګړې له کبله د بې ځایه شویو په یوه پنډغالي کې یې لسګونه کسان وژلي دي.
حماس اسرائیل تورن کړی وو چې ګواکې هڅه کوي 'د دې وحشتناکې ډلهییزې وژنې ابعاد پټ کړي."
خو اې اېف پي خبري اژانس د اسرائیلي پوځ په حواله لیکلي وو د دوی معلومات ښيي چې د برید په ځای کې ملکي خلک نه، بلکې "یوازې د حماس ترهګر حاضر وو."
اسرائيلي ځواکونو یوه ورځ وروسته په دغه برید کې د خان یونس لوا د قوماندان 'رافع سلامه' د وژل کېدو خبر ورکړ چې د ضیف نږدې همکار او د اکتوبر اوومې بریدونو د طراحو له ډلې ګڼل کېږي.
له لسیزو راهیسې مطلوب
د غزالدین القسام د لواګانو مشر محمد الضیف له لسیزو راهیسې اسرائیلو ته د تر ډېرو مطلوبو کسانو په نوملړ کې و. دی د اسرائیلي چارواکو لخوا د ګڼو ملکي وګړو او سرتېرو په وژنه تورن و.
د هغه اصلي نوم محمد دیاب ابراهیم المصري دی. نوموړی په ۱۹۶۵ کال د خان یونس د کډوالو په کمپ کې زیږیدلی و.
ضیف په یوه ډېره بېوزله کورنۍ کې را لوی شوی و او له خپل پلار سره یې د وړیېو او ټغر اوبدلو کار کاوه. هغه وروسته د چرګانو فارم جوړ کړ.
ضیف په عربۍ کې "مېلمه" ته وايي او اشاره یې ظاهرآ د هغه د ورځني ژوند بڼې ته وه، ځکه فکر کېده چې نوموړي د اسرائیلو له څاره د خوندیتوب لپاره ډېر وخت په یوه ځای کې نه تېراوه.
هغه د غزې له اسلامي پوهنتونه د فراغت سند ترلاسه کړی او فزیک، کیمیا او بیولوژي یې لوستې وه. نوموړی د پوهنتون د تفریحي کمیټې مشر و او ویل کېږي چې پر سټیج کومیډي تمثلي ټوټو کې یې هم نقش لوباوه.
الضیف د پوهنتون په کلونو کې له اخوان المسلمین ډلې سره یو ځای شو.
کله چې د فلسطین له لومړۍ انتفاضې وروسته په ۱۹۸۷ کې حماس جوړ شو، نو دی یې په لیکو کې شامل شو.
اسرائیلي چارواکو نوموړی په ۱۹۸۹ کې ونیولو. نوموړي د حماس د پوځي څانګې لپاره د کار په تور ۱۶ میاشتې په زندان کې تیرې کړې.
محمد ضیف د حماس د پوځي څانګې 'قسام لواګانو' د بنسټ ایښودونکو له ډلې و. هغه په لویدیځه غاړه کې د قسام لواګانو د څانګې د بنسټ ایښودلو مشري هم کوله.
نوموړی په ۲۰۰۲ کال د اسرائیل په یوه هوايي برید کې د قسام لواګانو د مخکیني مشر 'صلاح شحاده' له وژل کېدو وروسته د حماس پوځي مشر شو.
د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۱۵ کال کې محمد ضیف د نړیوالو ترهګرو په تور لیست کې شامل کړ.
اروپايي ټولنې بیا د ۲۰۲۳ کال ډسمبر کې د نوموړي نوم خپل د ترهګرۍ تور نوملړ ته اضافه کړ.
ضیف په ۱۹۹۶ کال په بیت المقدس کې په دوو بسونو کې د خونړيو بمي چاودنو په پلان جوړولو او مشرۍ تورن و چې لسګونه اسرائیل پکې ووژل شو.
هغه همدا راز ۱۹۹۰ یمو کلونو کې د درېیو اسرائيلي پوځیانو په نیولو او وژلو کې پر ښکېلتیا هم تورن شوی و.
باور دا دی چې ضیف غزه کې د حماس د مشر یحیی سنوار تر څنګ پر اسرائیل د اکتوبر اوومې د بریدونو له مهمو طراحانو و.
د هغه په اړه ویل کېدل چې د حماس له تر ټولو د مشهورې وسلې 'قسام توغندیو' په جوړولو او غزه کې تر ځمکې لاندې د تونلونو شبکې په کېندلو کې یې بنسټیز رول درلود.
غزه کې د جګړې پر مهال داسې ویل کېږي چې نوموړی ډېر وخت په همدغو تونلونو کې و او له هماغه ځایه د حماس وسله والو د بریدونو لارښونه کوله.
د ضیف د وژلو هڅې
محمد دیاب ابراهیم المصري یا محمد ضیف یو داسې پټ شخصیت و چې فلسطینیانو د "متفکر مغز" او اسراییلیانو بیا د یوه داسې کس په توګه پېژانده چې "د پیشو په څېر یې اووه ساګانې درلودې."
هغه له ۲۰۰۱ کال راهیسې د وژنې له شاوخوا اووهڅو ژوندی وتلی و. تر ټولو جدي برید پرې ۲۰۰۲ کال کې وشو. هغه له دغه بریده ژوندی ووت، خو یوه سترګه یې وبایلله. اسرائیلو ویل، د هغه یو لاس او پښه هم پرې شوې او په خبرو کولو کې هم ستونزې لري.
د اسرائیل امنیتي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې یو ځل بیا هم په غزه کې د برید پر مهال د ضیف په وژلو کې پاتې راغلل، خو د هغه ښځه او دوه ماشومان یې ووژل.
له دغه برید وروسته د ضیف څرک لګول لا ګران شول. په دې ټوله موده کې د نوموړي یوازې درې عکسونه خپاره شوي: یو ډېر پخوانی دی، په دویم کې یې ماسک اغوستی، او درېیم د هغه د سیوري دی.