ملګري ملتونه: افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا بندیزونو ښځې سختې اغېزمنې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتو په یوه تازه رپوټ کې اندېښنه ښودلې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې په تېرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو تروړنه پرلپسې روانه او سخته شوې ده.
د ملګرو ملتونو اړوند د ښځو د ملاتړ او جنسیتي انډول یا جنډر ادارې (یو اېن وومن) ویلي طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو محدوونکي ۷۰ فرمانونه او لارښودونه صادر کړي دي.
په دې سره د ښځو بنسټیزې ازادۍ او د دوی ورځنی ژوند هدف ګرځول شوی. یو این وومن وايي دې محدودیتونو او بندیزونو د ښځو لپاره "ظالمانه چاپېریال" رامنځته کړی دی.
دا بنسټ وايي افغانستان له څو کړکیچونو سره مخامخ دی او دې ټولو افغانستان کې د جنسیتي انډول یا جنډر ستونزه لا پراخه او ژوره کړې ده.
یو این وومن زیاتوي د نجونو او ښځو پر زدکړه، کار، عامه ځایونو ته د دوی پر تګ بندیز او د دوی د نورو حقونو تر پښو لاندې کولو نجونې او ښځې په کور دننه او بهر سختې اغېزمنې کړي دي.
د ښځو د حقونو فعاله زرمینه پریاني چې د طالبانو له خوا زنداني شوې وه او اوس بهر اوسیږي وايي په واقعیت وضعیت له دې هم ناوړه دی او لا هم ډېرې مېرمنې د طالبانو زندان کې دي.
دا وايي یو شمېر ښځې په دې بهانه چې "نامشروع اړیکي لري یا له کوره تښتېدلي طالبانو زنداني کړي". دا د افغان ښځو د حقونو لړ کې په ملګرو ملتونو هم نیوکه کوي او وايي ملګري ملتونه یو سیاسي سازمان دی او په عمل کې یې څه نه دي کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو په دې تازه رپوټ کې د طالبانو د دې محدودوونکو پريکړو او بندیزو پر وړاندې د افغان ښځو مبارزه ستایلې ده.
د یو این وومن د دې رپوټ په یوه بله برخه کې راغلي چې د طالبانو واک کې ښځې ډېرې ګوښې کړل شوي او زیاتوي اتلس سلنه پوښتل شویو ميرمنو ویلي چې په تېرو دريو میاشتو کې یې له کوره بهر له هېڅ مېرمنې سره نه دي لیدلي.
دې ادارې سپارښتنه کړې چې د افغان مدني ټولنې د بنسټونو پیاوړي کولو لپاره دې نورې مرستې وشي او افغانستان کې دې د جنډر برخې د پروژو مالي ملاتړ وشي.
یو این وومن وايي افغانستان نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي کچه په کې ډېره لوړ ده.
د رپوټ په یوه برخه کې سپارښتنه شوې چې د دې توپيري چلن له عادي کولو دې ډډه وشي او بشري حقونو مسلې ته دې د حکومتولۍ په ټولو چارو کې ځای ورکړل شي.
د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د ځواکمنتیا لپاره د ملګرو ملتونو دې ادارې دغه راز ویلي کله چې طالبانو حکومت د جنسیتي انډول لپاره کار نه کوي نو د ملګرو ملتونو، نړیوالو نادولتي بنسټونو، او نورو ښکېلو لوریو په ګډون د بېلابېلو اړخونو د فعالیت ارزښت لوړېږي.
له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي د نجونو او ښځو پر زدکړو او کار او عامه ژوندانه کې یې د دوی پر فعالیتونه بندیزونه لګولي.
نړیوالې ټولنې دا بندیزونه پر بشري حقونو تېری بللی خو طالبان د ښځو او نجونو د حقونو مسله کورنۍ بولي. دوی وايي د اسلامی شریعت په رڼا کې د ښځو په ګډون د ټولو حقونو ته ژمن دي.











