تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: پاکستان د "ټولو اصولو خلاف" افغان کډوال افغانستان ته ستنوي
- Author, ابراهیم امیري او نورګل شفق
- دنده, بيبيسي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې پاکستان د "ټولو اصولو خلاف" افغان کډوال افغانستان ته ستنوي او غوښتنه یې کړې چې باید یوه "منظمه تګلاره" ورته جوړه شي.
دا څرګندونې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له بيبيسي سره په خبرو کې کړې دي.
ښاغلي حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستنې د راونې لړۍ په اړه ویلي، "دا د ټولو نړیوالو، اسلامي او د ګاونډيتوب اصولو خلاف عمل دی. موږ وخت په وخت په مجلسونو کې له دوی سره دا خبره شریکه کړې چې مهاجرین دې اجباري نه باسي. موږ د مهاجرینو د راتګ مخالف نه یو خو باید په اصولو باندې راشي، د دواړو هېوادونو تر منځ له یوه تفاهم سره راشي او یو میکنیزم ورته جوړ شي او د هغې له مخې باید په باعزته ډول او په ترتیب سره خپل هېواد ته انتقال شي."
خو پاکستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې وخت په وخت له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ساتلې او دمه په دمه یې هلته د دوی د مېشتېدو نېټه غځولې او یا یې هم ځانګړې نېټې د ضرب الاجل په توګه ورته ټاکلې دي.
د تازه لړۍ لپاره یې د روان ۲۰۲۵ کال د مارچ ۳۱مه ټاکلې وه.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له هغه راهیسې چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو تازه لړۍ پیل شوې؛ هره ورځ تر دوه نیم سوو پورې کورنۍ د ډیورنډ له کرښې پر سپین بولدک او تورخم اړول کېږي.
ښاغلي حقاني ویلي چې په تېرو څو ورځو کې له پاکستانه د افغان کډوالو شاوخوا زر کورنۍ چې ټولټال نږدې ۸۰۰۰ تنه کېږي، افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه وزارت پرخپله اېکس پاڼه ویلي چې په دې تړاو د وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاو برابرولو په موخه ناسته شوې او یو پلاوی هم تورخم ته لېږل شوی چې د کډوالو ستونزې په ګوته او ورته د حللارې موندلو هڅه وشي.
پاکستان: تر ۳۰۰۰ ډېر 'سټيزن کارت' لرونکي افغان کډوال پر تورخم اړول شوي
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویلي چې د روان ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې یې ۳۰۵۳ هغه افغانان پر تورخم اړولي چې 'افغان سټيزن کارت' یې درلود.
دا هغه پېژندپاڼه ده چې افغان کډوالو ته یې په پاکستان کې د قانوني مېشتېدنې جواز ورکاوه.
د خیبر پښتوخوا د کورنیو او قبایلي چارو محکمې د شمېرو له مخې، یوازې پرون د یکشنبې په ورځ یې د دغو کارتونو درلودونکي ۱۶۹۸ تنه او ۳۲۶۸ نور هغه افغانان بېرته د تورخم له لارې خپل هېواد ته ولېږل چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې مېشت وو.
د شمېرو له مخې، په تازه لړۍ کې تر اوسه له ګېلګېت بلتېستانه د دغه کارت لرونکی یو، له اسلام اباده ۱۶۰ او له پنجابه ۱۹۸۰ تنه له دې لارې پر ډيورنډ کرښه اړول شوي دي.
د پاکستان دولتي یا سرکاري شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې ټولټال ۴۸۴ زره ۹۷۵ ناقانونه کډوال له دې لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د یادولو ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۳۱مه د افغان کډوالو لپاره په خپله خوښه خپل هېواد ته د ستنېدو ضرب الاجل ټاکلی و.
"د خپل کور سامان راټولو ته نه پرېښودل کېږو"
که څه هم د پاکستان حکومت ویلي چې د کډوالۍ کارت لرونکي افغانان د روان میلادي کال د جون تر پایه په پاکستان کې پاتې کېدلی شي خو ځينې افغان کډوال شکایت کوي چې له دې اعلان سره سره هر ډول اسناد لرونکي افغانان له یوې مخې په پنجاب، بلوچستان او سند ایالتونو کې نیول کېږي.
دوی وايي تر نیول کېدو وروسته داسې ځانګړو مرکزونو ته لېږدول کېږي چې هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري او دوی پکې تر شپږو ورځو ساتل کېږي چې له کړاو سره پکې مخامخېږي.
دغه افغانان شکایت کوي چې د خپلو کورنیو د توکو راټولو ته هم وخت او فرصت نه ورکول کېږي او له ډېر محدود سامان سره په یوه ګاډي کې څو کورنۍ کېنول کېږي او پر تورخم یا سپين بولدک اړول کېږي.
په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وايي چې په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې یې له خیبر پښتونخوا د 'افغان سټيزن کارت لرونکي' زرګونه کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.
بيبيسي ته ځینو تازه ستنېدونکو ویلي چې د کورنیو یو شمېر غړي یې نیول شوي او پاتې هغه مجبور شوي چې همدې ضرب الاجل ته غاړه کېږدي.
افغانستان ته ځينو تازه ستنېدونکو ویلي چې د همدې جبر د لاسه پاکستان کې شتمنۍ ترې پاتې شوې او یا یې هم په نیمه بیه خرڅولو ته اړ شوي دي او اوس په داسې حال کې خپل هېواد ته ستنېږي چې نه پوهېږي، هلته به یې راتلونکی څنګه شي.
په ځانګړي ډول ښځينه هغه بیا اندېښنه څرګندوي چې افغانستان ته له ستنېدو سره به د طالبانو حکومت له لوري پر نجونو او ښځو د لګول شوو محدودیتونو له کبله د لیک او لوست په څېر له ځينو هغو ازادیو او حقونو بې برخې شي چې په پاکستان کې یې د کډوالۍ پر مهال لرلې.
د یادولو ده چې وړمه ورځ د (اپرېل ۵/وری ۱۶) د ملګرو ملتونو د ماهرانو یوې ډلې هم له پاکستانه وغوښتل چې په زور او جبر دې د افغان کډوالو شړل پای ته ورسوي.
دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي وو، ''موږ له پاکستانه غواړو چې سملاسي افغانستان ته د تلو لپاره په دغه هېواد کې دننه د افغانانو بې ځایه کول، له هېواده ایستل، نیول او ډارول بند کړي.''
دوی له پاکستانه دا هم غوښتي وو چې د ضرب الاجل نېټه د مارچ له ۳۱مې د اپرېل تر لسمې وغځوي خو تر اوسه پاکستان خپل دریځ نه دی بدل کړی.
که څه هم د کډوالو چارو او د بشري حقونو ادارو په ګډون پخپله په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم له پاکستانه غوښتي وو چې هلته مېشت افغانان دې په زور نه شړي خو پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه دريځ کې نرمي نه ده راوستې او په جبر یې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ په شدت سره روانه ساتلې ده.
د پاکستان حکومت ویلي وو چې تر دې نېټې وروسته به د ناقانونه کډوالو په ګډون د 'سټيزن کارت' لرونکي هم راجستر کېږي او خپل هېواد ته به ستنول کېږي.
ځينې هغه پړاوونه یې هم په ګوته کړي وو چې که څوک پخپله خوښه خپل هېواد ته له ستنېدو ډډه وکړي نو د پلټنو په ترڅ کې به پیدا او پر خپل هېواد به وسپارل شي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی و چې د مارچ له ۳۱ نېټې وروسته به پر بې اسنادو افغان کډوالو سربېره د هغو کډوالو د ستنولو لړۍ هم پیل کړي چې د افغان وګړو کارتونه یا ای سي سي ولري. د دغسې کارت لرونکو افغان کډوالو شمېر له ۸۰۰ زرو پورته ښودل کېږي.
پاکستان په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر درې میلیونه ښيي. په دوی کې څه باندې یونیم میلیون یې د کډوالو په توګه ثبت شوي او پي او ار کارتونه لري چې هغوی ته په پاکستان کې د اوسېدو نېټه د جون میاشتې تر پایه ټاکل شوې ده. خو د کډوالو په وینا اوس له یوې مخې ټول افغانان نیول کېږي او افغانستان ته اړول کېږي.