عراقچي: له افغانستان سره یې سوداګري له ټولو اروپايي هېوادونو سره د ایران سوداګرۍ پرتله ډېره ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له افغانستان سره د خپل هېواد د سوداګرۍ کچې زیاتېدو خبره کوي او په وینا یې اوسمهال د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه، ورکړه له ټولې اروپا سره د ایران د سوداګرۍ پرتله لوړه ده.

نوموړي د انلاین خبرنومې رسنۍ سره مرکه کې ویلي، ایران باید پر افغانستان پام ډېر کړي او له افغانستان سره پر پوله پراته ایراني ولایتونه د سوداګرۍ په زیاتولو کې مهم ونډه لرلی شي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ د پولو په اوږدو کې شته مسائلو ته په اشارې سره وویل، ځايي چارواکي کولی شي دا مسائل حل کړي. د ښاغلي عراقچي په خبره داسې حال کې چې ایران له بندیزونو سره مخامخ دی، ولایتي چارواکي کولای شي، ډېرې غوټې پرانیزې او له ګاونډیو هېوادونو ډېرې اړتیاوې پوره کېدل شوني دي.

تېره میاشت د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته پاکستان د افغان سوداګرو د وارداتي مالونو پر مخ خپل بندرونه او لارې تړلي دي.

نژدې یوه میاشت کېږي، چې د افغانستان له لوري په ځانګړې توګه په هند او پاکستان کې د افغانستان د تازه او وچو میوو محصولات د پاکستان له لارې مشتریانو ته نه دي رسېدلي او دغه راز د افغانستان په بازارونو کې د سېمټو، غوړیو او وریجو په ګډون د ځینو توکو بیې لوړې شوې، چې ډېره برخه یې له پاکستانه واریدیدله.

تېره اونۍ د افغانستان او پاکستان صنایعو او سوداګرۍ ګډې خونې مشر جنید مقدا په یوه لیک کې له پاکستان حکومته وغوښتل، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ پراخېدونکي کړکېچ ختمولو لپاره اقدامات وکړي.

د یادونې ده، چې افغانستان له تېرو څو کلونو راهیسې پر پاکستاني غنمو تکیه نه کوي، خو ځینې توکي لا هم داسې شته، چې له پاکستانه افغانستان ته راوړل کېږي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ سیاسي ناندرۍ او د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې کړکېچ د دې لامل شوی، چې افغانستان په دا وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو لټون پیل کړي.

د افغانستان د وروستي جمهوري حکومت په څېر په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د مرکزي اسیا له هېوادونو، هند، ایران او روسیې سره سوداګریزې اړیکې پراخوي. ایران په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت پام ور اړولی او ان تهران په افغانستان کې د سیمنټو لږوالي پوره کولو لپاره هم اقدامات کړي.

د جمعې پر ورځ د ایراني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې په ایراني سینټو بار ۱۸ ریل ډبې د افغانستان پر لور روان شوي دي، چې په وینا یې دا صادرات به په اونیز ډول تر ۱۰۰۰ ټنو پورې ورسېږي.

تېره اونۍ د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد له قوله ویل شوي وو، چې ''له ایران سره په تېرو شپږو میاشتو کې د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۶۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده، چې له پاکستان سره د یو میلیارد او ۱۰۰ میلیونو ډالرو پرتله ډېره ده.''

په دې وروستیو کې ایراني چارواکو له افغانستان سره د سوداګرۍ فرصتونو په تړاو په وار وار خبرې کړې دي.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر محمود صیادت انګریزۍ ژبې تهران ټایمز ورځپاڼې ته ویلي و، چې افغانستان یو داسې هېواد دی چې "مخ پر وړاندې تګ ته چمتو دی" او زیاته یې کړه چې کابل "باید د پوهې او نوې ټیکنالوژۍ د لېږد لپاره اړین پلیټ فارم چمتو کړي." چې په وینا یې په دې برخه کې، ایران کولی شي یو ښه مرسته کوونکی وي.

هغه څو ورځې وړاندې د ایران چیمبر آنلاین سره په یوه مرکه کې وویل: "افغانستان یو لوی صنعتي او پرمختیایي ورکشاپ ګرځېدلی چې موږ په کې لږه ونډه لرو."

ښاغلي صیادت په افغان بازارونو کې د ایران پانګونه د "ګټې-ګټې" په توګه یاده کړه او ویې ویل چې "ځکه چې دا به د دوی لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي او زموږ ګټې به زیاتې کړي."

ایراني چارواکي وویل چې د کانونو، کرنې او مالدارۍ او بڼوالۍ په څېر سکتورونو کې پانګونه خورا ښه فرصتونه دي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د بهرنیانو شتون ورځ تر بلې زیاتېږي، او په خبره یې ازبکستان تر لسو کلونو دمخه په افغانستان کې نه و، خو اوس تر ټولو لویه ونډه لري او ډېرې پرمختیایي پروژې پلي کوي.

ښاغلي صیادت ویلي و، چې د چین، ترکیې، قطر او روسیې شتون هم پراخیږي.

د ایراني چارواکي په وینا، د افغانستان په بازار ونو کې د ایران ونډه د توکو په صادرولو سره "نه شي خوندي کېدلی" او ایراني چارواکو ته یې مشوره ورکړه چې "موږ باید د ګډې پانګونې په برخه کې هم فعال واوسو."

د ایران د انرژۍ فدراسیون عمومي منشي حامد رضا صالحي ویلي، د ایران او افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره زیربنا نه ده چمتو شوې او ټینګار یې وکړ چې "د دواړو هیوادونو خصوصي سکتور باید په خپلو حکومتونو فشار راوړي چې د زیربنا چمتو کولو لپاره اړینو برخو ته پاملرنه وکړي."

هغه د مایع طبیعي ګازو لپاره د افغانستان اړتیا ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې په ایران کې د دې محصول تولید ظرفیت لوړ دی او د ارزونې او پلان کولو سره، د صادراتو او وارداتو لپاره په وخت اقدام کېدای شي.