د پښتنو قامي جرګه ولې کېږي، اهمیت یې څه دی او په اړه یې څومره پوهېږئ؟

پښتین

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

    • Author, افتخار خان
    • دنده, بي‌بي‌سي، اسلام اباد

د پاکستان حکومت وروستي ګامونه ښيي چې د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا رابلل شوې د پښتنو قامي جرګه په هېڅ حال کېدو ته نه پريږدي خو په ځواب کې پي ټي ايم وايي چې دغه غونډه به په هر صورت کوي. حکومت په دې لړ کې دغه سازمان باندې بنديز هم لګولی دی.

تر اوسه د پوليسو له لوري د جرګې ډګر ته پر رسېدلو کسانو ډزو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او تر شاوخوا شلو ژوبل دي.

پوليس وايي، قهرجنو خلکو په خیبر ولسوالۍ کې د دوی هم يو موټر سوځولی دی.

د پاکستان حکومت لخوا د جرګې مخنيوي لپاره په خلاص مټ عمليات په پنځم اکتوبر هغه مهال پیل شول کله چې پوليسو د غونډې پر پنډغالي بريد وکړ او هلته لګول شوې خیمې یې وسوځولې او نور ترتیبات یې هم ړنګ کړل. خو د پي ټي اېم غړي وايي چې د رياست لخوا دغه ګامونه څو اوونۍ وړاندې هغه مهال پیل شوي دي چې علي وزير یې په اسلام اباد کې ونیو او د محکمې لخوا د څو وارې خوشې کېدو پر امرونو سربېره يې هم بند کې ساتلی دی.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين د پښتنو دا قامي جرګه درې مياشتې وړاندې په جولای کې اعلان کړې وه او پکې د خلکو د ګډون لپاره په خیبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې په خپله ګرځېدلی او له ولسونو سره يې ليدلي دي.

"عدالت"

پښتین

د عکس سرچینه، MANZOOR PASHTEEN

پي ټي اېم دې غونډې ته د "عدالت" نوم ورکړی او ويلي یې دي چې راغلي ولسونه او د هغوي استازي به پکې د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کوي چې له پاکستان سره نور په کومو شرطونو وړاندې تګ کولی شی.

د اکتوبر میاشتې تر رارسېدو حکومت په ښکاره توګه د دې جرګې مخالفت نه و کړی، خو اوس يې ويلي چې دغه غونډه کول به "له قانون سره په ټکر وي."

د کورنيو چارو وزير محسن نقوي اسلام اباد کې يوه خبري کانفرنس ته ويلي چې له جرګې څوک نه منع کوي خو پي ټي اېم خپله دا عدالت يا محکمه بولي، نو په هېواد کې لا له وړاندې عدلي نظام موجود دی او د داسې بل نظام اجازه نه شي ورکول کېدای.

ښاغلي محسن نقوي بيا پر پي ټي ايم سختې نيوکې هم کړې چې ګواکې د رياست او رياستي ادارو په تړاو د "سپکاوي لهجه" کاروي او تور یې پورې کړی چې "له بهرنیو هيوادونو ورسره مالي مرستي کېږي." د ده په ټکو، همدا پر دې سازمان د بنديز لګولو علتونه دي.

د کورنيو چارو وزير ويلي، د سازمان د غړو پاسپورټونه يې هم لغو کړي‌ دي.

همداراز د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف هم په یوه شخصي تلویزون او د مطبوعاتو وزير عطاء تارړ په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال تورونه لګولي دي چې پي ټي ايم يو "سخت دريځه سازمان دی او له پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو سره اړيکي لري."

پي ټي ايم بیا دغه ټول تورونه رد کړي دي.

دا جرګه ولې رابلل شوې؟

جرګه

د دې جرګې اعلان ښاغلي منظور پښتين د غورځنګ مخکښ غړي او شاعر ګيلمن وزير د جنازي مراسمو پر مهال کړی و او د پخوا په څېر یې پر رياست د ظلمونو تورونو لګولو سره ويلي وو چې پښتانه نور د دغه چلن پر مخ خپله تګ لاره ټاکل غواړي.

پي ټي اېم او منظور پشتين تر دې وړاندې هم ګڼې جلسې او غونډې کړي دي خو په دې جرګه کې څه چې له نورو بدل دي هغه دا دي چې د پي ټي ايم غړي په تېرو درېیو مياشتو کې پاکستان کې پر پښتون مېشته سيمو ګرځېدلي او وايي چې د ترهګرۍ، جګړې او د جبري لادرکيو قربانيانو کره شمېرې یې راټولې کړې دي. دوی همدا راز ادعا کوي چې داسې مالومات یې هم راټول کړي چې د پښتنو خاوره کومې زېرمې لري او د چا په واک کې دي.

د غورځنګ غړي اراده لري چې دغه ټول مالومات د جرګې ګډونوالو سره شریک کړي او د همدغو مالوماتو پر بنسټ به بیا پرېکړه کوي چې وروسته له دې د پاکستان له حکومت سره په کومو شرطونو خبرې اترې وکړي.

منظور پښتین تل د پاکستان په پښتون مېشته سيمو کې ترهګرۍ او پوځي عملیاتو ته د "ډالرو جګړه" ویلې ده او د پاکستان پر پوځ تور لګوي چې له دې جګړې "ناوړه ګټې" ترلاسه کوي.

د جرګې اعلان پرمهال ښاغلي پښتین ويلي وو چې پښتنو ته نور دا چلن د منلو نه دی.

پر يوولسم، دولسم او ديارلسم اکتوبر د پښتنو قامي جرګه يا "عدالت" د پښتنو په معصر تاريخ کې له لويو او ارزښت لرونکو غونډو ګڼل کېږي.

د پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی لیکوال او تاریخپوه نورالامين يوسفزی وايي چې جرګه د پښتنو په تاريخ او کلتور کې ډېر ارزښت لري او که دا جرګه کاميابېږي نو په راتلونکې کې ښې پايلې لرلی شي.

د ده په وينا دا جرګه په پښتونخوا کې له کلونو راهیسې د روانې جګړې د له منځه وړو او پښتنو ته پر خپلو زېرمو د واک ترلاسه کولو لامل ګرځېدلی شي.

پر پي ټي اېم سربېره نور ګڼ پښتون ملتپاله تنظیمونه او ګوندونه هم دې غونډې ته په تمه دي او پر ټولنيزو رسنيو هم دا موضوع ډېره توده ده.

د پاکستان حکومت لخوا د جرګې د مخنيوي ګامونه

د ویډیو تشریح، پي‌ټي‌اېم: پاکستاني امنیتي کسانو د قامي جرګې لپاره ورټولو شوو باندې ډزو کې زموږ ۳ غړي وژلي

د پاکستان حکومت لخوا دغه جرګه "له قانون سره په ټکر کې بلل شوې ده."

پر پښتون ژغورنې غورځنګ د دغه هېواد د قانون له مخې د "ترهګرۍ مخنیوي مادې" لاندې بندیز اعلان شوی دی چې ګواکې دغه سازمان په پاکستان کې د "بې ثباتۍ" خپرولو کې ښکېل دی.‌

په خیبر کې د جرګې پر ډګر په تېره یوه اوونۍ کې پولیسو څلور وارې چاپې وهلې دي، هلته روان چمتوالی یې ځپلی او وسایل یې ړنګ کړي دي.

د اکتوبر پر نهمه نېټه د غورځنګ له پلویانو سره تر اخ و ډب وروسته د پولیسو په ډزو کې درې کسان وژل شوي او شاوخوا شل نور ژوبل دي.

د پي ټي ايم غړي وايي، د جرګۍ ډېری ګډونوال د شمالي او جنوبي وزيرستان، بنو، ډېره اسماعيل خان، ټانک او نورو سويلي ولسواليو دي خو له پرون (اکتوبر نهمې)‌ راهیسې له دې سيمو خیبر ته تللې ډېرۍ لارې امنیتي کسانو تړلې دي.

په جنوبي وزيرستان او بنو کې هم د خیبر په څېر د پوليسو او جرګې ته د تلونکو کسانو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته شوی دی.

پر دې سربېره، د خیبر پښتونخوا حکومت په ټولو دولتي کارکوونکو بندیز لګولی چې په دې جرګه کې ګډون ونه کړي.

جرګه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران او د جرګې سمبالوونکي په "شيډول فور" کې شامل کړل شوي دي چې پر بنسټ یې هغوی تر خپلو ولسوالیو بهر نه شي تلای.

پي ټي ايم وايي، تر دې دمه يې سلګونه غړي او پلويانو نيول شوي دي.

د جرګي غړي او ګډونوال به څومره وي؟

که پر ټولو حکومتي خنډونو سربېره هم پي ټي ايم د دې جرګې په ترسرولو وتوانېږي نو دوی تمه لري چې تر شلو زرو ډېر خلک به ګډون پکې وکړي.

په تېره جولای میاشت کې د دې جرګې د اعلان پر مهال منظور پښتين ويلي وو چې يو داسې ډګر ګوري چې له دېرشو تر څلويښت زره کسان پکې ځای شي.

د خیبرپښتونخوا لپاره د غورځنګ مشر خیرالامين له بي بي سي سره خبرو کې ويلي چې په ټول هېواد کې پر ۶۲ پښتون مېشتو ولسوالیو ګرځېدلي او ولسونو ته یې بلنې ورکړې دي.

ښاغلی خیرالامين وايي، پر عامو ګډونوالو سربېره به د جرګې اتيا يا دوه اتيا غړي د پښتنو استازي وي. دا استازي له بېلابېلو سيمو، سياسي ګوندونو او په نورو برخو کې د هغوی د تجربو او نفوذ پر بنسټ ټاکل شوي دي او پرېکړه به هم دغه استازي کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ څه دی؟

محسود

د عکس سرچینه، GILAMAN/X

د عکس تشریح، په ۲۰۱۸ کې دغه سازمان هغه وخت خپله مبارزه یوې قبيلې نه ټول قام ته وغځوله چې په کراچې کې د نقيب الله مسید په نوم يو ځوان د پوليسو په توقيف ووژل شو.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو حقونو لپاره د مبارزې ادعا کوونکي یو شمېر سازمانونه او ګوندونه وار له مخه شته خو په دې وروستيو کلونو کې د 'پښتون ژغورنې غورځنګ' یا پي ټي ايم په دوی کې تر ټولو ډېر فعال پاتې شوی دی.

دې غورځنګ شاوخوا شپږ کاله وړاندې خپلې هلې ځلې پېل کړې دي.

تر دې وړاندې دغه سازمان د 'محسود تحفظ مومنټ' په نوم يادېده چي منظور احمد پښتين له خپلو څو ملګرو سره په ۲۰۱۴ کې وزيرستان کې د ناامنۍ او په ځانګړې توګه له جګړو د پاتې ماینونو پر ضد جوړ کړی و.

په ۲۰۱۸ کې دغه سازمان هغه وخت خپله مبارزه یوې قبيلې نه ټول قام ته وغځوله چې په کراچې کې د نقيب الله مسید په نوم يو ځوان د پوليسو په توقيف ووژل شو او ترې وروسته احتجاجونه پېل شول. هغه مهال دا سازمان په لويه کچه وپېژندل او وستايل شو او له هماغه ځایه 'محسود' نه 'د پښتون ژغورنې غورځنګ' ته واوښت.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته په پښتون مېشته سيمو کې د تاوتریخوالي او جبري لادرکيو پر وړاندې او د پښتنو د بشري، سياسي او کلتوري حقونو لپاره له تېرو شپږو کلونو راهیسې مبارزه کوي او دا جرګه هم د دې مبارزې يوه مهمه هڅه بلل کېږي.

د وخت په تېرېدو سره د پاکستان رياستي ادارو او په ځانګړي توګه د پوځ او د هغوی د تګلارو پر ضد د دغه غورځنګ په مبارزه کې شدت راغی چې په غبرګون کې یې بیا پوځ او رياستي ادارو هم دوی د پاکستان "دوښمنان" وبلل.

تر دې دمه د دغه غورځنګ ځینې غړي او پلويان شکنجه شوي او یو شمېر نور یې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي هم دي خو په اړه یې پلټنې یا نه دي ترسره شوې او یا یې کومه پایله نه ده ورکړې.