نقیب الله مسید پولیسو سره 'جعلي' مقابله کې وژل شوی

د عکس سرچینه، TWITTER
کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسید قضیې څېړونکې کمېټې مشر افسر ثناالله عباسي وايي، نقیب مسید له پولیسو سره (جعلي) متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
کراچۍ کې د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وایي، ښاغلي عباسي کراچۍ کې د مسید قوم جرګې ته دغه څرګندونې کړې.
له دې مخکې د کراچۍ ملیر سیمې یوه پولیس افسر راو انوار ادعا کړې وه، چې نقیب مسید د وسله والو طالبانو ډلې غړی و او د همدې ښار شاه لطیف ټاون سیمه کې له پولیسو سره مخامخ ډزو کې وژل شوی دی.
د نقیب مسید خپلوانو او ملګرو د پولیسو دغه ادعا رد کړې وه او ویل یې چې نقیب یوې کارخانې کې مزدوري کوله او ماډلینګ شوق یې کاوه. له هغه وروسته د سند ایالتي حکومت په امر د پېښې څېړنې لپاره د ثناالله عباسي په مشرتابه یوه کمېټه جوړه شوه.
د همدغې کمېټې په سپارښتنه پولیس افسر راو انوار دنده وځنډول شوه، د سې شنبې پر ورځ پلازمېنه اسلام اباد کې دبۍ ته له تلو راوګرځول شو او د پاکستان سترې محکمې د جنورۍ پر ۲۷ د سپیناوي لپاره غوښتی دی.

د عکس سرچینه، EPA
د نقیب الله مسید له وژل کېدو وروسته چارواکو پر نوموړي افسر له هېواده د وتلو بندیز ولګاوه.
کراچۍ کې له دې مخکې هم داسې شکایتونه شوي، چې ګواکې یو شمېر کسان بې محاکمې وژل شوي دي.
د پاکستان بشري حقونو کمېسیون رپوټ کې ویل شوي، چې تېر کال د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو له لاسه ۱۴۶ کسانو وژل شوی، چې د ۱۴۰ په تړاو ادعا شوي، چې مخامخ ډزو کې وژل شوي دي.








