منظور پښتین: د 'پښتنو قامي جرګې' به خیبر کې جوړېږي

خیبر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پښتن پرون اعلان وکړ چې "د پښتنو تاریخي جرګه به په تاریخي خیبر کې جوړېږي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د راتلونکي اکتوبر میاشتې پر ۱۱مه له ډېورنډ کرښې لاندې د پرتو پښتنو ولسونو اعلان شوې قامي جرګې ته د چمتووالي په لړ کې په لومړي ځل د دې "تاريخي" جرګې د جوړېدو ځای ځایګي اعلان کړی دی.

منظور احمد پښتین پرون (جمعه) د خیبر کوکي خېل سیمه کې ولسي پاڅون ته د وینا پر مهال اعلان وکړ چې "د پښتنو تاریخي جرګه به په تاریخي خیبر کې جوړېږي."

د هغه دا اعلان زرګونو خلکو بدرګه کاوه او هرکلی یې وکړ.

د خیبر ولسوالۍ کوکي خېل درې خلک له څه مودې راهیسې د خپلو حقونو تر لاسه کولو او خپلو مېنو ته د بېرته تلو لپاره احتجاجونه کوي.

ښاغلي پښتین ویلي، د خیبر درې ولسونه او قومونه د پلان شوې جرګې بوج اخیستی شي.

هغه ویلي خیبر به د ډېرې ویاړلي جرګې کوربه وي او د خیبر وګړي باید د ډېرې پراخې جرګې کوربتوب ته چمتووالی ونیسي.

د خیبر موقعیت

خیبر

د عکس سرچینه، manzoor PASHTEEN

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر احمد منظور پښتین لاریونوالو ته د وینا پر مهال وویل "د بېلابېلو ځایونو مشران د جرګې لپاره ځایونه وړاندیزوي خو خیبر د پښتون په تاریخ کې د مزاحمت نښه ده".

د دې درې نوم د 'خیبر پښتونخوا' یالت له نوم سره هم تړلی دی.

دا دره د افغانستان او پېښور ته د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو یوه بوخته لاره ده.

خیبر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خیبر د تورخم او پېښور تر منځ پرته سیمه ده چې د غرونو تر منځ پرته ده

خیبر دره له پېښوره شاوخوا ۱۷ کیلومتره لرې پرته ده، دا ولسوالۍ د خیبر له تاریخي دروازې پیلېږي او تر تورخم دروازې دوام کوي.

په ټوله کې د خیبر له دروازې تر تورخمه ټول شاوخوا ۳۸ کیلومتره سړک غځېدلی چې شاوخوا یې د پښتنو لوی قوم اپریدي او ځینې نور مېشت دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له نوې اعلان سره ټاکل شوې چې راتلونکي اکتوبر میاشتې له ۱۱مې دا دره د پښتنو د یوې لویې جرګې کوربه وي.

دغې جرګې ته د شاوخوا ۶۰ پښتون مېشتو سیمو استازي وبلل کېږي چې په خپل برخلیک وغږېږي.

پښتانه دا جرګه داسې مهال خیبر کې کوي چې په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول په خپلو وسایلو خپل اختیار غواړي او د پاکستان په حکومت د ځينو تګلارو له کبله سختې نېوکې کوي.