د خطرونو سوداګر: ولې د عبدالقدیر خان نوم د ایران له اټومي پروګرام سره تړل کېږي؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، .
    • Author, عارف شمیم

د ۲۰۰۴م کال په فبرورۍ میاشت کې پر پاکستانيو ټلوېزونونو داسې خبر راغی چې له چاودنې کم نه و او دا غږ په ټوله نړۍ کې واورېدل شو.

دغه چاودنه هغه مهال وه چې د پاکستان د اټومي پروګرام سرلاري ډاکتر عبدالقدیر خان پر دولتي ټلوېزیون یوه مرکه کې ومنله چې له حکومته په پټه یې د اټوم بم جوړېدو رازونه نورو هېوادونو ته ور کړي دي.

ډاکتر عبدالقدیر خان چې درېشۍ او ڼیکټايۍ کې و، په ساده انګرېزي غږېده ویې ویل "په څېړنو کې ثابته شوه چې ډیر راپورته شوي فعالیتونه زما په مشوره پیل شوي دي."

هغه وویل، "د دې قضیې اړوند له حکومتي چارواکو سره مرکو ماته ثبوتونه او پایلې مخې ته کېښودل شوې او ما په خپله ومنله چې د دوی پلټنې تر ډېره سمې دي."

هغه په خپلو خبرو کې وویل "زما ګرانو وروڼو او خویندو! زه په خفګان او پښیمانۍ ستاسې مخې ته راځم او دا وایم چې حکومت موږ ته د هېڅ ډول مالوماتو رسوا کولو اجازه نه راکوي."

" ګرانو وروڼو او خویندو، ما پرېکړه کړې چې ستاسو پر وړاندې حاضر شم او د زړه له تله خپله بې قید او شرطه پښېماني او معذرت تاسو ته وړاندې کړم. زه غواړم دا هم روښانه کړم چې د دې فعالیتونو لپاره د حکومت لخوا هیڅکله اجازه نه وه ور کړل شوې."

د پاکستان د هغه وخت واکمن جنرال پروېز مشرف ډاکتر قدیر خان خپل کور کې نظربند کړ او له هېچا سره یې د اړیکو اجازه نه ورکوله، خو بیا هم د پاکستان او ډاکتر قدیر کیسې په رسنیو کې شور جوړ کړی و.

ټایم مجلې د ۲۰۰۴ فبرورۍ پر ۱۴مه د مجلې پر پښتۍ د ډاکټر عبدالقدیرخان عکس خپور کړ او ور سره یې ولیکل "د خطرونو سوداګر".

هغه مهال پر ډېرو نړیوالو رسنیو دغسې خبرونه خپرېدل.

.

د عکس سرچینه، TIME MAGAZINE

د عکس تشریح، .

خو په پاکستان کې د ډاکتر عبدالقدیر خان د څرګندونو په اړه بېلا‌بېلې پوښتنې کېدلې. یوه پوښتنه دا هم وه چې څنګه دومره ستر او مهم ساینسپوه له اوږدې مودې راهیسې اټومي رازونه او ټیکنالوژي پلوري او هیڅوک پرې خبر نه و؟ په ځانګړي ډول د پاکستان څارګره اداره او پوځ چې هر څه څاري.

څلور کاله وروسته ډاکټر عبدالقدیر خان ګارډین ورځپاڼې ته وویل: "ده ته یو لیکلی کاغذ ورکړل شوی و او هر څه یې د هغه له مخې وویل."

دغه پاکستانی ساینسپوه په دې تورن و چې په پټه یې ایران، شمالي کوریا او لېبیا ته د اټوم جوړولو رازونه ور کړي او د اټوم بم په جوړولو کې یې ور سره مرسته کړې ده.

ایران، شمالي کوریا او لېبیا

دا کیسه په ۹۰یمه لسیزه کې پیل شوې وه.

د ۲۰۰۴کال په ډیسمبر کې د بي‌بي‌سي په یو راپور کې راغلي چې د بریټانیا او امریکا استخباراتي ادارو د ۱۹۹۰ کال په وروستیو کې د ډاکتر خان پټې شبکې ته لاس‌رسی ومونده. دوی څو ځلې عملیاتونه پرې کړې وو او خپل یو افسر یې دغې شبکې ته دننه کړی و.

د دې راپور پر بنسټ، د برېتانیا استخباراتو او ځینو نورو ادارو د ډاکتر قدیر د مشتریانو، مالي سرچینو، جعلي کمپنیو او لابرتوارونو د شبکې په اړه مالومات ترلاسه کړل.

هغه مهال معلومه شوه چې ډاکټر خان د اټومي وسلو د تجهیزاتو چمتو کولو لپاره یوه نړیواله شبکه جوړه کړې. د بريتانیا ګډې استخباراتي کمېټې د ۲۰۰۰ کال په پیل کې په دې تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.

خو په دې مسله کې تر ټولو مهم ثبوت په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا او بریټانیا د استخباراتو له خوا د لېبیا له چارواکو تر لاسه شو.

هغه مهال چې لېبیا له خپل اټومي پروګرامه لاس پر سر شوه، نو د اټومي وسلو اړوند د ځینو توکو ډیزاینونه یې امریکايي او بریتانوي افسرانو ته وسپارل.

د معلوماتو له مخې، په یادو توکو کې پر ځینو ډیزاینونو سربېره د اټومي پروګرام اړوند ځینې پرزې د پاکستاني اټومي ساینسپوه له خوا چمتو شوې وې چې له امله یې امریکا دا پلمه تر لاسه کړه چې پاکستان وهڅوي پر عبدالقدیر خان فشار راوړي.

د پاکستاني حکومت اعتراف

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شیخ رشید د ۲۰۰۵کال په مارچ کې ومنله چې ډاکتر قدیر خان، ایران ته د اټوم بم جوړولو ټیکنالوژي ورکړې وه، خو هغه وخت پاکستانی حکومت د ایران او عبدالقدیر خان ترمنځ پر شته معامله نه پوهېده.

ښاغلی رشید لومړنی پاکستانی چارواکی دی چې دا یې ومنله.

شیخ رشید، اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته په ټیلیفوني مرکه کې وویل: "ډاکټر عبدالقدیر ایران ته ځینې 'سنټر فیوژونه ' ورکړي وو. دا له ایران سره د ده شخصي مرسته وه، پاکستاني حکومت په دې برخه کې له ایران سره هېڅ اړیکه نه لرله."

د بي‌بي‌سي د ۲۰۲۱کال اکټوبر په یوه راپور کې ښکاري چې د ایران د نطنز په اټومي تاسیساتو کې د سنټر فیوژونو پروګرام جوړښتونه؛ تر ډېره د هغه موادو پر بنسټ دي چې اصل کې د ډاکتر قدیر خان شبکې ورکړي وو.

راپور وايي، د عبدالقدیر خان استازو ایراني چارواکو ته په اټوم بم کې د کارېدونکو موادو او توکو لېست ورکړی و چې د هر توکې بیه هم ور سره لیکل شوې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزات د ۲۰۰۴کال د ډیسمبر پر ۲۲مه پر دوی د اټوم بم جوړونې تورونو ردولو پرمهال وویل "ایران له ځېنو سوداګرو د اټومي ټیکنالوژۍ توکي اخېستې دي، خو دا چې سوداګرو مواد له کومه راوړل، ورته مالومه نه ده."

په بیان کې دا هم ویل شوي وو چې د ایران اټومي انرژۍ پروګرام سوله‌ییز دی او د اټوم بم جوړولو لېوالتیا نه لري.

جنرال پروېز مشرف او ډاکټر عبدالقدیر خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جنرال پروېز مشرف او ډاکټر عبدالقدیر خان

د ایران نطنز بټۍ د یورانیمو غني کولو مهم مرکز دی. دا سیمه د تهران جنوب ته په ۲۵۰ کیلومترۍ کې پرته ده. پر همدې بټۍ د ایران-اسرائیلو په وروستۍ جګړه کې هم بریدونه شوي دي، خو د ملګري ملتونو قانون هېچا ته د اټومي انرژۍ پر بټیو د برید کولو اجازه نه ورکوي.

له بریدونه وروسته د نطنز بټۍ وروستی وضعیت لا روښانه نه دی، خو له بریدونو وړاندې مالومات دا وو چې دا بټۍ تر ځمکې لاندې ده، درې ودانۍ لري چې تر ۵۰ زرو سنټرفیوژونو د چلولو وړتیا لري.

د امریکا او اسرائیلو تر بریدونو پورې په دې بټۍ کې ۱۴زره سینټرفیوژونه لګول شوي وو چې نږدې ۱۱زره یې د کارېدو وړ وو.

د ایران پر نطنز بټۍ تر دې وړاندې سایبري بریدون هم شوي دي چې پر امریکا او اسرائیلو یې شک کېږي.

له سپوږمکۍ د نطنز اټومي مرکز اخیستل شوی انځور

د عکس سرچینه، MAXAR TECHNOLOGIES

د عکس تشریح، له سپوږمکۍ د نطنز اټومي مرکز اخیستل شوی انځور

د البرادعي مرکه او پر عبداقدیر خان تورونه

پر اټومي پروګرانو د ملګرو ملتونو د څار ادارې د هغه وخت مشر محمد البرادعي هم پر ډاکتر عبدالقدیر خان نیوکه کړې وه او ویلي یې و، د دوی مالومات ښيي چې لږ تر لږه د ۳۰هېوادونو اړوند ۳۰ کمپنۍ د ډاکتر عبدالقدیر له غیر قانوني شبکې سره اړیکې لري.

ډاکتر عبدالقدیر خان تر مرګه دا تور رداوه، خو تر اخره یې دا و نه ویل چې رښتیا څه وو.

البرادعي د بي‌بي‌سي 'هارډ ټاک' خپرونې کوربه 'ټېم سېباسټېن' پوښتنو ته داسې ځوابونه وویل:

ټېم: له ۳۰ هېوادونو سربېره نور داسې هېوادونه شته چې تاسو پخوا نه پېژندل؟

البرادعي: نه، ټولې کمپنۍ مې نه پېژندلې چې په دې قاچاق کې ښکېلې دي. که تاسو فولاد یا مقناطیس صادروئ او هغه ډېر لرې ځای استعمالېږي، نو نه شئ پوهېدلی چې دا ایران ته ځي که لیبیا ته.

ټېم: د عبدالقدیر خان له مشتريانو او پېرونکو هېوادونو سره څه وشول؟

البرادعي: موږ او هغه استخباراتي ادارې چې له موږ سره کار کوي، هڅه کوو د مشتریانو شمېر یې معلوم کړو، خو تر اوسه لا دغې پایلې ته نه یو رسېدلي.

ټېم: ولې مو تر اوسه له ډاکتر قدیر سره خبرې نه دي کړي؟

البرادعي: پاکستان له هغه سره د خبرو کولو اجازه نه ده راکړې.

ټېم: څه مانا، اجازه؟ جنرال پروېز مشرف ویلي، تر اوسه په دې اړه هېچا له دوی د اجازې غوښتنه نه ده کړې.

البرادعي: نه، زما په فکر له هغه د پوښتنو لپاره ډېر خوشالېږو، خو ..

ټېم: تاسو له هغه د پوښتنو کولو غوښتنه کړې ده؟

البرادعي: فکر کوم، هو.

ټېم: خو دوی وايي، تاسې داسې څه نه دي کړي. دا غیر معمولي نه ده؟

البرادعي: په یقین سره نه شم ویلی خو فکر کوم، له هغه سره مو د خبرو کولو غوښتنه کړې ده.

ټېم: تاسې څرګند راته ویلی شئ چې د ملګرو ملتونو پر اټومي انرژۍ د څار ادارې له هغه سره د خبرو غوښتنه کړې ده؟

البرادعي: زما مالومات دا دي چې موږ یې غوښتنه کړې ده.

ټېم: که تاسې دا نه کوئ، نو دا لویه تشه ده، نه ده؟

البرادعي: زه خپلو پاکستاني ملګرو ته وايم، که دوی یې راسره مني زه په ډېرې خوشالۍ یوه ډلګۍ ورلېږلی شم. هو، دا لویه تشه ده، خو ....

ټېم: اوس هغه ته د رسېدو وخت دی؟

البرادعي: تر کومه چې مالومات لرم، هغه تر اوسه له پاکستانیانو پرته له بل هېچا سره خبرې نه دي کړې. ښکاره ده چې دا ښه خبره نه ده. زموږ لپاره به ډېره ښه شي چې نېغ په نېغه له ډاکتر قدیر سره وغږېږو.

ټېم: سوریه او سعودي د هغه مشتریان وو؟

البرادعي: موږ هېڅ داسې اشاره نه ده موندلې، مقصد مې دا دی چې موږ هېڅ داسې څه نه دي ترلاسه کړي چې دغه دواړه هېوادونو دې یې مشتریان وي. رښتیا دا دي چې سوریې ته مو د هغوی د اټومي انرژۍ د پلټنو لپاره ډلګۍ ولېږله خو داسې څه مو و نه موندل. موږ د ترلاسه شویو مالوماتو پر بنسټ پلټنې وکړې خو هېڅ لاس ته را نغلل.

ټېم: خو داسې نه ښکاري چې تاسې په دې اړه جدي هڅې کړې وي؟

البرادعي: موږ بالکل هڅې کړې دي، خو زه سوریه او نورو سیمو ته نه شم تللی چې له هر چا پوښتنه وکړم، تاسې له ډاکتر قدیر څه پیرلي دي؟ موږ یو څه مالوماتو او نښو ته اړتیا لرو، چې هغه تعقیب کړو. که موږ لږ مالومات هم وموندل چې پلانی هېواد د قدیر مشتري و، په یقین سره درته وایم چې په همدې شپه پرې کار پیلوو.

ډاکټر عبدالقدیر خان د پاکستان پر دولتي ټلوېزیون اعتراف وکړ چې په ناقانونه ډول یې د اټومي رازونه نورو هېوادونو ته ور کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاکټر عبدالقدیر خان د پاکستان پر دولتي ټلوېزیون اعتراف وکړ چې په ناقانونه ډول یې اټومي رازونه نورو هېوادونو ته ور کړي دي.

د ایران له همکارۍ د ډاکتر عبدالقدیر خان انکار

ډاکټر قدیر د کمې مودې لپاره 'نظر بند' و. په ۲۰۱۲ کال یې د پاکستان ساتنې په نوم سیاسي ګوند جوړ کړ چې په ټاکنو کې یې سخته ماتې وخوړه او یوه څوکۍ یې هم ونه ګټله.

له مودې وروسته هغه په ځینو مرکو کې د 'ټلوېزیوني اعتراف' په اړه منکر شو او ویل یې، هېڅ غیر قانوني کار یې نه دی.

د یوې نړیوالې مجلې سره په مرکه کې یې څرګند وویل، نوموړی پرته له پاکستان د بل هېڅ هېواد له اټومي پروګرام سره اړېکه نه لري. په تېره بیا د ایران په اړه یې ویل، ایران د اټوم بم د نه جوړولو نړیوالې ټولنې غړیتوب لري او تل یې ویلي چې اټوم بم نه جوړوي، نو څنګه یې جوړولی شی.

ډاکتر قدیر له عراق سره همکاري هم تبلیغات وبلله.

د شمالي کوریا د اټومي انرژۍ په اړه یې وویل، هغه د روسیې او چین سره ملګری او یو بلاک کې دی، نو ولې د نورو هېوادونو مرستې ته لاس وغځوي.

له ډاکټر قدیر دا پوښتنه هم وشوه، چې پر لبنان یې هم د اټوم بم جوړولو رازونه پلورلي دي، خو هغه په ځواب کې وویل، هغه هېواد چې بایسکل نه شي جوړولی، اټوم څنګه جوړ کړي.

د ریاست انکار او بې مسوولیته عمل

د دفاعي او اټومي چارو کارپوه سید محمد علي بي‌بي‌سي ته وویل، "د پاکستان د حکومت تل همدا دریځ دی چې ډاکتر قدیر له ایران سره د اټوم بم جوړولو لپاره خپل‌سري همکاري کوله او هېڅکله هم دا د حکومت پالیسي نه وه."

هغه وايي، "له شاوخوا ۲۵کلونو د پاکستان دریځ دا دی چې اټومي وسلې او توغوندي یې د خپلې خاورې د دفاع لپاره جوړ کړي دي، بل چا ته یې نه ورکوي."

هغه وايي، پر پاکستان دا تور دی چې نورو هېوادونو سره د اټومي انرژۍ په جوړولو او پراخولو کې مرسته کوي، دا تورونه د پاکستان په ګټه نه دي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، .

د پاکستان او ایران د اټومي پروګرامونو ترمنځ توپیر؟

د اټومي او دفاعي چارو کارپوه او د اسټرالیايي پوهنتون استاد سید محمد علي هر وخت د پاکستان، ایران او هند پر اټومي پروګرامونو څېړنې کوي.

هغه چې د پاکستان او ایران اټومي انرژي له یو او بل سره پرتله کړي، وايي، پاکستان پر اټومي وسلو د څار نړیوالې ادارې د اټومي وسلو د نه پراخېدو هوکړه نه ده لاسلیک کړې، خو ایران یې رسمي غړیتوب لري او همدا لوی توپیر دی.

اوس پر ایران دا نیوکې کېږي، که اټومي پروګرام یې سوله‌ییز دی، نو بیا ولې په دومره زیاته اندازه یورانیم غني کوي. همدا ټولنه د ایران د اټومي انرژۍ د تفتیش حق لري.

د هغه په خبره، خو پاکستان ته دا ډول د پړې ګوته نه نیول کېږي ځکه د اټومي انرژۍ د څار ادارې غړیتوب نه لري او خپلواک دی.

هغه وايي: "ایران د اټومي وسلو د جوړولو لپاره هغه ټول کارونه روان کړي دي چې پاکستان یا بل اټومي هېواد کړي دي. تر ټولو مهم یې د اټومي فیول سایکل جوړول دي."

"همدا پروسه له ۶ تر ۷ پورې پړاوونه لري. ایران د اټومي فیول سایکل له نیمايي زیات پړاوونه بشپړ کړي دي، لکه د یورانیمو غني کول، وروسته یې پر فلز بدلول، خو تر اوسه یې د پلاټېنیم لپاره 'ري اکټر' نه دی جوړ کړی او د بیا پروسیس کولو په اړه یې تر اوسه کار نه دی کړی."

د ایران پر فردو اټومي ځای د امریکا له خوا له شوي برید وروسته انځورونه
د عکس تشریح، د ایران پر فردو اټومي بټۍ د امریکا له خوا له شوي برید وروسته انځورونه

د اټومي انرژۍ او اټوم بم جوړولو لپاره د یورانیمو د غني کولو پروسه په لویه کچه یو ډول ده.

معمولا د ۳.۶۷ سلنه یورنیم غني کول د اټومي انرژۍ لپاره بسنه کوي، خو د اټومي وسلو لپاره تر ۹۰ سلنه پوري غني کېږي.

که یو ځل دا کچه ۶۰سلنه ته پورته شي، نو ۹۰سلنه ته پورته کول اوږده پروسه نه ده. ایران اوس په ۶۰سلنه کې دی.

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې لیکلي، د ایران پخوانی ولسمشر هاشمي رفسنجاني چې هغه وخت یې ولسمشري پای ته رسېدلې وه، په ۱۹۸۰یمو کلونو کې له ډاکتر عبدالقدیر خان سره د لیدو لپاره پاکستان ته تللی و.

د ایران پخوان ولسمشر په ۲۰۰۵کال کې دا هم ومنله چې ایران په پټه د موادو پیرلو لپاره له تور بازار ګټه اخېستې وه ځکه هغه وخت پر ایران د امریکا او اروپايي ټولنې بندیزونه وو.

خو ایران ټینګار کوي چې دا کومه پټه خبره نه ده. وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸کال کې د (جی‌سي‌پي‌او‌اې) تړون مات کړ چې له امله یې پر ایران بندیزونه زیات شول او په بدل کې یې تور بازار ته لاس تېر کړ.