د پاکستان اتومي پروګرام 'موسس' عبدالقدیر خان د ۸۵ کالو په عمر وفات شو

عبدالقدیر بی بی سی

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، ډاکتر عبدلقدیر خان چې د دې هېواد اتومي پروګرام موسس بلل کېږي، پلازمېنه اسلام اباد کې وفات شوی دی. ۸۵ کلن عبدالقدیر خان له څه مودې راهیسې ناروغ و.

د تېر اګست میاشتې پر ۲۶ مه ښاغلی خان پر کورونا وېروس له اخته کېدو وروسته روغتون کې بستري شو، خو له درملنې وروسته کور ته استول شوی و.

د سپتمبر میاشتې پر ۱۱ مه نوموړي یوه ویډیويي پیغام کې وویل، روغتیا یې ښه ده، خو له بیا ناروغۍ وروسته نوموړي په روغتون کې ساه ورکړه.

عبدالقدیر خان ۲۰۰۴ کال کې نورو هېوادونو د اتومي تکنالوژۍ ورکولو په هکله د 'جرم له اعتراف ' وروسته پنځه کاله نظر بند ساتل شوی و، خو ۲۰۰۸ کال کې د نظر بندۍ له پای ته رسېدو وروسته هم نوموړی په عام محضر کې نه لیدل کېده.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وايي، د عبدالقدیر خان پر مړینه ډېر خواشینی شوی.

عمران خان وايي، د پاکستان اتومي پروګرام لړ کې د عبدالقدیر خان د رول له کبله پاکستانیان هغه ته درناوی کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ښاغلی خان وايي، ډاکتر عبدالقدیر خان به د ده له وصیت سره سم د پلازمېنې اسلام اباد د فیصل جومات څنګ کې خاورو ته وسپارل شي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال جاوېد قمر باجوه د ښاغلي خان پر مړینه د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ ویلي: ''ډاکتر قدیر د پاکستان دفاع پیاوړي کولو لپاره ارزښتمن خدمتونه کړي دي. ''

عبدالقدیر خان څوک و؟

عبدالقدیر

د عکس سرچینه، Getty Images

عبدالقدیر خان ۱۹۳۶ کال کې په بهوپال ښار کې زېږېدلی و، چې اوس د هند برخه دی. د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته عبدالقدیر خان له خپلې کورنۍ سره پاکستان لاړ.

ډاکتر خان تر ۱۵ کلونو پورې د اروپا بېلا بېلو پوهنتونو کې له لوړو زدکړو وروسته ۱۹۷۶ کال کې پاکستان ته ستون شو او هلته یې د انجینرۍ څړنیز لابراتور تاسیس کړ، چې وروسته یې د پاکستان پوځي واکمن جنرال ضیاالحق نوم 'ډاکتر اې کیو خان څېړنیز لابراتوار ' ته بدل کړ.

دا اداره پاکستان کې د یورانیمو بډاینې لپاره خورا مهم مرکز بلل کېږي.

د پاکستان یوه بل پوځي واکمن پروېز مشرف بیا عبدالقدیر خان خپل سلاکار ګومارلی و، خو په همدې دوره کې بیا عبدالقدیر خان د پاکستان پر ملي ټلویزیون یوه وینا کې ومنله چې اتومي تکنالوژي یې پر نورو هېوادونو پلورلې ده او د پاکستان حکومت له لوري د بښنې له اعلان وروسته نوموړی په خپل کور کې نظر بند شو.

د نظر بندۍ له پای ته رسېدو وروسته نوموړي له بي بي سي سره مرکه کې وویل، د ده د دې اعتراف له کبله 'یو بشپړ هېواد وژغورل شو. '