عبدالسلام؛ پاکستانی نابغه چې د خپلې عقیدې له کبله هېر کړل شو

عبدالسلام

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سلام مشر زوی احمد سلام د خپل پلار د فلم په اړه وايي: ''بې ساری فلم دی. ډېری خلکو د عبدالسلام په هکله هېڅ نه دي اورېدلي''.
    • Author, ابیگیل بیل
    • دنده, خبریاله

پر ۱۹۷۹ کال پاکستاني پوه د فزیک نوبل جایزه وګټله. د ذرو فزیک د نظریې په هکله څېړنې یې ډېرې مهمې او د هیګز بوزون د موندلو لپاره یوه سریزه وه. هیګز بوزون هغه ذره ده چې د نورو ذرو کثافت ترې را وځي او بالاخره پر ۲۰۱۲ کال ولیدل شوه.

عبدالسلام لومړنی پاکستانی و چې نوبل یې ګاټه. بری یې باید د پاکستان تاریخ کې ریکارډ شوی وی، خو د هغه بري له څلوېښتو کلونو وروسته د عبدالسلام د ژوند کیسه هم خپل ټاټوبي کې ورکه شوه او دا تر ډېره د هغه د خپل مذهبي هویت له امله دي چې ورته ډېر مهم و.

"نېټفلیکس" د عبدالسلام په اړه یو مستند د دې لپاره جوړ کړی چې نوموړی او بریو ته یې د خلکو پام واوړي. د مستند نوم هم دی " عبدالسلام؛ د نوبل لومړنی ګټونکی".

د دې فلم یو جوړوونکی ذاکر ثاور وايي: "عبدالسلام لومړنی پاکستانی و چې د فزیک نوبل یې وګاټه. هغه خپلو جرړو او د خپل هېواد د خلکو د وضعیت ښه والي ته دومره ژمن و چې د سوېډن له پاچا یې د نوبل جایزې ترلاسولو کې هم دستار یا لونګۍ په سر وه او ان د جایزې له ترلاسولو وروسته وینا کې یې له قران نقل قول وکړ".

دغه فلم خورا سختو حالتو کې هم دریو شیانو ته د نوموړي نه ماتېدونکې ژمنه ښيي چې هغه فزیک، ایمان او ملت دی.

سلام پر ۱۹۲۶ کال په جنګ ښار کې - چې هغه مهال د برتانوي هند برخه وه- د زېږون له مهال توپیر درلود.

پلار یې ښوونکی و او ویل به یې د سلام زوکړه د جمعې لمانځه پر مهال د هغه الاهي الهام نتیجه ده، ځکه یې تر نورو بچیانو دا زوی غوره ګاڼه.

سلام د کور له چارو لکه له غوا د شیدو له لوشلو او له تشناب پاکولو معاف و او په دې سبب یې ښه وخت درلود چې خپل بې ساری مهارت په ریاضیاتو کې ډېر کړي.

خو بیا هم ماشومتوب یې ډېر پرمختللی نه و، ویل به یې له خپل ټاټوبي لاهور ته د کالج لپاره تر تلو پورې یې لمپ یا ګروپ لیدلی نه و.

کالج کې هم په ریاضي او فزیک کې د مهارت له امله سلام تر نورو ټولګيوالو برتر و. تحصیلي بورس یې وګاټه او برتانیا کې کیمبریج پوهنتون ته لاړ.

نوموړی په هغو ګوته په شمېر کسانو کې و چې له سوېلي اسیا د سنټ جان کالج کې په درس بوخت و، خو له ټاټوبي سره مینه یې سبب شوه چې تر دکتورا دورې بشپړولو وروسته لاهور ته لاړ شي او د ریاضیاتو استاد شي.

د علم او دین پخلاینه

سلام ټول ژوند کې د خپلې عقیدې پر بنسټ یو ژمن مسلمان و. لندن کې به یې خپل کاري دفتر کې هم قران ته غوږ نیو. دین یې د خپل علم خنډ نه باله او ان د یو بل مکملوونکي یې بلل. ان ځینې ملګرو ته به یې ویل، پاک خدای ډېرې نظریې په ذهن کې ور اچولې دي.

سلام غوښتل دې نظریې ته ورسېږي چې ټول د ذرو فزیک توضیح کړي او دا نظریه یې هم له خپل دیني باور سره همغږې وه.

سلام ویل: "موږ (نظري فزیکپوهان) غواړو د خپل درک په ډېرو کمو مفاهیمو سره د بې ځانه مادې ټوله پېچلتیا درک کړو".

خو سلام دا هم منله چې د بیګ بنګ نظریې په څېر د علم ځینې برخې یې له خپلې عقیدې سره جوړې نه دي.

سلام ته خپل مذهب چې څومره مهم و، هغومره یې د رنځ او ځور سبب هم و، ځکه هغه د احمدیه فرقې سړی و، چې پاکستان کې د تبعیض او بد چلن قرباني ده.

احمدیه فرقه پر ۱۸۸۹ کال په پنجاب کې- چې هغه مهال د هند برخه و- رامنځ ته شوه. احمدي مسلمانان باوري دي چې د دې ډلې بنسټګر حضرت میرزا غلام احمد، مهدي دی. خو نور مسلمانان په دې باور نه لري. لندن کې د احمدیه فرقې د جمعې یو امام عادل شاه وایي: ''احمدي مسلمانان قانونپالي او مهربان دي، خو بیا هم په مختلفو ډولونو له ازار او ځور او تبعیض سره مخ دي، په ځانګړې توګه پاکستان کې''.

پر ۱۹۵۳ کال د احمدي مسلمانانو ستونزې لا ډېر شوې. لاهور کې ځینې ډلو د دوی پرضد بلوا وکړه.

د پنجاب حکومت د دې تاوتریخوالي د وژل شویو شمېر ۲۰ کسه وباله، خو اټکلونه وايي، شمېر تر دې ډېر او ان زرګونه کسان وو.

پر ۱۹۷۴ کال پاکستان کې داسې قانون جوړ شو چې احمدیه پکې مسلمانان نه بلل کېدل او له خپلو حقونو بې برخې شول.

پر ۲۰۱۰ کال یوې ډلې پاکستان کې د احمدیانو پر دوو جوماتونو برید وکړ، ۹۴ کسان یې ووژل او تر ۱۲۰ ډېر یې ټپي کړل.

عادل شاه وايي: ''ان که اوس هم یو احمدي د نورو مسلمانانو په څېر سلام وکړي. ممکن په درې کاله بند م حکوم شي. احمدیه جوماتونه ورانوي. احمدي قبرونه ړنګوي. احمدي دوکانونه لوټي او حکومت تر ډېره دې پېښو ته پام نه کوي''.

د ۱۹۵۳ کال له بلوا وروسته سلام له پاکستان ووت. اول کیمبریج ته لاړ. خو څو کاله وروسته د لندن اپریال کالج ته لاړ او د دې پوهنتون د نظري فزیک پوهنځی هم ور سره ژوندی شو.

سره له دې چې سلام له خپل ټاټوبي تللی و، خو هیڅکله یې هم پاکستان خوشی نه کړ او د دغه هېواد خورا مهمو علمي طرحو کې یې ګډون کاوه.

پر ۱۹۶۱ کال یې د پاکستان تشیالي پروګرام پیل کړ او د ۱۹۷۰ لسیزې لومړیو کې د پاکستان د اتومي وسلې د جوړولو جنجالي پروګرام کې ښکېل شو.

کله چې پر ۱۹۷۴ کال د هغه وخت د پاکستان لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د احمدي مسلمانانو پرضد سخت قانون پلی کړ، نو سلام هم د دغه هېواد له حکومت سره اړیکي پرې کړل او وروسته د اټومي وسلو د سرسختو مخالفانو لیکې ته لاړ.

پر ۱۹۷۹ کال او ټیک له هغه قانون پنځه کاله وروسته چې عبدالسلام او هملاري یې نامسلمانان وبلل شول، نوموړي د نوبل فزیک جایزه وګټله. د نړیوالو په باور هغه لومړنی مسلمان و چې دا ویاړ یې ګاټه، خو خپل هېواد کې مسلمان نه بلل کېده.

نوی مستند فلم له درېیو شیانو سره د عبدالسلام پر تړاو جوړ شوی: فزیک، ایمان او ملت هویت یې

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، نوی مستند فلم له درېیو شیانو سره د عبدالسلام په تړاو جوړ شوی: فزیک، ایمان او ملي هویت یې

د پاکستان ربوه ښار کې د سلام د مزار پر لخڅه(شناخته) لیکلي و، د نوبل جایزې لومړنی ګټونکی مسلمان، خو چارواکو د نوموړي له لخڅې د مسلمان کلیمه لرې کړه.

د عبدالسلام د مستند جوړوونکي پرېکړه وکړه چې دا مسله په خپل فلم کې جوته کړي: ''ځکه دا هم کیسه ده، هم طنز او هم تراژیدي. د ''مسلمان'' کلمه د هغه لومړني مسلمان له نوم لرې کول چې نوبل یې ګټلې وه. دا د دې خاورې یوه ځلاند ستوري ته خورا بد سپکاوی دی''.

اسطوره ژوندي کول

ذاکر ثاور وايي، ده او د دې فلم بل جوړوونکي عمر وندال اول ځل د سلام نوم هغه وخت واورېد چې نويمه لسیزه کې له پاکستان د زدکړو لپاره امریکا ته لاړل:

''کله چې نیویارک ټایمز کې د هغه له برخلیک خبر شوو، پاکستان یې کیسه خاورو ته سپارل شوې وه''.

کله یې چې د سلام په هکله نور هم ولوستل، نو وپوهېدل چې د مذهب له امله له سترګو پټ کړل شوی دی.

ښاغلی ثاور وایي: احساس مو وکړ چې د پوهې ډګر ته د خلکو د راوستلو لپاره د سلام کیسه خورا ښه پوتانشیل دی. له هغه وروسته مو له ډېرو واورېدل چې د سلام د ژوند له داستان یې الهام اخیستی دی''.

سلام د فزیک د عمل په پرمختګ کې اوڅاره ونډه درلوده. هغه د نوترینو نظریه پراخه کړه، نوترینو هغه ذره ده چې اول ځل پاولي پر ۱۹۳۰ کال مطرح کړې وه. نوموړي د کمزورو الیکترو د اغېز پر نظریې هم ډېرې هڅې وکړې او بالاخره له دې لارې یې د فزیک نوبل جایزه وګټله.

د پاکستان ربوه ښار کې د سلام د قبر له لیکل شوې شناختې د لومړني مسلمان نوبل جایزه ګټونکی توري لیکل شوي وو، خو چارواکو د مسلمان توری د قبر له ډبرې ړنګ کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان ربوه ښار کې د سلام د قبر پر شناختې د لومړني مسلمان نوبل جایزه ګټونکی توري لیکل شوي وو، خو چارواکو د مسلمان توری د قبر له ډبرې ړنګ کړ.

سلام له ټول ځور او رنځ سره تل خپل هېواد او پاکستانیانو ته ژمن و. هغه ته د بریتانوي او ایټالوي تابعیت وړاندیز وشو خو نوموړی تر مرګ پاکستانی پاتې شو.

عادل شاه- چې خپله هم د سلام په څېر پاکستان کې زېږېدلی- خو د تبعیض له امله لندن ته کډوال شوی، په دې باور دی چې دا چلن د احمدي تفکر په جرړو کې نغښتی دی:

''زما په ګډون احمدي مسلمانان له پاکستان سره ډېره مینه لري او تل به خپل ملت ته د خدمت لپاره تیار وي''.

عبدالسلام د خپل هېواد پر ملاتړ سربېره د مخ پر وده هېوادونو له پوهانو سره د مرستې ډېر لېوال و. په دې سبب یې پر ۱۹۶۴ کال د ایټالیا په ټریسټه کې د نظري فزیک نړیوال مرکز (ICTP) جوړ کړ. موخه یې هم د داسې فضا رامنځ ته کول و چې د مخه پر وده هېوادونو زدکوونکي د نړۍ له نورو زدکوونکو سره اړیکي جوړ کړي.

ثاور او وندال ۱۴ کاله پر داسې فلم کار وکړ چې د سلام ژوند انځور کړي.

ثاور وایي: ''موږ دوه ناپېژندلي، ځوان او د لوړو خیالونو فلمسازان هیله من او لېوال و چې مهم او تاریخي کار کوو. دې فلم کې له ارشیف انځورونو کار اخیستل شوی، لکه ځینې برخو کې یې سلام شته او دا ډېری انځورونه لیدل شوي نه دي. د دې انځورونو ټولولو، موندلو او لېږدولو ډېر وخت او انرژي غوښته، نږدې دوه کاله مو پر تدوین تېر کړل.

ثاور او وندال له داسې کسانو سره هم مرکې کړې چې پخوا هیڅکله هم کمرې ته درېدلي نه دي. په دوی کې یو هم په (ICTP) مرکز کې د پوهاند سلام منشي دی.

ثاور وایي، دې کورنۍ یې ډېر هرکلی وکړ او اجازه یې ور کړه چې د یادښتونو کتابچه پاڼه په پاڼه واړوي او د کورنۍ پخواني عکسونه او فلمونه ترلاسه کړي:

''کله چې له یوې لسیزې ډېر وخت پر پروژه تېرېږي نو خلک لېوالتیا لري چې ستاسو د سفر برخه شي او ستاسو سره همکاري وکړي''.

سلام لومړنی پاکستانی و چې د نوبل جایزه یې وګټله. په انځور کې دی ښکاري چې د سټوکهولم کې جایزه ترلاسه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سلام لومړنی پاکستانی و چې د نوبل جایزه یې وګټله. په انځور کې دی ښکاري چې په سټوکهولم کې جایزه ترلاسه کوي.

د سلام مشر زوی احمد سلام په فلم کې د خپل پلار د ژوند په هکله خبرو او د دې مستند په هکله وایي: ''بې ساری فلم دی. د داسې دوو ډېرو ژمنو او وفادارو ځوانانو فلم دی چې غوښتل یې دا بې ساری داستان خپلو دوه سوه میلیون وطنوالو ته ووایي. ډېری خلکو د عبدالسلام په هکله هیڅ نه دي اورېدلي''.

د فلم صحنې د سلام د شخصیت ناپېژندلي اړخونه انځوروي. پخواني همکاران یې د څېړنو برخه کې د نوموړي پر عادتونو غږېږي او ډاګیزوي چې دا ټول نوي فکرونه له کومه کوي، داسې ډېرې عجیبه او کله ډېرې مهمې نظریې چې بالاخره یې ده ته د فزیک نوبل جایزه ور په برخه کړه.

احمد خپل پلار ډېر وفادار بولي او وايي، یوه ورځ عبدالسلام سملاسي کالیو(کمیس پرتوګ) ته اړتیا درلوده. هغه پلورنځي چې دا یې ورته په خپل وخت برابر کړل، نو د عمر تر پایه همغه پلورنځي ته د جامو لپاره ور ته.

خو احمد دا هم وايي، چې له ټولو هڅو سره سره بیا هم فلمسازانو د ده د پلار د ژوند ځینې برخې نه دي ډاګیزې کړې:

''فلم پر پاکستان چورلي، په دې دلیل دا چانس نشته چې د مخ پر وده هېوادونو مقابل کې د پرمختللفو هېوادونو پر تکبر او حرص خبرې وشي''.

ثاور په دې باور دی چې د فلم اهمیت اوس تر هغه وخت ډېر دی چې دوی یې د جوړولو پر مهال فکر کاوه:

''اول مو احساسول چې دا کیسه باید وویل شي، د دې لپاره چې زموږ د هېواد بچیانو ته الهام شي، هم د دې لپاره چې د نوبل فزیک جایزې ګټونکی مسلمان نه ده ستایل شوی او باید خلک یې وپېژني، خو زموږ د کار په کلونو کې پاکستان کې د مذهبي لږکیو وضعیت نور هم خراب شو او هم هند نیمه وچه کې وضعیت لا خراب دی، ځکه د دې کیسې اهمیت ډېر شوی دی''.

ثاور وايي، لوېدیځه نړۍ کې له اسلام د وېرې زیاتېدو هم د دې مستند اهمیت ډېر کړی دی، ځکه د یوه مسلمان بری ښيي هغه هم په داسې علم کې چې د مسلمانانو برخه پکې ډېره کمه ده.

د عبدالسلام زوی احمد وايي، پلار یې مخ پر ودې هېوادونه هڅول چې د پوهې او ټیکنالوجۍ برخه کې پانګونې سره د خپل اقتصاد راتلونکی تضمین کړي او له دې لارې د پرمختللو هېوادونو په ملاتړ خپله وده چټکه او ټیکاومنه کړي، خو دا هیله له نن پنځوس کاله وروسته هم ژوندۍ ده.