ایراني چارواکو له اسرائیل سره د کړکېچ په تړاو ګڼ شمېر ایرانیان نیولي او ځینې یې اعدام کړي دي

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیل او ایران تر منځ له جګړې وروسته ایراني چارواکو یو شمېر کسان له اسرائیلي څارګرو ادارو سره د اړیکو په تور نیولي او ځینې یې اعدام کړي دي.

دغه پېښې له هغه وروسته مخې ته راځي چې ایراني چارواکي یې د دې هېواد په امنیتي ادارو کې د اسرائیلي جاسوسانو بې ساری نفوذ بولي.

چارواکي په دې هکله شکونه څرګندوي چې اسرائیل ته ورکړل شويو معلوماتو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په وژل کېدو کې مهم رول درلود.

په دې کې د ایران سپاه پاسداران ځواک د یو شمېر مهمو قوماندانانو او اتومي ساینسپوهانو وژل کېدو پېښې هم شاملې وې، چې د ایران په اند په دې هېواد کې د اسرائیل موساد څارګرې ادارې جاسوسانو له کبله رامنځته شوې دي.

چارواکي چې د دې وژنو کچې او دقت له کبله یې ټکان خوړلی هر هغه څوک په نښه کوي، چې له بهرنیو استخباراتو سره د اړیکو شک پرې کېږي او دوی یې لامل ملي امنیت ښيي.

خو له ډېرو سره بیا داسې اندېښنه ده، چې چارواکي دا چاره د مخالفینو ځپلو او پر ولس د کنټرول سختولو لپاره هم ترسره کوي.

د اسرائیل او ایران تر منځ د ۱۲ ورځني کړکېچ په ترڅ کې ایراني چارواکو هغه درې کسان اعدام کړل، چې د اسرائیل لپاره د جاسوسۍ تورونه پرې لګېدلي وو. له اوربند یوازې یوه ورځ وروسته بیا درې نور کسان د ورته تورونو له کبله اعدام شول.

له هغه راهیسې چارواکو د ایران په لر او بر کې د جاسوسۍ په تور د سلګونو کسانو نیولو اعلان کړی. پر دولتي ټلویزیون د ځینو کسانو خبرې خپرې شوې، چې د ادعا له مخې د نیول شویو کسانو اعترافونه دي او په ظاهره له اسرائیل سره د اړیکو خبره کوي.

د بشري حقونو مدافعین او فعالان بیا په ایران کې په زور د اعتراف اخیستو او غیرشفافو محاکمو مخینې یادونه کوي او د اوسنیو نیول شویو کسانو په هکله هم اندېښنې څرګندوي.

د ایران استخباراتو وزارت مسوولین وايي، دوی د سي ای اې، موساد او ایم ای۶ په ګډون د یو شمېر لوېدیځوالو او اسرائیلي استخباراتي ادارو له شبکو سره په یوه ''بې پایه جګړه'' بوخت دي.

د فارس خبري شبکې په رپوټ کې چې سپاه پاسداران ته منسوب خبري اژانس بلل کېږي، ویل شوي چې د جون پر ۱۳ چې اسرائیل پر ایران برید وکړ ''اسرائیلي استخبارات په هېواد کې دننه خورا زیات فعال شول.'' د فارس په رپوټ کې ویل شوي، ''په ۱۲ ورځو کې د ایران استخباراتي او امنیتي ادارو له دې شبکو سره د تړاو له کبله تر ۷۰۰ تنو ډېر کسان نیولي دي.''

یو شمېر ایرانیانو بي بي سي فارسي څانګې ته ویلي، دوی د ایران استخباراتو وزارت له لوري لیکلي پیغامونه رسېدلي، چې پکې دوی ته ویل شوي ټیلیفون شمېرې د اسرائیل اړوند خواله رسنیو پر پاڼو لیدل شوې دي.

ایران دغه راز د بي بي سي فارسي څانګې، په لندن کې د ایران انټرنېشنل او مانوتو ټلویزیون خبریالانو په ګډون په بهر مېشتو خبریالانو هم د فشار زیاتولو هڅه کړې، چې په فارسي ژبه رسنیز فعالیتونه کوي.

د ایران انټرنېشنل ټلویزیون مسوولینو په وینا سپاه پاسداران ځواک په تهران کې د دوی د یوې خبریالې مور، پلار او ورور د دې لپاره نیولې، چې د ایران- اسرائیل کړکېچ په ترڅ کې د دې چېنل خبري پوښښ له کبله دا خبریاله استعفا ته اړباسي.

د خپرونو دې کوربنې ته یې پلار په ټیلیفون کې د امنیتي ادارو په لمسون ویلي، چې باید له دندې استعفا وکړي.

د کړکېچ له پیل وروسته د بي بي سي فارسي څانګې خبریالانو ته هم ګواښونه ډېر او سخت شول.

د هغو خبریالانو په وینا چې په دا وروستیو کې اغېزمن شوي، د دوی کورنیو ادعا کړې، چې په جګړه کې د یرغمل په نظر ورته کتل کېدل.

پر دوی د ''محارب'' د نامه ټاپه هم لګول کېده، چې ''له خدای تعالی سره د جګړه کوونکي'' په مانا کارول کېږي او په ایران کې داسې یو جرم بلل کېږي، چې د قانون له مخې یې سزا مرګ هم کېدای شي.

شنونکي وايي، دا تکتیکونه د مخالفینو خولې پټولو او د رسنیو بهر مېشتو کارکوونکو ډارولو یوې پراخې ستراتیژۍ برخې دي.

چارواکو دغه راز په ایران کې لسګونه فعالان، هنرمندان او لیکوال هم نیولي او په ډېری قضیو کې پر دې کسانو کوم رسمي تور هم نه دی لګول شوی. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال د ښځه، ژوند او ازادي) حکومت ضد احتجاجونو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو کورنیو غړي هم نیول شوي دي. دا هر څه ښيي، چې اوسنۍ نیولې نه یوازې د اوسني کړکېچ اړوند دي، بلکې پخواني مخالفتونه هم په بر کې نیسي.

د بشري حقونو فعالان دا وضعیت د ۱۹۸۰ کال له وضعیت سره پرتله کوي، چې د ایران او عراق جګړې به ترڅ کې ایراني چارواکو په بې زړه سوي توګه سیاسي مخالفین ځپلي وو.

ځینې ویره لري چې له اسرائیل سره له شخړې وروسته د ایران کمزوري نړیوال دریځ پایله کې، چارواکي ښايي یو ځل بیا د ډله ییزو نیولو، اعدامونو او سختو فشارونو کار واخلي او په کور دننه یې پام زیات شي.

معترضین د ۱۹۸۸ کال پیښو ته اشاره کوي، چې د بشري حقونو ډلو په وینا، په زرګونو سیاسي بندیان، چې ډېری یې له مخه په بند محکوم شوي وو، د "مرګ کمېسیونونو" لخوا له لنډو او پټو محاکمو وروسته اعدام شول او ډېری قربانیان په بې نښې ډله ييزو قبرونو کې خښ شوي وو.