د خوست ځاځي میدان کې د ختم او خیرات سلګونه ګډونوال مسموم شوي

د افغانستان په سویل ختیځ کې له خوسته رپوټونه وايي د دغه ولایت په ځايي میدان ولسوالۍ کې د یوه خیرات سلګونه ګډونوال د ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شوي دي.

د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند مستغفر ګربز د شاوخوا ۲۰۰ کسانو د مسمومېدو پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې څوک مړه شوي نه دي او د مسمومو شویو کسانو روغتیایي‌ وضعیت د ډاډ وړ دی.

دا پېښه یکشنبه مازیګر مهال د ځاځي میدان د الګډې سیمې په سټکیو کلي کې شوې ده.

ویل شوي چې دغلته مخکې په یوه کور کې مړی شوی و او یکشنبه یې خیرات و چې ګډونوال یې د ډوډۍ له خوړلو وروسته ناروغ شول.

د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند د خواله رسنۍ یوه پيغام کې لیکلي: "د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالي اړوند د الګډه سټکیو سیمه کې نن مزدیګر مهال یوې کورنۍ خیرات کړی و، چې د ډوډۍ خواړلو وروسته تقریباً تر ۲۰۰ نفرو پورې مسموم شوي، خو څوک شهیدان شوي نه دي."

هغه زیاته کړې "د یادې پیښې په اړه پلټنې روانې دي، تر څو معلومه شي چې د یاد خیرات ډوډۍ ته چا څه زهري مواد وراچولي و او که په حلال شوي حیوان کې کوم ډول ناروغي وه."

په ځینو رپوټونو کې د مسمومو شویو کسانو شمېر ان تر ۴۰۰ هم لوړ ښودل شوی دی.

د ځایي رسنیو رپوټونو کې راغلي په مسمومو شویو کې ښځې او ماشومان هم دي او دا چې لسګونه کسان د خوست د مرکز او شاوخوا ولسوالیو روغتیایي کلینیکونو ته لېږدول شوي دي.

پر خواله رسنیو خبرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې روغتیاپالان د ماښام تیاره کې مسموم شوي کسان ګوري او ځینو ته یې سیروم لګولي دي.