پاکستان کې تاوتریخوالی؛ د پوځ مشر وايي، ترهګرۍ ضد مبارزه به روانه ساتي

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي
جنرال عاصم منیر

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د پوځ مشر وايي، چې هېواد به یې تر هغه پورې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي چې خپل ولس، د هغه په ټکو، له دغه مصیبته وژغوري.

جنرال عاصم منیر دا څرګندونې په بنو کې د وړمې ورځې په ځانمرګي برید کې د ژوبلېدلو پوځیانو د کتنې پر مهال کړې دي. په دغه برید کې لږ تر لږه نهه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ګڼ نور پکې ټپیان شوي وو.

پرون په پښتونخوا کې له وسلوالو سره په دوو جلا نښتو کې درې نور پاکستاني پوځیان هم وژل شوي دي.

بنو ته د پاکستان د پوځ د مشر سفر د جاني خېلو په سیمه کې پر یوې پوځي پوستې له یوه ځانمرګي برید وروسته شوی چې نهه تنه پوځیان په کې ووژل شول.

د پاکستان د پوځ له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې جنرال عاصم منیر وویل، دوی به ترهګرۍ پر وړاندې خپلې جګړې ته تر هغه دوام ورکوي چې په وینا یې خپل ولس له دغه مصیبته وژغوري.

جنرال منیر د پاکستان حکومت ضد وسلوالو ته په اشاره ویلي، دوی په ناسمه توګه په دې باور دي چې ګواکې د دولت حاکمیت ننګولی شي.

په دا وروستیو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو یو شمېر بریدونه شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دا وروستیو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو یو شمېر بریدونه شوي دي.

د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر هم وړمه ورځ یوې خبري ناسته کې د پاکستان طالبانو ته په نامخامخ ډول وویل که له افغانستان د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو له امله د چا روحیه پیاوړې شوې وي، نو په دې باید پوه وي چې د پاکستان د خاورې نیول ورته ناشوني دي. انوار الحق کاکړ وايي:

''که چا سره دا ناسم پوهاوی وي چې زموږ له ګاونډي هېواده یو پیاوړی پوځي ځواک تللی او یوه ځانګړې ډله واک ته رسېدلې، هغه ستر ځواک خپل کور ته تللی. خو زه په خپل کور کې یم، زه چېرې نه ځم. زه به دلته پاتې کېږم او مقاومت به کوم.''

سره له دې چې تېرو دوو ورځو کې د پاکستان دوو تر ټولو لوړ پوړو چارواکو، د وسلوالو پر وړاندې د ټینګ ودرېدو ټټر ډبولی، خو پاکستان کې د امنیتي پېښو په تړاو د رپوټونو لړۍ دوام کړی.

پرون هم د دریو پاکستاني افسرانو د وژنې خبرونه خپاره شول. پاکستانۍ رسنیو د پاکستان د پوځ د ویاند د فتر په وینا خپرو کړو رپوټونو کې ویلي چې یو پوځي په تیرا او دوه نور په میرانشاه کې له وسلوالو سره په نښته کې وژل شوي.

میرانشاه کې د یوه وژل شوي پوځي رتبه جګړن ښودل شوی.