د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت سرپرست: 'له هېواده وتلي استادان دې راستانه شي'

د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي مولوي ندا محمد ندیم د پوهنتون له هغو استادانو چې له افغانستانه وتلي، غوښتي چې بېرته ورستانه شي. 

ښاغلی ندیم چې په وروستیو کې عبدالباقي حقاني پر ځای د لوړو زدکړو وزارت سرپرست ګومارل شوی، وايي هڅه کوي چې د دیني عالمانو او اکاډیمکو کسانو ترمنځ واټن راکم کړي.

ښاغلي ندیم د ښاغلي حقاني د پخوانیو څرګندونو پرتله خپلې وینا کې پوهنتوني زدکړو ته ډېر ارزښت ورکړی.

هغه وايي دینې عالمانو ته وخت ورکوي چې د پوهنتون په اکاډیمیک چاپېریال کې ونډه واخلي او د ده په وینا په دې توګه محصلان له دیني او ساینسي زدکړو برخمن شي. 

د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د پوهنتون سلګونه استادان چې ځینو یې پخواني حکومت او نادولتي موسسو کې هم کار کاوه، له هېواده ووتل.

د رپوټونو له مخې دمګړۍ یوازې د کابل پوهنتون کې د سلګونو استادانو کمی دی.

ښاغلي ندیم د پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلانو ته وینا کې د ټولو د خونديتابه ډاډ وکړ او له هغو استادانو یې د ستنېدو غوښتنه وکړه چې له هېواده وتلي دي. 

ښاغلی نديم زیاته کړه چې دوی نه له چا کرکه لري او نه یې مخالفت کوي او که څوک د خدمت په نیت بېرته هېواد ته ستنېږي، درناوی به یې کېږي.

تېرې دوې لسیزې له ټولو ناخوالو سره سره د لوړو زدکړو له پلوه چې تر ډېره په کې دیني زدکړې هم راځی د افغانستان لپاره ډېره ګټوره دوره وه.

زرګونو افغانانو يا په خپل شخصي لګښت او یا هم په بېلابېلو تحصیلي بورسونو او رشتو کې له هېواده بهر زدکړې وکړې او هېواد ته له عصري پوهې سره ستانه شول. 

خو لوېدیځو هېوادونو د طالبانو له راتګ سره ډېر اکاډومیک شخصیتونه او استادان یې هم، چې ځینو یې له دوی سره همکاري درلوده، اېستلي دي.

طالب چارواکي دوی په داسې حال کې خپل هېواد ته ورستنېدو ته هڅوي چې افغانستان کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو دروازې لا تړلې.

باور دا دی چې د پوهنتون ځینو دغو استادانو ته به داسې ځای ته د ورستنېدو بلنې منل ګران وي، چې خپلې لوڼې یې پکې زدکړو ته پرېښودل کېږي.

حسنزۍ؛ شرایط برابر شي خپل هېواد ته اول زه ستنېږم

افغانستان کې د پوهنتون یوه پخوانۍ استاده پوهنیاره نرګس مومند حسنزۍ وايي، دا لومړی ځل نه دی چې دوی د طالبانو دا خبره اوري بلکې وايي:

"له تېر یو نیم کال راهیسې موږ دا خبرې اورېدلې دي، ټول هغه کسان چې پخوا یې دولت کې کار کړی، که سیاسي، تعلیمي، اقتصادي او فرهنګي ډګر کې وي، دوی دې بېرته هېواد ته راستانه شي.‌"

حسنزۍ وايي، هغو کسانو ته چې لاهم هېواد کې دي د ژوند کولو څومره زمینه ورته برابره شوې ده، دوی څومره توانېدلي چې د ملت د حق پر بنسټ دوی ته د ژوند څومره فرصت برابر شوی دی.

اغلې حسنزۍ زیاتويو ګڼ هغه کسان چې تېر حکومت یې یې کار کړی په بېلابېلو پلمو ځورول شوي او اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي:

"نو له تېر یو نیم کال راهیسې د استادانو شپېته سلنه تنخاګانې کمې شوې دي، کله چې استادان له دا ډول ستونزو سره مخامخېږي او یوه ښځینه استاده پوهنتون کې د پرېکړې صلاحیت نه لري، ریسه کېدای نه شي نو استادان به د څه لپاره زړونه ښه کړي چې هېواد ته ستانه شي. پخوا هم حالت ګل ګلزار نه و، نو که دا کسان هېواد ته ستنېږي، زه به هم لومړنی کس و چې هېواد ته به ستنه شم".