"پر ډله ییز جنسي تېري تورن خوشي کړل شوي ۱۱ کسان دې ژر تر ژره بېرته ونیول شي"

india

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند سترې محکمې ویلي، هغه ۱۱ کسیزه ډله چې پر یوې میندواره مسلمانې ښځې د ډله ییز جنسي تیري په تور نیول شوي و خوشې شوي، "باید ژر بېرته زندان ته وسپارل شي."

د جنسي تېري دا پېښه په ۲۰۰۲ کال د هند ګجرات ایالت کې د مذهبي اړودوړ پر مهال شوې او د اغلې بلقیس د کورنۍ ۱۴ غړي هم پکې وژل شي وو.‌

محکمې دغو کسانو ته د عمري بند سزا اورولې وه، خو اوس د ۱۵ کلونو بند له تېرولو وروسته خوشې شوي.

تورن کسان د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې د ګجرات حکومت له خوا خوشي شوي.

له بنده د دغو لس کسیزه تورنو کسانو ازادېدل نړیواله غوسه هم راپارولې وه او په غبرګون کې یې لاریونونه شوي.

لقیس بانو سترې محکمې ته په یوه عریضه کې ویلي، د دې کسانو ازادېدو "د ټولنې وجدان نارمه کړی دی."

نوموړی هغه یو "ویروونکی جنایت یاد کړی چې تر دې مهاله دغه هېواد کې ترسره شوی دی."

آغلې بلقیس ویلي، د تورنو کسانو ازادولو هکه پکه او حیرانه کړې.

د سترې محکمې هیات چې مشري یې بي وي ناګاراتنا په نامه قاضۍ کوي ویلي، د ګجرات ایالت د دې صلاحیت نه لري چې د تورنو کسانو د بښلو حکم وکړي، ځکه چې دا کسان ماهاراشترا ایالت په محکمه کې محاکمه شوي او تورن ګڼل شوي دي.

ّهند

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړې همدا راز ویلي چې دا مجرمین باید په دوو اونیو کې بېرته زندان ته وسپارل شي.

"عدالت کې نه یوازې د محکومینو بلکه د قربانیانو حقونه هم شامل دي، او د محکمې اصلي دنده د عدالت پلي کول او د قانون حاکمیت دی. د قانون حاکمیت باید خوندي شي. پر ډله ییز جنسي تورن خوشي کړل شوي ۱۱ کسان دې ژر تر ژره بېرته ونیول شي."

ښايي دا پرېکړه بیا هم سخت غبرګونونه راوپاروي، په ځانګړې توګه ګجرات کې.

له دې پېښې وروسته هم دې ایتالت کې پر نرندرا مودي سختې نیوکې وشوې چې په پاڅون کې د وژنو په مخنیوي کې پاتې راغلی و.

د ګجرات ایالت د تورنو کسانو د خوشې کولو ملاتړ کړی.

چارواکو په محکمه کې ویلي و، دا سړي چې په ۲۰۰۸ کال کې د محکمې له خوا تورن پېژندل شوي و له ۱۴ کلونو ډېر وخت په بند کې و او د عمر او په زندان کې يې د ښه چلن په پام کې نیولو سره خوشې کړل شوي دي.

ایالتي حکومت همدا راز ویلي، چې دوی په دې برخه کې د فدرالي حکومت تصویب غوښتی و چې د کورنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوی و.

فدرالي څارنوالانو ویلي: "دوی باید خوشې نه شي، د دوی پر وړاندې باید هېڅ ډول نرمښت و نه شي ځکه چې د دوی جرم خورا جدي او وحشیانه دی."

د تيري کوونکو له خوشې کېدو څو ورځې وروسته بلقیس بانو وویل، "د دوی د خوشې کولو پرېکړې پر عدالت زما باور مات کړ."

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړې ویلي: "څنګه باید د هرې ښځې په حق کې عدالت داسې پای ته ورسېږي؟ ما زمونږ په خاوره کې پر محاکمو باور درلود. ما په قضايي سیستم باور درلود، ما ورو ورو دا زده کول چې دې زیان سره سره څنګه خپل ژوند ته دوام ورکړم."

هغې د ګجرات له ایالته غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

پر بلقیس بانو او کورنۍ یې برید د پاڅون پر مهال تر ټولو وحشتناک جنایت و. دا مذهبي اړو دوړ وروسته له هغې پیل شو چې د ګودرا په ښارګوټي کې د سوه مساپر وړونکي اورګاډي د اور لګېدنې له امله ۶۰ هندو زیارت کوونکي ووژل شول.

هندي بلواګرو په دې پېښه کې مسلمانان پړه وګڼل او د دوی پر سیمو یې برید وکړ.

په دریو ورځو کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول چې ګڼ یې مسلمانان و.